د افغانستان کرېکټ بورډ له ازبکستان او چین سره تخنیکي همکاري کوي

د عکس سرچینه، ACB
د افغانستان کرېکټ بورډ وايي چین ورڅخه هلته د کرېکټ د پراخېدو په برخه کې د همکاریو غوښتنه کړې ده.
کرېکټ بورډ ویلي د دې تخنیکي همکاریو او ورزشي ډېپلوماسۍ د پیل په موخه د شنبې پر ورځ د افغان لوبغاړو یو پلاوی چین ته تللی دی.
د کرېکټ بورډ له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، "د کرکټ ملي روزونکی نوروز منګل او د کرېکټ څو لوبغاړي (قیس احمد، ظاهرخان پکتین، فیصل شینوزاده او واحدالله ځدراڼ)" د چین په رسمي بلنه هغه هېواد ته لېږل شوي دي.
د کرېکټ په برخه کې د رسمي نویو همکاریو له پیله مخکې چین او افغانستان په ګڼو نورو برخو کې د همکاریو اوږد تاریخ لري.
دې ته په کتو د افغانستان کرېکټ بورډ اجرائیه مشر نصیب خان ویلي "هیله من دی چې د کرېکټ برخه کې همکارۍ او ښکیلتیا به د دواړو هېوادونو تر منځ پر اړیکو لا مثبت اغېز وکړي."
د افغانستان کرېکټ بورډ ویلي لېږل شوی پلاوی به یې په دغه سفر کې د کرېکټ د یوې لوبې تر څنګ په ټولنه کې د کرېکټ پر ښکېلتیا، مثبتې بوختیا او پرمختیا برخه کې په ځینو ورکشاپونو کې ګډون وکړي. ویل کېږي د کرېکټ افغان پلاوی به په دغه سفر کې د ورزشي ټکنالوژۍ په اړه تنظیم شویو نندارتونونو کې هم ګډون وکړي.
چین کې کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images
چین له ۲۰۱۷م کال راهیسې د کرېکټ نړیوالې شورا غړی دی خو کرېکټ په کې خاصه وده نه ده کړې.
دا هېواد د ښځو او نارينه وو کرېکټ جلا لوبډلې لري او د رپوټونو پر بنسټ د نارينه وو یې لومړۍ رسمي شل اوریزه لوبه درې کاله مخکې د مالیزیا خلاف کړې ده.
چین وخت په وخت د کرېکټ د مشهورو سیالیو کوربتوب هم کړی دی. په ۲۰۲۳م کال کې د اسیایي لوبو ۱۹ پړاو په چین کې وشو چې د افغان ابدالیانو لوبډلې په ګډون د ۱۵ هېوادونو لوبډلو په کې ګډون درلود.
په همدې مهال چین په سیمه کې دویم داسې هېواد بلل کېږي چې له افغانستانه یې د کرېکټ په برخه کې د رسمي همکاریو غوښتنه کړې.
له دې مخکې تېره ډسمبر میاشت کې د افغانستان کرېکټ بورډ له ازبکستان سره د کرکټ د پراختیا په ډګر کې هوکړه لیک لاسلیک کړی و.
اټکل کېږي چې له ازبکستان او چین سره د کرېکټ تخنیکي همکاریو پیل ښايي د اړیکو د پیاوړتیا تر څنګ ګڼو پخوانیو او تنکیو افغان لوبغاړو او روزونکو ته هم د روزنې او تخنکي همکاریو موکې ورکړي.



















