ژوندۍ پاڼه, ټرمپ د امریکا سمندري ځواکونو ته: په هرمز تنګي کې هره ماین اېښودونکې کښتي له منځه یوسئ

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي چې خپلو سمندري ځواکونو ته یې امر کړی چې پر هرې هغې کښتۍ "ډزې وکړي او له منځه یې یوسي" چې په هرمز تنګي کې ماینونه ږدي. بلخوا د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي چې په خلیج او هرمز تنګي‌ کې د رامنځ‌ته شوې "ناامنۍ اصلي رېښه" پر دغه هېواد د امریکا او اسرائيل "تېری" دی. په همدې حال کې ایران وايي چې هرمز تنګي ته څېرمه یې دوه کښتۍ "نیولې" دي او پر یوې درېیمې بار وړونکې بېړۍ یې هم برید کړی دی. له دې سره د تېلو بیې بیا ختلې دي.

لنډیز

ژوندی پوښښ

  1. وروستی, ټرمپ د امریکا سمندري ځواکونو ته: په هرمز تنګي کې هره ماین اېښودونکې کښتي له منځه یوسئ

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، خپلو سمندري ځواکونو ته یې امر کړی چې پر هرې هغې کښتۍ "ډزې وکړي او له منځه یې یوسي" چې په هرمز تنګي کې ماینونه ږدي.

    هغه دا څرګندونې پرخپله ټولنیزه پاڼه (ټروت سوشل) کړې دي.

    ښاغلي ټرمپ لیکلي، "ما د متحده ایالاتو سمندري ځواکونو ته امر کړی چې پر هرې هغې کښتۍ، که وړې هم وي...ډزې وکړي چې د هرمز تنګي په اوبو کې ماینونه خښوي" او "هېڅ زړه‌نازړه‌ نه شئ".

    هغه همداراز ویلي چې د امریکا "ماین پاکوونکي همدا شېبه" د هرمز تنګي پر پاکولو لګیا دي.

    ټرمپ

    د عکس سرچینه، Reuters

  2. وروستی, په روانه میاشت کې د امریکا او ایران ترمنځ د سولې خبرو او اوربند په تړاو مهمو خبرونو ته لنډه کتنه:

    روانه اپرېل میلادي میاشت د امریکا او ایران ترمنځ‌ د سولې خبرو او د اوربند هوکړې ترڅنګ له ګڼو لوړو ژورو ډکه میاشت بلل شوې. په دې میاشت کې د دواړو هېوادونو ترمنځ تر اوسه څه پېښ شوي دي؟

    • اپرېل ۸: پاکستان چې د امریکا او ایران ترمنځ‌ د منځګړي رول لوبوي، د دواړو هېوادونو په منځ کې یې د دوه اوونیز اوربند اعلان وکړ. ډونلډ ټرمپ وايي چې دا پرېکړه یې په دې شرط منلې چې هرمز تنګی به بېرته پرانیستل کېږي. پاکستان او ایران وايي چې لبنان هم په دې اوربند کې شامل دی خو امریکا او اسرائيل دا خبره رد کړې ده.
    • اپرېل ۹: ایران ټينګار وکړ چې لبنان هم باید له امریکا سره د شوي اوربند برخه وګرځول شي او خبرداری یې ورکړ چې هره هغه کښتي به "په نښه او له منځه یووړل شي" چې "له اجازې پرته" له هرمز تنګي د تېرېدو هڅه وکړي.
    • اپرېل ۱۱: د امریکا د مرستیال ولسمشر جي‌ډي وېنس او د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په ګډون د دواړو هېوادونو لوړپوړو چارواکو په پاکستان کې سره وکتل. د دواړو لورو ترمنځ شاوخوا ۲۱ ساعته مذاکرات وشول خو کومې پرېکړې ته سره و نه رسېدل.
    • اپرېل ۱۲: ټرمپ د ایراني بندرونو د کلابندۍ یا محاصرې اعلان وکړ.
    • اپرېل ۱۷: د اسرائيل او لبنان ترمنځ‌ د لنډمهالي اوربند له هوکړې وروسته ایران د کم وخت لپاره هرمز تنګی پرانیست. خو وروسته یې بېرته د کښتیو د تېرېدو راتېرېدو لار وتړله او ویې چې تر هغه به یې بنده وساتي چې امریکا خپله کلابندي پای ته نه وي رسولې.
    • اپرېل ۱۹: ټرمپ وویل چې استازي به یې د خبرو اترو لپاره بېرته پاکستان ته ور وګرځي. خو داسې و نه شول ځکه چې ایران وویل چې تر اوسه یې په مذاکراتو کې د بیا ګډون پرېکړه نه ده کړې.
    • اپرېل ۲۱: ټرمپ ومنله چې اوربند په دې موخه د یوه "نامعلوم وخت" لپاره غځوي چې د دواړو لورو ترمنځ خبرې اترې دوام ومومي.

