د طالبانو حکومت: د هغو خصوصي روغتونونو فعالیت ځنډول کېږي چې معيارونه پوره نه کړي

د عکس سرچینه، Getty Images
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت وايي، هغه روغتونونه چې د خصوصي روغتونونو د ارزونې له مخې یې معیارونه نه دي پوره کړي، لنډ وخت لري چې خپلې نیمګړتیاوې او ستونزې حل کړي.
د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي خبرداری ورکړی چې که دغه نیمګړتیاوې لرې نه شي او روغتونونه د ټاکل شویو معیارونو پرتله د ټیټ کیفیت خدمتونه روان وساتي، نو د دغو روغتونونو د فعالیت د درولو په اړه به پرېکړه وشي.
خو نوموړي د دې اقدام لپاره کومه مشخصه نېټه نه ده اعلان کړې.
نور جلال جلالي همداراز لارښوونه کړې چې د خصوصي روغتونونو د ارزونې او درجهبندۍ لپاره به د اعتبار ورکولو بهیر د هېواد ټولو ولایتونو ته وغځول شي.
دا خبرداری په داسې حال کې ورکول کېږي چې د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت شاوخوا یوه میاشت مخکې اعلان کړی و چې د خصوصي روغتونونو د اعتبار ورکولو او درجهبندۍ بهیر یې بشپړ کړی دی.
د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي مرکزونو د اعتبار ورکولو ریاست اجرائیوي رئیس، سیفالله معاویه، یوې خبري غونډې ته ویلي وو چې په کابل کې له ارزول شویو ۱۱۵ خصوصي روغتونونو یوازې دوو روغتونونو د "اې" یعنې اوله درجه ترلاسه کړې ده.
د نوموړي په وینا، ۹ روغتونونو د "بي" یعنی دوهمه درجه او ۳۹ نورو د "سي" یعنې درېیمه درجه ترلاسه کړې ده.

د عکس سرچینه، TMOPH
د روغتیايي مرکزونو د اعتبار ورکولو ریاست د موندنو له مخې، ۶۵ نورو روغتونونو په دې ارزونه کې هېڅ درجه نه ده ترلاسه کړې، ځکه هغوی د اعتبار ورکولو لپاره اړین معیارونه نه دي پوره کړي.
ښاغلي سیفالله معاویه، ویلي وو چې دغه ارزونې د درملنې د خدمتونو د کیفیت او د روغتونونو د فعالیت پورې اړوندو معیارونو پر بنسټ ترسره شوې دي.
له دې سره هممهاله، په خصوصي روغتونونو کې د روغتیايي خدمتونو د کیفیت په اړه د نیوکو ترڅنګ، د دولتي روغتونونو مراجعین هم په وار وار د دغو مرکزونو له روغتیايي خدمتونو شکایت کوي.
دوی وايي په دغو روغتونونو کې د کارکوونکو او درملنې د امکاناتو شمېر کافي نه دی او د ناروغانو لپاره اړین درمل هم په کافي اندازه نه موندل کېږي. د دوی په وینا، دا ستونزې د هېواد په لرو پرتو سیمو کې لا ډېرې جدي دي.
خو د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت په یاد بیان کې، چې د دې غونډې په اړه دی، د دولتي روغتونونو وضعیت او په دغو مرکزونو کې د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو ستونزو ته اشاره نه ده شوې.





















