په نړۍ کې د جګړو راتلونکی: د روباټونو پر وړاندې د روباټونو جګړه

د عکس سرچینه، United24
د بریتانيا او اوکرايين د وسلو جوړولو یوې کمپنۍ بي بي سي ته ويلي، ښايي يوه ورځ د اوکرايين د جګړې په ډګر کې د روباټونو شمېر د انساني ځواکونو پرتله زيات شي.
دا څرګندونې وروسته له هغه شوې چې د اوکرايين ولسمشر ولودمير زيلېنسکي تېره مياشت ويلي وو چې د هېواد یوه ټوټه خاوره یې د لومړي ځل لپاره يوازې د روباټونو او بې پيلوټه الوتکو په کارولو سره له روسي ځواکونو بېرته نيولې ده.
د جګړې په اوږدو کې دواړو خواوې په پراخه کچه بې پيلوټه هوايي ځواک او ځمکنيو سيستمونه کار اخلي او شننونکي وايي چې دې جګړې د پوځي ټکنالوژۍ د پراختيا بهير په څرګند ډول چټک کړی دی.
خو له دې بدلونونو سره هممهاله د جګړې د راتلونکي او پر پوځيانو د هغې د اغېزو په اړه بحثونه هم راپورته شوي دي.
ولودمير مير زيلېنسکي په هغه ويډيو کې چې په اپرېل مياشت کې د اوکرايين د نويو روباټي وسلو د وړاندې کولو لپاره خپره شوې وه ويلي وو، "د دښمن یوه پوسته يوازې د بې پيلوټه وسايلو، يعنې ځمکنيو روباټونو او ډرونونو په کارولو سره" نيول شوې ده.
د اوکرايين پوځ د دې عملياتو په اړه نور جزيات نه دي خپاره کړي.
خو دا ادعا له هغو نورو څرګندونو وروسته مطرح کېږي چې د فبرورۍ په مياشت کې خپرې شوې وې، هغه دا چې یو ځمکنی روباټ په يوازې ځان توانېدلی و چې د ۴۵ ورځو لپاره د روسي ځواکونو د پرمختګ مخه ونيسي.
ویل کېږي د دې جګړه ييزو وسايلو يوه برخه د "یووفورس" په نامه د یوې بریتانوۍ-اوکرايينۍ کمپنۍ له خوا جوړه شوې ده.
دا شرکت په چټکۍ پراخ شوی او په دې وروستيو کې یې د "يونيکورن" مقام ترلاسه کړی، دا نوم هغو شرکتونو ته ورکول کېږي چې ارزښت یې له يو ميليارد ډالرو زيات شي.
بي بي سي په لندن کې د يووفورس دفتر ته ورغله. یوه بې نومه او له نښان پرته د خلکو له پامه لرې ودانۍ چې شرکت یې وايي د روسيې د احتمالي زيان څخه د خونديتوب لپاره په همدې ډول کار کوي.
د شرکت استازي د هغو څرګندونو په اړه چې ولودمير زيلېنسکي یې يادونه کړې له تبصري کولو ډډه وکړه خو ويې ويل، د يووفورس هوايي، ځمکني او سمندري ډرونونه اوسمهال په جګړه ييزو عملياتو کې کارول کېږي.
په بریتانيا کې د يووفورس د ستراتيژيکو شراکتونو مشرې ریانون پدلي وويل، "زه د عملياتو د جزياتو یا په هغو کې د يووفورس د رول په اړه خبرې نشم کولی خو په ۲۰۲۲ کال کې د روسيې د پراخ يرغل له پيل راهيسې موږ تر ۱۵۰ زرو ډېر بريالي جګړه ييز ماموريتونه ترسره کړي دي".