    په دې اړه د نن ورځې ځینې مهم خبرونو تر دغه خبر لاندې لوستلی شئ:

  3. وروستی, عباس عراقچي: د خلیج او هرمز تنګي‌ د "ناامنۍ اصلي رېښه" امریکا او اسرائيل دي

    عراقچي

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د ایران د بهرنیو چارو وزیر وايي چې په خلیج او هرمز تنګي‌ کې د رامنځ‌ته شوې "ناامنۍ اصلي رېښه" پر دغه هېواد د امریکا او اسرائيل "تېری" دی.

    د ایران حکومت پر اېکس‌پاڼه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې عباس عراقچي په تهران کې د جنوبي کوریا له ځانګړي استازي سره لیدلي او له هېوادونو یې غوښتي چې "د دغو بریدونو د غندنې په برخه کې یو روښانه او غوڅ دریځ خپل کړي".

    په اعلامیه کې د ښاغلي عراقچي له خولې ویل شوي چې ایران نړیوالو قوانینو ته په کتو د خپل امنیت او ملي ګټو دفاع کوي او د پایلو مسؤلیت "د یرغلګرو پر غاړه دی".

    ایران دا څرګندونې داسې مهال کوي‌ چې ویلي یې دي، هرمز تنګي ته څېرمه یې دوه کښتۍ "نیولې" دي او پر یوې درېیمې بار وړونکې بېړۍ یې هم برید کړی دی.

    له دې سره یو ځل بیا په نړیوالو بازارونو کې د تېلو بیې ختلې دي او د یوه بېلر (بېرل) اومه تېلو بیه تر ۱۰۳ امریکايي ډالرو هم اوښتې ده.

    ټرمپ کلابندي "ګټوره" خو پزشکیان د ریښتینو مذاکراتو اصلي خنډ" بللې

    پزشکیان او ټرمپ

    د عکس سرچینه، Getty Images

    په هرمز تنګي کې د ایران له لوري پر کښتیو بریدونو له تېرې ورځې راهیسې تر هغې وروسته زور اخیستی چې ډونلډ ټرمپ وویل، د "پاکستان په غوښتنه" له ایران سره اوربند غځوي خو پر ایراني بندرونو کلابندي پای ته نه رسوي.

    بل لور ته د امریکا مرکزي قوماندې (سېنټکام) هم پرون ناوخته ویلي چې د همدې کلابندۍ یا محاصرې پرمهال یې ټولټال "۳۱ بېړیو ته لارښوونه کړې چې تاو شي او یا بېرته خپلو بندرونو ته ستنې شي".

    د سپينې ماڼۍ ویاندې کارولین لیوېت ویلي چې ډونلډ ټرمپ له دې کلابندۍ "خوښ" دی او "ګټوره او بریالۍ" یې بللې ده.

    خو د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان بیا ویلي چې همدا محاصره د امریکا او ایران ترمنځ د "ريښتینو مذاکراتو" پر وړاندې "اصلي خنډ" ګرځېدلې ده.

  4. وروستی, لبنان اسرائيل تورن کړي چې په برید کې یې خبریالانې په نښه کړې دي

    امل خلیل

    د عکس سرچینه، AP

    د عکس تشریح، امال خلیل له لبنانۍ ورځپاڼې (الاخبار) سره د خبریالې په توګه کار کاوه.

    د لبنان لومړي وزیر له هغه وروسته اسرائيل په جنګي جرمونو تورن کړي چې چارواکو وویل، اسرائيلو په هوايي بریدونو کې د امال خلیل په نوم یوه لبنانۍ خبریاله وژلې او بله یې ټپي کړې ده.

    لبناني چارواکي وايي چې اغلې خلیل او زینب فراج په قصدي ډول هغه مهال په نښه شوې چې پر دوی له برید د مخه په لومړي هوايي بمبار کې هغوی ته مخامخ ولاړ موټر په نښه شو چې دوه تنه پکې ووژل شول او وروسته پر هغه کور برید وشو چې دوی پناه پکې اخیستې وه.

