تاجکستان د جرمونو نړیوالې محکمې له غړیتوبه لاس اخلي

د جرمونو نړیوالې محکمې لیکدړه
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

تاجکستان د دوشنبې پر ورځ اعلان وکړ چې د جرمونو له نړیوالې محکمې (ICC) له غړیتوبه لاس اخلي. دا له هغه وروسته څلورم هېواد شو چې متحده ایالاتو په دې اوړي کې د دغه نړیوال قضايي بنسټ د منحلولو غوښتنه وکړه.

د روم اساسنامې د غړو هېوادونو د غونډې (Assembly of States Parties) مشرانو په یوه ویناپاڼه کې وویل چې دوی د تاجکستان پر وتلو "خواشیني" څرګندوي.

په ویناپاڼه کې راغلي: "د غړو هېوادونو هغه پرېکړې چې له روم د اساسنامې د جلا کېدو لامل کېږي، د عدالت د ګډو هڅو د کمزوري کېدو او د معافیت د پای ته رسولو لپاره د نړیوالو هڅو د زیانمنېدو خطر رامنځته کوي."

اعلامیه زیاتوي: "نړیواله جزایي محکمه (ICC) د نړیوال حساب ورکونې د نظام په زړه کې موقعیت لري، او د هغې اغېزمنتیا د نړیوالې ټولنې پر دوامدار او څرګند ملاتړ پورې تړلې ده. د عدالت ترلاسه کول د ګډ هدف او یووالي له لارې لا پیاوړی کېږي."

د روم اساسنامه په نوم نړیواله هوکړه په ۱۹۹۸ کال کې د جرمونو د نړیوالې محکمې (ICC) د جوړېدو بنسټ کېښود، او ۱۳۷ هېوادونو دغه تړون لاسلیک کړی و. خو ټول هغه هېوادونه چې دا تړون یې لاسلیک کړی، د محکمې بشپړ غړي نه شول. روسیه او متحده ایالاتو تر دې دمه غړیتوب نه دی منلی. د امریکا د ډیموکراټانو حکومتونو له ICC سره همکاري کړې، خو جمهوري غوښتونکو حکومتونو ترې لږ ملاتړ کړی دی.

د جولای په میاشت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو اعلان وکړ چې متحده ایالات به د ICC د له منځه وړلو لپاره کمپاین پیل کړي، او دا اداره یې "د امریکا ملي حاکمیت ته نه زغمل کېدونکی ګواښ" وباله.

روبیو وویل: "هغوی باور لري چې باید ستاسې د قوانینو، ستاسې د هېواد او ستاسې د ژوند واک د دوی په لاس کې وي، او دا ورته هېڅ اهمیت نه لري چې تاسې ورسره موافق یاست که نه. د نړۍ په بل سر کې یوه اداره شته چې ځان ته د نړیوالې جزایي محکمې نوم ورکوي. کېدای شي تاسې یې نوم اورېدلی وي او کېدای شي نه وي. خو ډېر احتمال شته چې تاسې د هغې د قاضیانو، څارنوالانو یا رئیس نومونه ونه پېژنئ. او اړینه هم نه ده چې و یې پېژنئ. خو همدا اوس ICC او د هغې ملګري زموږ د هېواد پر ضد جګړه مخته وړي."

د روبیو له دغې څرګندونې وروسته، وینزویلا، چاد او ناورو هم اعلان وکړ چې له دې محکمې به ووځي. تر دې وړاندې د کال په لومړیو کې بورکینا فاسو، مالي او نیجر هم د ICC د پرېښودو یا ورسره د اړیکو د پرې کولو اعلان کړی و.

افغانستان کې د طالبانو حکومت هم ویلي، د دغه محکمې پر وړاندې هیڅ مسولیت نه لري او دا چې پرېکړې به یې ونه مني.