امریکا د اروپا کومو سیمو کې اډې لري او موخه یې څه ده؟

د امریکا بیرغ پر اوږه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، دا پوځۍ اډې د اروپا د امنیت لپاره مهمې بلل کېږي.
    • Author, عاطف عبدالحمید
    • دنده, بي بي سي
  • د لوستلو وخت: ۷ دقیقې

امریکا په اروپا کې پراخ پوځي حضور لري. دا وچه د لسګونو امریکایي پوځي اډو کوربنه ده چې د څو څېړنیزو مرکزونو او امنیتي مطالعاتو د خپرو شویو معلوماتو له مخې، په هغو کې تر ۸۰ زرو ډېر امریکایي سرتېري دېره دي.

په اروپا کې د امریکایي ځواکونو شتوالی د دویمې نړیوالې جګړې له وخته د دې وچې د امنیت یو له اصلي مهمو کرښو بلل کېږي.

دا ځواکونه په ځانګړي ډول په جرمني، ایټالیا، بریتانیا او پولنډ کې مېشت دي. په اروپا کې د امریکا د پوځي قوماندانۍ اټکلونه ښيي چې د ۲۰۲۵ کال په پیل کې په اروپا کې د امریکایي پوځیانو شمېر شاوخوا ۸۴ زره تنه و. د بهرنیو اړیکو د شورا د څېړنیز مرکز د راپور له مخې، دا شمېره د ځواکونو د دوره‌یي استولو او د تمرینونو د ترسره کولو پر بنسټ بدلون مومي.

د همدې مرکز په وینا، د اوکرایین د جګړې پر مهال او ختیځې اروپا ته د ملاتړو ځواکونو له استولو وروسته، د امریکایي پوځیانو شمېر شاوخوا ۷۵ تر ۱۰۵ زره کسانو ته لوړ شو.

جرمني په سر کې

جرمني په اروپا کې د امریکا د پوځي حضور اصلي مرکز ګڼل کېږي. د رامشټاین هوايي اډه، چې له هېواده بهر د امریکا ترټولو لویه هوايي اډه ده، او دا چې د ناټو د هوايي عملیاتو یو مرکز هم په جرمني کې موقعیت لري. په اروپا کې د امریکا د پوځي قوماندانۍ مرکز د جرمني په شټوټګارټ ښار کې دی. همدارنګه په اروپا او افریقا کې د امریکا د پوځ د قوماندانۍ مرکز په ویسبادن کې ځای پر ځای دی.

سرتېري کتار ولاړ دي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، جرمني کې تر ټولو ډېر امریکايي سرتېروي دېره دي.

پر دې سربېره، د پوځي روزنې ځینې اصلي مرکزونه د جرمني په ګرافنور او هوهنفلس ښارونو کې دي. په جرمني کې د امریکایي پوځیانو شمېر شاوخوا ۳۸ زره تنه اټکل کېږي.

د هغوی ترڅنګ، په لسګونو زره ملکي کارکوونکي او د پوځیانو او ملکي کارکوونکو د کورنیو غړي هم په دې هېواد کې شته.

ایټالیا په خپله خاوره کې د امریکايي اډو، سرتېرو او اړوندو کارکوونکو د شمېر له پلوه د کوربنو په دویم کتار کې ده. په ایټالیا کې پنځه امریکایي پوځي اډې فعالې دي. له دې شمېرې د اویانو هوايي اډه ده چې هم د متحده ایالاتو او هم د ایټالیا لپاره خورا ستراتیژیک ارزښت لري او شاوخوا ۸۵۰۰ امریکایي سرتېري په کې دېره دي.

دا اډه د ایټالیا په شمال او له وینس سره په ۸۰ کیلومترۍ کې پرته ده او د ناټو یو له مهمو پوځي تاسیساتو شمېرل کېږي. ایټالیا همدارنګه د څو نورو امریکایي اډو او پوځي مرکزونو کوربنه هم ده، لکه په ویچنزا ښار کې ډاربي کمپ او اډرل پوځي مرکز، په سیسیلي کې د سیګونلا هوايي-سمندري اډه او په ناپل کې د سمندري ځواکونو قومانداني یې یادولی شو.

پخوانی ستراتېژیک ملګری

بریتانیا د متحده ایالاتو لپاره خورا ستراتیژیک اهمیت لري او له همدې امله، امریکا د دې هېواد له امنیتي او پوځي دریځه د ګټې اخیستنې لپاره، په بریتانیا کې خپلې یو شمېر پوځي اډې ساتلې دي.