    امال خلیل ۴۳ کلنه وه او له لبنانۍ ورځپاڼې (الاخبار) سره یې د خبریالې په توګه کار کاوه. دې او خپلواکې عکاسې زینب فراج به یو ځای کاري سفرونه کول.

    لبنانیو چارواکو د اسرائيل دفاعي ځواکونه هم تورن کړي چې په قصدي ډول یې هغه امبولانس په نښه کړی چې غوښتل یې په (الطیري) کلي کې خبریالانو ته ځان ور ورسوي.

    اسرائیلي دفاعي ځواکونو دا رد کړې چې ګواکې سیمې ته د ژغورنې ټیمونو د رسیدو مخه نیسي او ویلي یې دي چې خبریالان یې نه دي په نښه کړي.

    دا په داسې حال کې ده چې د اسرائیل او لبنان چارواکي نن په واشنګټن کې د دویم پړاو خبرو اترو لپاره پر چمتوالي بوخت دي.

  5. وروستی, ایران یو بل تن هم د "مجاهدینو خلق سازمان کې د غړیتوب او اسرائيل ته د جاسوسۍ" په تور اعدام کړ

    قضایه قوه

    د عکس سرچینه، Iran

    د ایران قضایه قوه وايي‌ چې د سلطان علي شېرزادي په نوم یو کس یې د "مجاهدینو خلق سازمان" کې د غړیتوب او د اسرائيلو "د جاسوسۍ ادارې سره د همکارۍ" په تور نن سهار اعدام شو.

    دا خبر د ایران د قضايه قوې رسمي رسنۍ (میزان) خپور کړی او ویلي یې دي چې په دغه کس باندې د مرګ سزا "د قانوني لارو چارو تر بشپړېدو او د سترې محکمې د پرېکړې له تایید وروسته" پلې شوې ده.

    دا له پرون راهیسې په دې تور د اعدام دویمه پېښه ده.

    تېره ورځ هم دې ادارې خبر ورکړی و چې د مهدي فرید په نوم یو کس "اسرائيلو ته د جاسوسۍ" په تور اعدام شوی. دې ادارې تور پورې کړی و چې ګواکې دغه کس "موساد [د اسرائيل اسختباراتي ادارې] ته د هېواد حساس معلومات ورکول".

    د ایران د بشري حقونو ځينې سازمانونه د دغه هېواد حکومت تورنوي چې ګواکې د مرګ سزا "په ټولنه کې د وېرې خپرولو لپاره" د یوې وسیلې په توګه کاروي او وايي چې د جګړې له پیل راهیسې هلته د سیاسي بندیانو اعدامونه زیات شوي دي.

    دا اعدامونه یوازې د جګړې اړوند د "جاسوسۍ" تر توره محدود نه دي بلکې په ایران کې د تېرو تاوتریخجنو مظاهرو پرمهال ځينې نیول شوي اعتراض کوونکي هم په دې وروستیو کې اعدام کړای شوي دي.

    خو د دې اپوټه ایراني چارواکي بیا ټینګار کوي چې دا سزګانې د هېواد د قوانینو په چوکاټ کې او له "امنیتي ګواښونو" سره د مبارزې لپاره پلې کېږي.

  6. د ترکیې ولسمشر وايي، د ایران جګړه د "اروپا کمزورې کولو" پیل دی

    د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د جرمني له ولسمشر فرانک والټر شټاین مایر سره د ټیلیفوني خبرو پر مهال وویل، په ایران کې جګړه د "اروپا کمزورې کولو" پیل دی.

    د اردوغان د دفتر لخوا په ټولنیزو رسنیو کې په یوه پیغام کې ویل شوي چې دواړو مشرانو د چهارشنبې په ورځ ټیلفوني خبرې وکړې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو او په ایران او اوکرایین کې د روانو جګړو په اړه غږیدلي. پیغام کې ویل شوي:

    "ولسمشر اردوغان یادونه وکړه چې زموږ په سیمه کې جګړې د اروپا کمزورې کولو پیل کړې، او که دا رجحان له سوله ییز چلند سره حل نه شي، د جګړې د دورې له امله رامنځته شوی زیان به خورا ډېر وي".

  7. امریکا وايي، د ۳۱ بېړیو مخه یې نیولې

    د امریکا مرکزي قوماندې د چهارشنبې په ورځ ناوخته وویل، د دوی ځواکونو "د ایران پر وړاندې د محاصرې" د یوې برخې په توګه "۳۱ بېړیو ته لارښوونه کړې چې بېرته وګرځي یا بېرته بندر ته ستنې شي".