د عکس سرچینه، United24
اغلې ريانون زياته کړه چې د روباټونو له خوا له روباټونو سره جګړه به ښايي ورو ورو عامه شي او ان ښايي بې پيلوټه سيسټمونه د شمېر له مخې له انساني ځواکونو هم زيات شي.
روسيه هم داسې روباټونه کاروي چې د اوکرايين پوستو ته د چاودېدونکو توکو د لېږد لپاره طرحه شوي دي او شنونکي وايي په دې ټکنالوژۍ کې پرمختګ به ښايي د راتلونکو جګړو بڼه بدله کړي.
د بروکېنګز انسټېټوټ یوه لوړ پوړې څېړونکې مېلني سيسون وايي، "زه رښتيا هم اوکرايين د ملي دفاع او وسلو د راتلونکي لپاره یو مهم ماډل ګڼم. دا هېواد د دې حقيقت یوه د ستاينې وړ بېلګه ده چې په کې اړتيا څنګه د نوښت لامل ګرځي".
د يووفورس له هغو مخ پر زياتېدونکو دفاعي شرکتونو دی چې "نيو پرايم" بلل کېږي، داسې شرکتونه چې د دفاعي صنعت د دوديزو لويو شرکتونو لکه بې سيټم، بوېنګ او لاکهېډ مارټن لپاره نوي سيالان ګڼل کېږي.
له دغو شرکتونو يو بل د انډرويل انډسټريز په نامه يادېږي. دا د دفاعي ټکنالوژۍ امریکایی شرکت دی چې په فبرورۍ کې یې د خپلې بې پيلوټه جنګي الوتکې لومړنۍ ازمايښتي الوتنه وکړه.

د عکس سرچینه، United24
که څه هم ډېری ډرونونه لا هم د انسانانو له خوا له لرې کنټرولېږي خو داسې شرکتونه لکه انډرويل انډرسټريز ورځ تر بلې مصنوعي ځيرکتيا د وسلو سيټمونو ته وراضافه کوي.
د يووفورس ځمکني روباټونه له داسې سافټويرونو کار اخلي چې د هدف په نښه کولو لپاره طرحه شوي، په داسې حال کې چې انډرويل وايي د دوی ځينې سيسټمونه د برید وروستی پړاو په اټوماټ ډول ترسره کولی شي.
د امریکا حکومت په ښکاره ډول د دې هېواد پوځ هڅولی چې په پراخه کچه مصنوعي ځيرکتيا وکاروي.
د امریکا د جګړې وزير پيټ هېګزېت د جنورۍ په مياشت کې ويلي وو، دا هېواد بايد "د مصنوعي ځيرکتيا پر محور ولاړ جنګي ځواک" ته واوړي.
د امریکا د دفاع وزارت د ارزونو له مخې چې تېر کال خپره شوې، چين هم د مصنوعي ځيرکتيا لرونکو پوځي سيسټمونو کارول زيات کړي دي.
شننونکي وايي د داسې راتلونکي چې روباڼونه په مستقيم ډول د جګړې په ډګر کې له يوه بل سره وجنګېږي، مخنيوی یې نشي کېدی.
د رنډ يوروپ شنونکي جېکوب پارکېسل وايي، "اوکرايين او روسي ډرونونه همدا اوس هم له يوه بل سره په جګړه بوخت دي. دا چې دغه وضعيت ځمکنۍ او سمندري جګړې ته وغځېږي ډېر احتمال لري او ښايي مخه یې ونه نيول شي".

خو د بشري حقونو ډلې خبرداری ورکوي چې د وسله والو سيسټمونو د خپلواکۍ زياتوالی د جګړې پر مهال د حساب ورکونې په اړه جدي اندېښې راپورته کوي.
د بښنې نړيوال سازمان غړی پټرېک وېلکن وايي، "پوځونه له مصنوعي ځيرکتيا د هغو بهیرونو د چټکولو لپاره کار اخلي لکه د هدفونو پېژندنه خو ماشينونو ته د مرګ او ژوند د پرېکړو سپارل ژور اخلافي او د بشري حقونو خطرونه لري".
په مقابل کې د وسلو شرکتونو بيا وايي، "د پرېکړې په کړۍ د انسان ساتل" دغو اندېښنو ته ځواب ورکوي او ټينګار کوي چې د وژونکي ځواک د کارولو وروستۍ پرېکړه به لا هم د پوځي ځواکونو په واک کې پاتې کېږي.
په بریتانيا کې د انډرويل انډسټريز مشر ډاکتر ريچ ډېرېک وايي، "انسانان استراحت او خوړو ته اړتيا لري او د جګړې پر مهال دا اړتياوې تل نه پوره کېږي. د کمپيوټري سيسټمونو کارول له موږ سره مرسته کوي چې تېروتنې راکمې کړو".

