بریتانیا د یوه پخواني ستراتیژیک همکار په توګه، د څو امریکایي پوځي اډو کوربتوب کوي. په دې کې د لیکن‌هیت اډه هم راځي، چې د بریتانیا په شاهي هوايي ځواک پورې اړه لري او د امریکایي اف-۳۵ جنګي الوتکو د مېشتېدو ځای دی. د میلډنهال هوايي اډه هم، چې د بریتانیا په شاهي هوايي ځواک پورې اړه لري، په دې هېواد کې موقعیت لري او د هوايي عملیاتو او لوژستیکي ملاتړ لپاره کارول کېږي. همدارنګه د فیرفورډ اډه چې د اړتیا په وخت کې د ستراتیژیکو بم غورځونکو الوتکو د کارولو لپاره د یوې اډې په توګه کارول کېږي.

پوځيان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، پولنډ، ایټالیا، جرمن او بریټانیا د امریکايي پوځيانو کوربانه دي.

دا اډې په ټولیز ډول د ناټو د اټوم مخنیوي په عملیاتو کې کارول کېږي.

په پولنډ کې هم څو امریکایي پوځي اډې او مرکزونه شته. له دې شمېرې د دغه هېواد په شمال کې د ردزیکوو د توغندیزې دفاع اډه ده چې د ۲۰۲۴ کال په نومبر کې په رسمي ډول په پولنډ کې د امریکا د لومړنۍ دایمي اډې په توګه پرانیستل شوه او د ناټو د بالسټیک توغندیو د دفاعي سپر د سیسټم برخه ګڼل کېږي

په پولنډ کې د کوشیوشکو کمپ په اروپا کې د امریکا د پوځ د پنځمې قول اردو د قوماندانۍ د یوې برخې د ځای پر ځای کېدو مرکز دی.

د پوویډز اډه هم په پولنډ کې د امریکا او ناټو د لوژستیکي ملاتړ او د پوځي تجهیزاتو د ساتنې یو له اصلي مرکزونو شمېرل کېږي.

د لاسک هوايي اډه هم د پولنډ په خاوره کې ده او د امریکا د هوايي ځواک د قطعو او اف-۱۶ جنګي الوتکو کوربتوب کوي. امریکا پر دې سربېره، په پولنډ کې څو نور عملیاتي مرکزونه هم لري، په اسکویژینا او بولسواویتس کې هغه مرکزونه فعال دي چې په سیمه کې د چټک غبرګون ځواکونو په توګه کارول کېږي.

د پولنډ د دفاع وزارت د وېبپاڼې د راپور له مخې، په دغه هېواد کې د امریکا د پوځي حضور ارزښت د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې پر اوکراین د روسیې د برید له پیل وروسته زیات شو او د اوکرایین د جګړې پر مهال اوج ته ورسېد. په اروپا کې د امریکايي اډو د انځور د بشپړولو لپاره، باید په ترکیه کې د اینجرلیک هوايي اډې ته هم اشاره وشي. دا اډه په منځني ختیځ او د مدیترانې په سیمه کې د امریکایي ځواکونو لپاره یو له خورا مهمو ستراتیژیکو اډو ده او د امریکا د هوايي ځواکونو او هغو ټولیو کوربنه ده چې د پوځي عملیاتو ملاتړ کوي.

اروپا کې د امریکایي اډو ونډه او دنده

په اروپا کې امریکایي ځواکونه بېلابېل ماموریتونه پر غاړه لري، په حساسو سیمو کې له دفاع او د خطر له مخنیوي نیولې تر لوژستیکي ملاتړ او د ملګرو هېوادونو د ځواکونو تر روزنې پورې جلا جلا دندې دي. د بهرنیو اړیکو د شورا د څېړنیز مرکز د راپور له مخې، امریکایي ځواکونه د جرمني په بوشل هوايي اډه کې له ۱۰ تر ۲۰ د بي-۶۱ اټومي بمونو مدیریت پر غاړه لري چې په دې اډه کې ساتل کېږي. له اروپایي هېوادونو سره د امریکا د ملي ګارډ د ایالتي شرکت د پروګرام په اډانه کې، د پنسلوانیا ایالت د ملي ګارډ ځواکونه د لیتوانیا له وسله والو ځواکونو سره ګډ تمرینونه ترسره کوي. همدا ډول د امریکا د هوايي ځواک د لسمې ځانګړې ډلې یو شمېر ځواکونه اوکرایني ځواکونو ته د ځانګړو عملیاتو د ترسره کولو لپاره روزنه ورکوي.