    دغه اداره وايي، ډېری بېړۍ د تیلو ټانکرونه وو او "د متحده ایالاتو له لارښوونو سره سم یې عمل کړی".

    د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان له امریکا سره د "اصلي خبرو" په لاره کې محاصره یو له "اصلي خنډونو"بللی دی. د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویټ ویلي، ډونلډ ټرمپ د محاصرې په هکله "ډاډه" دی، چې هغې "اغېزمنه او بریالۍ" وبلله.

    بل لور په همدې هکله پرایکس یوه پیغام کې، سینټکام لیکلي چې هیرو ۲او هودا، دوه ایراني بیرغ لرونکي ټانکرونه، د یوې بېړۍ په توګه له محاصرې نه دې تېر شوي، بلکې له مخنیوي وروسته د ایران په چابهار کې لنګرشوې دي.

    سینټکام وايي، یوه بله بېړۍ درنا، د هند په بحر کې د امریکا د سمندري ځواکونو د بېړۍ ویجاړونکي لخوا د محاصرې "ماتولو" له هڅې وروسته بدرګه شوه. پوځ زیاته کړه چې د امریکا پوځ "نړیوال لاسرسی" لري.

    په پیغام کې زیاته شوې:

    "امریکايي ځواکونه په ټول منځني ختیځ او شاوخوا کې محاصره پلې کوي".

  8. د امریکا سمندري ځواک وزیر استعفا وکړه

    د سمندري ځواک وزیر

    د عکس سرچینه، The San Diego Union-Tribune via Getty

    د امریکا دفاع وزارت د سمندري ځواک د وزیر جان سي فیلان استعفا اعلان کړې ده.

    د پنټاګون ویاند شان پارنیل په یوه برېښنالیک کې لیکلي چې فیلان به "سملاسي له پنټاګون کې دنده پرېږدي" خو ددې استعفا احتمالي دلیل په هکله یې څه نه دي ویلي.

    فیلان د ۱۳ میاشتو لپاره په دې مقام کې دنده ترسره کړې. د سمندري ځواک ټاکل شوې د یاد وزارت مرستیال هانګ چاو به د سمندري ځواک راتلونکی وزیر وي.

  9. ایران له توغندي وروسته نن شپه په حکومت پلوه لاریون کې ډرون نندارې ته وړاندې کړل, غونچه حبیبي ازاد-بي بي سي فارسي

    ایران

    د عکس سرچینه، Telegram/Tasnim News Agency

    د ایراني رسنیو په وینا، دایراني پوځ اوږده واټن ویشتونکي ډرون چې "ارش" نومېږي، نن شپه د تهران په یوه مرکزي څلور لارې کې د حکومت پلوه لاریون په ترڅ کې نندارې ته وړاندې شو. بل لور ایراني ډرونونه د نږدې کرج او سویلي ښار بندر عباس په لاریونونو کې هم نندارې ته وړاندې شول.

    د سخت دریځي تسنیم خبري اژانس لخوا نن شپه په تهران کې د یوې غونډې په تړاو خپره شوې ویډیو کې یوه ډله خلک ښودل شوي، چې د"مور وطنه، زه به ستا لپاره مبارزه وکړم" شعارونه ورکوي او د اسلامي جمهوریت او لبنان د حزب الله بیرغونه رپوي.

    تېره شپه، د دې لاریونونو په ترڅ کې د پلازمېنې په ګډون د ایران په څو ښارونو کې توغندي نندارې ته وړاندې شول، په یوه ویډیو کې اوریدل کېږي، چې ګډونوال په تهران کې د "مرګ پر امریکا" شعارونه ورکوي.

    دا حکومت پلوه لاریونونه د فبروري ۲۸مې نېټې د جګړې له پیل راهیسې نژدې هره ورځ د ایران په مرکزي څلور لارو کې ترسره کېږي، چې ایراني چارواکي او دولتي ټلویزیون پکې خلک د ګډون لپاره هڅوي.

    دا لاریونونه چې معمولا د شپې لخوا ترسره کېږي، نه یوازې د حکومت لپاره د خلکو د ملاتړ انځور وړاندې کوي چې خلک د اسلامي جمهوریت بیرغ رپوي، بلکې کولی شي د مخالفینو لپاره هم د شپې له پیل سره په مرکزي څلورلارو کې راټولیدل هم ستونزمن کړي.

