BBC News, پښتو - کور پاڼه

مهم خبرونه

  • پوليس

    د خيبرپښتونخوا په بنو کې وسله والو د پوليسو پر پوسته مرګونی برید کړی

    د خيبرپښتونخوا د پوليسو په وینا د دغه ایالت د بنو په فتح خېل پوسته د وسله والو برید کې لږ ترلږه پنځه پوليس وژل شوي دي. لا هم د مرکژوبلې کره شمېر نه دی معلوم خو د رويټرز خبري اژانس په وینا د پوليسو يوه افسر سجاد خان د دريو تنو مړينه تائید کړې او وايي د برید پر مهال ۱۵ تنه په پوسته کې په دنده بوخت و.

  • هرمز تنګی

    ژوندۍ پاڼه, له جګړې راهيسې په "لومړي ځل د قطر د طبيعي ګازو یوه بېړۍ له هرمز تنګي تېره شوې"

    د بېړيو د څار یوه شرکت د معلوماتو له مخې د قطر د طبيعي ګازو يوه بېړي د يکشنبې په ورځ د قطر له راس لفان بندر څخه د پاکستان د قاسم بندر پر لور له هرمز تنګي تېره شوې ده. دا به لومړی ځل وي چې د جګړې له پیل وروسته د هرمز تنګي له لارې د قطر د ګازو لېږدونکې بېړۍ تېرېږي.

  • جنگ ربات ها

    په نړۍ کې د جګړو راتلونکی: د روباټونو پر وړاندې د روباټونو جګړه

    د بریتانيا او اوکرايين د وسلو جوړولو یوې کمپنۍ بي بي سي ته ويلي، ښايي يوه ورځ د اوکرايين د جګړې په ډګر کې د روباټونو شمېر د انساني ځواکونو پرتله زيات شي. دا څرګندونې وروسته له هغه شوې چې د اوکرايين ولسمشر ولودمير زيلېنسکي تېره مياشت ويلي وو چې د هېواد یوه ټوټه خاوره یې د لومړي ځل لپاره يوازې د روباټونو او بې پيلوټه الوتکو په کارولو سره له روسي ځواکونو بېرته نيولې ده.

  • کرېکټ په چین کې

    د افغانستان کرېکټ بورډ له ازبکستان او چین سره تخنیکي همکاري کوي

    د افغانستان کرېکټ بورډ ویلي لېږل شوی پلاوی به یې په دغه سفر کې د کرېکټ د یوې لوبې تر څنګ په ټولنه کې د کرکټ پر ښکېلتیا، مثبتې بوختیا او پرمختیا برخه کې په ځینو ورکشاپونو کې ګډون وکړي. ویل کېږي د کرکټ افغان پلاوی به په دغه سفر کې د ورزشي ټکنالوژۍ په اړه تنظیم شویو نندارتونونو کې هم ګډون وکړي.

  • بدخشان

    بدخشان کې د کوکنارو پر سر نښته کې یو شمېر کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

    د افغانستان شمال ختیځ ولایت بدخشان کې ځايي سرچینو بي‌بي‌سي ته منلې ده چې د دغه ولایت د ارګو ولسوالۍ د "اتن جلو" کلي د اوسېدونکو او د طالبانو د ځواکونو ترمنځ د نښتې په پایله کې یو شمېر کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

لنډې ویډیوګانې

  • کایب
  • مراسم
  • USA Deplo
  • عراق
  • روباټ راهب
  • "هره ورځ مې پلار په ویلچېر ښوونځي ته وړي"
  • امید علي‌زاده په ساوات نړیوالو سیالیو کې درې مډالونه ګټلي
  • مولانا ادریس
  • موټرچلوونکی په موټر کې ناست او په حیرانۍ ګوري
  • بحیراب

بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته

په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.

ځانګړي مطالب

  • یو ناروغ ماشوم چې وینه او اکسیجن ورته لګېدلي، مور په غېږ کې نیولی دی

    "تلاسېمیا هم درملنه لري هم وقایه"

    نن د تلاسیمیا ناروغۍ نړیواله ورځ ده. د رسمی شمېرو له مخې په افغانستان کې اوسمهال له ۵۰۰۰ ډېر کسان د دې ناروغۍ پر شدید ډول اخته دي. پخوا پر دې ناروغۍ د اخته کسانو د ژوند اوسط کچه ډېره ټیټه وه، خو د طب برخه وروستیو پرمختګونو د ګڼو نورو ناروغیو په څېر د تلاسیمیا درملنه هم ممکنه کړې ده.

  • د امریکا بیرغ پر اوږه

    امریکا د اروپا کومو سیمو کې اډې لري او موخه یې څه ده؟

    امریکا په اروپا کې پراخ پوځي حضور لري. دا وچه د لسګونو امریکایي پوځي اډو کوربنه ده چې د څو څېړنیزو مرکزونو او امنیتي مطالعاتو د خپرو شویو معلوماتو له مخې، په هغو کې تر ۸۰ زرو ډېر امریکایي سرتېري دېره دي

  • ډېوېډ اټنبرا د ژوند بېلابېلو پړاوونو کې

    ډېوېډ اټنبرا: هغه سړی چې وحشي طبیعت یې زموږ سترګو ته راوړ

    سر ډېوېډ اټنبرا نن خپل سل کلن عمر پوره کوي او لا هم هغه ارام او د باور وړ غږ دی چې د میلیونونو خلکو په ذهنونو کې د طبیعت له نړۍ سره تړلی پاتې دی.

  • یوه ډله مسافر د کام ایېر الوتکې ته په زینو د ورختلو په حال کې دي.

    په عربي هېوادونو کې افغان مسافر د ایران جګړې څومره زیانمن کړي او ولې حال نه وايي؟

    د ایران، امریکا او اسرائیل جګړې که د منځني ختیځ هېوادونه اغېزمن او زیانمن کړي نو هلته مېشت افغان مسافر یې هم له مالي او اقتصادي پلوه ځپلي دي. تر ډېره په متحده عرب اماراتو، سعودي او قطر کې افغانان ډېر اغېزمن او تاواني شوي دي. خو دوی له دې ډاره نه پر خواله رسنیو د خپل حالت په اړه څه لیکي او نه یې له رسنیو سره شریکوي چې هسې نه د ځينو نورو هېوادونو وګړو غوندې، کوربه هېوادونه دوی هم وېره خپروونکي او د خپلو ملي ګټو په زیان وبولي او ډېپورټ یا یې وشړي. خو د بي‌بي‌سي پښتو څانګه توانېدلې چې په دغو هېوادونو کې د ځينو افغان مسافرو حال واخلي چې د ایران جګړي یې کاروبارونه څومره ځپلي دي:

  • درس: منځنۍ دورې لپاره آنلاین زده کړې

    د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه

    د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۱۰ می ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه

  • واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۹ می ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده

    دا خپرونه له بي‌ بي سي پښتو اورئ

  • واورئ, پښتو تلویزیون, ۱۳:۳۰, ۹ می ۲۰۲۶, ۲۸،۰۰ موده

    دا خپرونه له بي‌ بي سي پښتو اورئ

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي