ټرمپ او ملانيا په سپينه ماڼۍ کې د بریتانیا د پاچا او ملکې هرکلی وکړ

د عکس سرچینه، Brendan Smialowski / AFP via Getty Images
د بریتانيا پاچا چالرز درېيم او ملکه کمېلا د څلور ورځني رسمي سفر لپاره امریکا ته رسېدلي دي.
د دوشنې په ورځ (۲۷ اپرېل) د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د هغه مېرمنې ملانيا ټرمپ په سپينه ماڼۍ کې د بریتانيا د پاچا او ملکې هرکلی وکړ. د دې سفر په ترڅ کې ټاکل شوې چې د بریتانيا پاچا د امریکا په کانګرېس کې وينا وکړي. له دې وړاندې یوازې د ده مور ملکې الېزابت دويمې د امریکا په کانګرېس کې وينا کړې وه.
دا سفر د سپينې ماڼۍ د خبريالانو په مېلمستيا کې د ډزو له پېښې وروسته ترسره کېږي چې له کبله یې د امنيتي تدبیرونو په اړه ګڼې پوښتنې راپورته شوې دي.
د بریتانيا بکېنګهم ماڼۍ اعلان کړی چې د بریتانيا د پاچا د سفر عمومي پروګرام کې نژدې هېڅ بدلون نه دی راغلی او ښاغلي ټرمپ هم ويلي وو چې "پاچا به په بشپړه توګه خوندي وي".
دا سفر داسې مهال ترسره کېږي چې د امریکا او بریتانيا اړيکې د ایران د جګړې له کبله یو څه خرابې شوې ښکاري. ښاغلي ټرمپ تېره اوونۍ بي بي سي ته ويلي وو چې دا سفر کولی شي د اړيکو په ښه کېدو کې مرسته وکړي.
د بريتانيا پاچا او ملکه به د خپل سفر لومړۍ دوې ورځې په واشنګټن کې وي. د سفر په لومړۍ ورځ پاچا او ملکې له ډونلډ ټرمپ او د هغه له مېرمنې ملانيا ټرمپ سره په سپينه ماڼۍ کې په ګډه د انګليسي دود له مخې د مازديګر چای وڅيښ.
د سفر په لومړي ورځ په واشنګټن کې د بریتانيا د سفارت په باغ کې يو محفل هم جوړ شوی و.
ټاکل شوې چې د بریتانيا پاچا به له دې وروسته د امریکا په کانګرېس کې وينا وکړي او بيا به له ملکې سره يو ځای نيويارک ته سفر وکړي او د سپټمبر د يوولسمې د بریدونو یادغونډې په مراسمو کې به ګډون وکړي.
همدارنګه ټاکل شوې چې پاچا او ملکه به د امریکا د خپلواکۍ د ۲۵۰ کليزې په مراسمو کې د ګډون لپاره ویرجينيا ته ولاړ شي. له دې وروسته به د بریتانيا پاچا برموډا ته سفر وکړي او له هغه ځايه به بېرته بریتانيا ته ستون شي.
د دوی د سفر د لومړۍ ورځې ځينې اځورونه لاندې کتلی شئ.

د عکس سرچینه، Henry Nicholls-Pool/Getty Images

د عکس سرچینه، SAUL LOEB / AFP via Getty Images

د عکس سرچینه، Suzanne Plunkett-Pool/Getty Images

د عکس سرچینه، Suzanne Plunkett / POOL / AFP via Getty Images

د عکس سرچینه، Aaron Chown-Pool/Getty Images

د عکس سرچینه، Aaron Chown-Pool/Getty Images

د عکس سرچینه، Ian Volger - Pool/Getty Images

د عکس سرچینه، Julia Demaree Nikhinson-Pool/Getty Images

د عکس سرچینه، Ian Volger - Pool/Getty Images




