  10. د امریکا او ایران تر منځ په ټپه ولاړ حالت او پر مذاکراتو د پاکستان ټینګار

    اسلام اباد

    د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د تېرې شپې ټروت سوشل خواله رسنۍ د پیغام له مخې د ایران امریکا او اسرائیلو ترمنځ اوربند، چې ټاکل شوې وه د چهارشنبې پر ورځ پای ته ورسېږي، لږ تر لږه دوام لري.

    د تودې جګړې پر ځای موږ د هرمز تنګي په اوږدو کې د "بندیزونو شخړه" وینو، چې دواړې خواوې د سوداګریزو بېړیو د مخنیوي او نیولو لپاره له زوره کار اخلي.

    د نړۍ له خورا مهمو سمندري لارو دې یوه لار کې وضعیت په چټکۍ سره خرابېږي. دا به ډېره د ځیرکتیا چاره نه وي، چې د هغو پېښو په تړاو وړاندوینه وشي، چې له کنټروله بهر کېږي.

    په ورته مهال اسلام اباد لاهم د سولې خبرو لپاره د ایران او امریکا استازو ته هلته د رسېدو لړ کې انتظار کوي.

    د ښار ځینې برخې تړل شوې دي، نښې نښانې لا هم برالا دي او هغه هوټل چې تمه کېده خبرې به پکې ترسره شي تش او د لوړ پوړو پلاويو بېرته راستنېدو لپاره چمتو دی، چې تمه یې کېږي.

    خو د څو ورځو له سخت انتظار وروسته فضا بدله شوې ده. تفصیل په دې ځانګړي رپوټ کې لوستلای شئ.

  11. د سپینې ماڼۍ ویانده: له امریکا سره په خبرو کې د ایران ژبه له هغه څه سره ډېر توپیر لري چې په خپلو رسنیو کې یې کاروي

    کارولین لیویټ

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویټ لږ وړاندې له خبریالانو سره د امریکا او ایران د مذاکراتو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوربند د برخلیک په تړاو خبرې وکړې.

    اغلې لیویټ وویل، په ایران کې د سخت دريځو او منځلارو ترمنځ شخړه روانه ده او د امریکا ولسمشر به اوربند ته "تر هغه وخته پورې دوام ورکړي چې د دې خلکو لخوا یو متحد ځواب نه وي ترلاسه شوی".

    هغې یادونه وکړه چې د هرمز تنګي اقتصادي عملیات او سمندري بندیز دوام لري او د ایران بندرونو ته بېړیود ننوتلو بندیز د دې هېواد اقتصاد "تر هغې کچې ټیټ" کړی چې ایران ان نه شي کولی خپلو کارکوونکو ته معاشونه ورکړي.

    له هغې وپوښتل شول، چې ایا امریکایانو ته معلومه ده، چې له چا سره خبرې کوي، هغې وویل: "هو، موږ پوهېږو چې له چا سره خبرې کوو ځکه چې زموږ د مذاکراتو ټیم له دې اکسانو سره مخامخ ناسته او خبرې کړې دي، خو هغسې چې مې وویل، د ایران په حکومت کې ډېر اختلافونه شته."

    اغلې لیویټ ټینګار وکړ چې امریکا خپلې سره کرښې څرګندې کړې دي او د وضعیت وروستی کنټرول د ډونلډ ټرمپ په لاس کې دی.

    د سپینې ماڼۍ ویاندې وویل، نه یوازې د ایران پوځي وړتیا سخته کمزورې شوې او ویجاړه شوې ده، بلکې د هرمز تنګي د سمندري محاصرې له کبله دوی له مالي او اقتصادي پلوه د ماتې په حال کې دي.

    هغې په ایراني رسنیو کې د "امریکا پر ولسمشر د ملنډو وهلو کمپاین" په اړه یوې پوښتنې ته په ځواب کې وویل، "زه رسنیو ته خبرداری ورکوم چې هغه څه چې دوی یې له ایرانه اوري جدي ونه بولي، ځکه هغه ژبه چې ایران یې له امریکا سره په خبرو کې کاروي له هغه څه سره ډېر توپیر لري چې دوی یې په خپلو رسنیو کې کاروي."

  12. وروستی, ټرمپ وايی شونې ده راتلونکو څو ورځو کې ایران سره خبرې وشي

    ډونلډ ټرمپ وايی شونې ده ایران سره د خبرو دویم پړاو تر جمعې پیل شې.