دا روزنې په عمدي ډول په جرمني کې ترسره کېږي. له ۲۰۲۲ کال راهیسې، متحده ایالاتو له هر بل هېواده ډېر له اوکرایین سره پوځي مرسته کړې ده. دغو مرستو کې د دغه هېواد د دفاعي وړتیاو د پیاوړتیا لپاره په لویه کچه وسلې او تجهیزات په کې شامل دي. امریکایي څېړنیز مرکز ټینګار کړی چې په اروپا کې د امریکا پوځي حضور، هم اوکرایین ته د وسلو د سیسټمونو او مهماتو لېږد تر ډېره اسانه کړی او هم یې له نویو تجهیزاتو سره د کار کولو لپاره د اوکرایني سرتېرو د روزنې زمینه برابره کړې ده.

په اروپا کې مېشتو امریکایي ځواکونه په څو کټګوریو ویشل کېږي.

پرچم‌های اتحادیه اروپا و آمریکا در کنار هم، در پسزمینه پرچم‌ کشورهای دیگر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، نیروهای آمریکایی در اروپا پشتیبانی نظامی، عملیاتی، لجستیکی و آموزشی ارائه می‌کنند

اوږدمهالي مېشت ځواکونه:

په اروپایي اډو کې ثابت امریکایي ټولي شته چې په پرلپسې توګه دفاعي او عملیاتي دندې ترسره کوي او د اوږدمهاله خطر مخنیوي د جوړښت برخه ګڼل کېږي

تلونکي راتلونکي ځواکونه:

دا ځواکونه په خپل وار په سیمه کې ځای پر ځای کېږي او که څه هم په دوره‌یي ډول بدلېږي، خو د اوږدو مودو لپاره په اروپا کې پاتې کېږي چې له پوځي چمتووالي ملاتړ وکړي او د ناټو حضور پیاوړی کړي.

له اروپایي هېوادونو سره د ملي ګارډ ملګرتیا:

دا پروګرام د امریکا د ملي ګارډ د ټولیو او د اروپایي هېوادونو د پوځونو ترمنځ د دوه اړخیزې همکارۍ پر بنسټ رامنځته شوی او موخه یې د دغو هېوادونو روزنه او د پوځي وړتیا پیاوړي کول دي.

تمرینونو کې لنډ مهالي ځواکونه:

دا واحدونه د لنډو مودو لپاره اروپا ته استول کېږي چې په ګډو مانورونو او تمرینونو کې برخه واخلي او د ځواکونو د همغږۍ او عملیاتي چمتووالي په زیاتولو کې مرسته وکړي.

اروپا کې د امریکا د پوځي حضور ارزښت څه دی؟

د امریکا متحده ایالات په ټوله نړۍ کې پراخ ستراتیژیک پوځي حضور لري، هغه حضور چې ټولې وچې رانغاړي.

د نړۍ په بېلابېلو برخو کې امریکايي اډې د دغه هېواد د دفاع، ډیپلوماسۍ او بشري عملیاتو لپاره اصلي پلیټ فارمونه ګڼل کېږي.

په اروپا کې د واشنګټن پوځي حضور له دویمې نړیوالې جګړې راهیسې تر اوسه بې له ځنډه دوام لري. دا بهیر په پیل کې د جګړې په وروستیو کلونو کې د امریکایي ځواکونو د ځای پر ځای کېدو سره پیل شو او په تدریجي ډول د ناټو په اډانه کې په بېلابېلو دفاعي همکاریو بدل شو. په اروپا کې د امریکا پوځي حضور، له ستراتیژیک پلوه د دغې وچې د امنیتي جوړښت یو له اصلي ارکانو شمېرل کېږي او څو مهم هدفونه تعقیبوي. دا اهداف د احتمالي ګواښونو په وړاندې د خطر د مخنیوي او دفاع دندې رانغاړي، په ځانګړي ډول هغه ګواښونه چې ښايي له ختیځې جبهې اروپا ته پېښ شي.

په اروپا کې د متحده ایالاتو پوځي حضور له عملیاتي همغږۍ او ګډو روزنو سره د ناټو د وړتیاوو په پیاوړتیا کې مرسته کوي. د دې حضور یو بله مهمه موخه د منځني ختیځ او افریقا پر لور د اکمالاتي او عملیاتي کرښو خوندي کول او بحرانونو ته د چټک غبرګون د امکان برابرول دي، هغه څه چې د اډو د جغرافیایي پراختیا او د هغوی د پرمختللو زیربناوو له امله رامنځته شوی دی.

دا پوځي حضور له دویمې نړیوالې جګړې وروسته د اروپا د ثبات د ساتلو په هدف پیل شو او نن د دغې وچې د ډله ییز امنیتي نظام په یوه بنسټي برخې بدل شوی او لا هم له بدلېدونکو جیوپولیټیک ننګونو سره ځان برابروي.