    نیویارک پوسټ ورځپاڼې لیکلې دي "پاکستاني چارواکو ورته ویلي امکان لري د ۳۶ او ۷۲ ساعتونو ترمنځ خبرې پیل شي. ورځپاڼه وړاندې لیکي کله یې چې دا خبره ولسمشر ټرمپ سره شریکه کړه په تیلیفوني پیغام کې هغه وویل" امکان لري".

    پرون ولسمشر ټرمپ ایران سره اوربند غځول اعلان کړل. هغه د دې کار هدف دهغه پر ټکو د ایران رژیم ته د یو شریک وړاندیز لپاره نور وخت ورکول دي.

    روان اوربند نن چهارشنبه ماښام پای ته رسېدونکی دی.

    ټرمپ

    د عکس سرچینه، Getty Images

  13. وروستی, د ایران او امریکا ترمنځ د روان کړکېچ په اړه د ځينو وروستیو خبرونو لنډيز

    • تېره شپه د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وویل چې د پاکستان په غوښتنه اوربند غځوي خو د ایران د بندرونو کلابندي پای ته نه رسوي. ده ادعا وکړه چې ګواکې دا کار د ایران په حکومت کې دننه د رامنځ‌ته شوې "سختې بې‌ثباتۍ" له امله کوي. خو ایراني چارواکي بیا ادعا کوي‌ چې ټرمپ له دغه کار سره غواړي چې پر ایران د "ناڅاپي برید" کولو لپاره "ځان ته وخت سپما کړي".
    • په اسلام اباد کې د بي‌بي‌سي خبریالان وايي چېپه پاکستان کې د ایران او امریکا د سولې خبرو ته هیلې په کمېدو دي. دوی وايي چې که څه هم په پلازمېنه اسلام اباد کې لا هم دې ته چمتوالی روان دی او ځينې لارې اوس هم تړلې دي خو په وینا یې، داسې برېښي چې د ډونلډ ټرمپ د اوربند غځولو او د کلابندۍ د دوام اعلان ته له تهرانه د ښکارېدونکي غبرګون نښې مثبتې نه دي.
    • بلخوا نن ځینو ایرانیو رسنیو خبر ورکړ چې سپاه پاسداران ځواکونو هرمز تنګي ته څېرمه درې بار وړونکې کښتۍ په نښه کړې دي او دوه یې "د پلټنو لپاره" د ایران سمندرغاړو ته لېږدولې دي. په دوی کې یوه د یونان او بله کښتي د متحده عرب اماراتو شرکتونو هم وه.
    • بل لور ته د ایران قضایه قوې خبر ورکړ چې د مهدي فرید په نوم یو کس "اسرائيلو ته د جاسوسۍ" په تور نن سهار په دغه هېواد کې اعدام کړای شو. دې ادارې تور پورې کړی چې ګواکې دغه کس "موساد [د اسرائيل استخباراتي ادارې] ته د هېواد [ایران] حساس معلومات ورکول". د بشري حقونو بنسټونو او مدني فعالانو په ایران کې په ځانګړي ډول له امریکا او اسرائيل سره تر جګړې وروسته، د اعدامونو پر زیاتېدو اندېښنه څرګنده کړې ده.
    • د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي ویلي چې هېواد یې د اوربند په اړه د پاکستان د غوښتنو د ځوابولو لپاره "په سیاسي صحنه کې روان پرمختګونه له نږدې څاري". د ایران دولتي خبري اژانس (ایرنا) پر ټېلیګرام په یوه خبر کې د ښاغلي‌بقايي له خولې ویلي چې ایران به د خپلو "ګټو او د ملي امنیت ساتنې لپاره اړین ګامونه پورته کړي".
  14. وروستی, د ایران د بهرنیو چارو وزارت: د خپل هېواد د ګټو ساتنې لپاره "اړین ګامونه" پورته کوو

    بقايي

    د عکس سرچینه، Reuters

    د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي وايي چې هېواد یې د اوربند په اړه د پاکستان د غوښتنو د ځوابولو لپاره "په سیاسي صحنه کې روان پرمختګونه له نږدې څاري".

    د ایران دولتي خبري اژانس (ایرنا) پر ټېلیګرام په یوه خبر کې د ښاغلي‌بقايي له خولې ویلي چې ایران به د خپلو "ګټو او د ملي امنیت ساتنې لپاره اړین ګامونه پورته کړي".

    تېره شپه د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وویل چې د پاکستان په غوښتنه اوربند غځوي او ادعا یې وکړه چې ګواکې دا کار د ایران په حکومت کې دننه د رامنځ‌ته شوې "سختې بې‌ثباتۍ" له امله کوي.

    خو ایراني چارواکي بیا ادعا کوي‌ چې ټرمپ له دغه کار سره غواړي چې پر ایران د "ناڅاپي برید" کولو لپاره "ځان ته وخت سپما کړي".

    دا چې له امریکا سره به مذاکرات روان وساتي او که نه، په اړه یې ښاغلي بقايي وویل، "د خپلو ملي ګټو او د امنیت ډاډمنولو لپاره ډېپلوماسي یوه وسیله ده او که وپوهېدو چې اوس د دې وسیلې د کارولو لپاره اړین او منطقي شرايط برابر شوي دي نو اقدام به وکړو".

  15. وروستی, ایرانۍ رسنۍ: سپاه پاسداران ځواکونو په هرمز تنګي کې ۳ کښتۍ ویشتې او ۲ نیولې دي

    کښتي

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د عکس تشریح، د (اېم‌اېس‌سي) د فرانسېسکا کښتۍ عکس چې په ۲۰۱۸ کې په جرمني کې اخیستل شوی دی.

    بي‌بي‌سي فارسي د ایران د ملي امنیت شورا اړوند رسنۍ (نورنیوز) له قوله ویلي چې د سپاه پاسداران ځواکونو په هرمز تنګي‌ کې پر درو بار وړونکو کښتیو بریدونه کړي او درې واړه اوس د ایران سمندرغاړې ته لېږدول شوې دي.

    لومړی برید:

    د برېتانیا د سمندري‌ سوداګرۍ د عملیاتو مرکز (یوکې‌اېم‌ټي‌او) ویلي چې هرمز تنګي‌ ته څېرمه د عمان د شمال ختیځ په شاوخوا ۱۵ سمندري‌ میله واټن کې د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو "وسله‌والې" کښتۍ پر یوې کانټېنر وړونکې کښتۍ ډزې وکړې. د (ايپامنونډاس) په نوم دا کښتي د یوه یوناني شرکت اړوند بلل شوې ده او ویل شوي چې په دغه برید کې د "کښتۍ د قوماندې برخې ته سخت زیان اوښتی دی".

    دویم برید:

    د (یوکې‌اېم‌ټي‌او) او د سمندري استخباراتو شرکت (وانګارډ) مرکزونو د معلوماتو له مخې، دویم برید د پاناما بیرغ لرونکې (یوفوریا) نومې کښتۍ باندې شوی چې د متحده عربي اماراتو د یوه شرکت اړوند ده. دا بار وړونکې کښتۍ د ایران د لوېديځ سمندري اوبوکې شاوخوا اته میله اوږدو کې ویشتل شوې ده. ویل کېږي چې د کښتۍ عمله خوندي ده او کښتۍ هم کوم زیان نه دی اوښتی.

    درېیم برید:

    د سمندري استخباراتو شرکت (وانګارډ) د بي‌بي‌سي وېریفای څانګې ته ویلي چې د پاناما بیرغ لرونکې (فرانسېسکا) بېړۍ د ایران له ساحله شاوخوا شپږ سمندري میله لرې هغه وخت په نښه شوه چې د هرمز تنګي له جنوبه عمان ته روانه وه. په برید کې د دې بېړۍ د زیانمنېدو رپوټونه ورکړل شوي.

    د ایران انقلابي ګارد یا د سپاه پاسداران سمندري ځواکونه وايي چې د مدیترانې د بار وړونکو کښتیو شرکت (اېم‌اېس‌سي) اړوند فرانسېسکا او ایپامنونډاس کښتۍ "ضبط" شوې او د ایران سمندرغاړو ته لېږدول شوې دي. دوی تور پورې کړی چې ګواکې دغو کښتیو "له اړینو اجازه‌لیکونو پرته فعالیت کاوه او د سمندري ترافیک له اصولو یې سرغړونه کوله".

    ایران په داسې حال کې په هرمز تنګي کې پر کښتیو بریدونو ته زور ورکړی چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له دغه هېواد سره د اوربند د غځېدو اعلان وکړ خو ویې ویل چې د هرمز تنګي کلابندي به روانه وي.

    فرانسېسکا

    د عکس سرچینه، AGUSTIN ALAPONT VIA MARINE TRAFFIC

    د عکس تشریح، د مدیترانې د بار وړونکو کښتیو شرکت (اېم‌اېس‌سي) اړوند د پاناما بیرغ لرونکې (فرانسېسکا) بېړۍ یو پخوانی عکس.
  16. وروستی, ایران: د ټرمپ اوربند "هېڅ معنا نه لري"

    د ایران یوه لوړپوړي سلاکار ویلي چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ لخوا د اوربند غځول "هېڅ معنا نه لري" او په وینا یې، دا پر ایران "د ناڅاپي برید لپاره ځان ته د وخت سپما کولو لپاره یوه دسیسه ده".

    دا څرګندونې د ایران د پارلمان مشر او له امریکا سره د مذاکراتي پلاوي د مخکښ غړي محمد باقر قالیباف سلاکار مهدي محمدي کړې دي.

    ښاغلي محمدي پرخپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د ټرمپ د "کلابندۍ دوام" له "بمبارۍ سره هېڅ توپیر نه لري" او باید "پوځي ځواب ورکړل شي".

    ده زیاته کړې چې اوس "د ایران د رامخکې کېدو وار دی".

    دا څرګندونې تر هغې وروسته کېږي چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي چې له ایران سره اوربند غځوي خو د هرمز تنګي کلابندي پای ‌ته نه رسوی.

  17. وروستی, ایران "اسرائيلو ته د جاسوسۍ" په تور یو سړی اعدام کړ

    مهدي فرید

    د عکس سرچینه، IRNA

    د ایران قضایه قوې ویلي چې د مهدي فرید په نوم یو کس "اسرائيلو ته د جاسوسۍ" په تور نن سهار اعدام کړای شو.

    دې ادارې تور پورې کړی چې ګواکې دغه کس "موساد [د اسرائيل استخباراتي ادارې] ته د هېواد [ایران] حساس معلومات ورکول".

    د ایران قضایه قوې د دغه خبر په خپرولو سره ویلي چې مهدي فرید "د هېواد د یوې حساسې ادارې د دفاعي کمېټې د مدیریت برخې مسؤل و او د مجازي فضا له لارې یې" له اسرائيل سره "اړیکه ټینګه کړې وه او څه ته چې ده لاس‌رسی درلود، له کبله یې ډېر زر د موساد د یو باور وړ کس تاييدي ترلاسه کړې وه".

    د بي‌بي‌سي فارسي د خبر له مخې، د بشري حقونو بنسټونو او مدني فعالانو په ایران کې په ځانګړي ډول له امریکا او اسرائيل سره تر جګړې وروسته، د اعدامونو پر زیاتېدو اندېښنه څرګنده کړې ده.

    دوی دا ډول قضايي بهیر او په ترڅ کې یې د داسې حکمونو صادرول د بشري حقونو ضد کار ګڼي.

    د بشري حقونو ډلې ایران تورنوي چې ګواکې د اعدام سزا په خپله ټولنه کې د خلکو ترمنځ د وېرې خپرولو لپاره عملي کوي او وايي چې د جګړې له پیل راهیسې هلته د سیاسي بندیانو اعدامونه زیات شوي دي.

    خو دا اعدامونه یوازې د جګړې اړوند د "جاسوسۍ" تر توره محدود نه دي بلکې په ایران کې د تېرو تاوتریخجنو مظاهرو پرمهال ځينې نیول شوي اعتراض کوونکي هم په دې وروستیو کې اعدام کړای شوي دي.

  18. وروستی, د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو "وسله‌والې" کښتۍ په هرمز تنګي کې پر کانټېنر وړونکې کښتۍ ډزې کړې دي

    د برېتانیا د سمندري‌ سوداګرۍ د عملیاتو مرکز (یوکې‌اېم‌ټي‌او) وايي چې د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو "وسله‌والې" کښتۍ په هرمز تنګي کې پر یوې کانټېنر وړونکې کښتۍ ډزې کړې دي.

    د برېتانیا د شاهي سمندري ځواکونو تر چتر لاندې کار کوونکي دغه مرکز همدراز ویلي چې دا پېښه د عمان د شمال ختیځ په شاوخوا ۱۵سمندري میله واټن کې رامنځته شوې ده.

    دغه مرکز زیاته کړې چې د ایران انقلابي ځواکونو "وسله‌واله کښتي" پرته له دې چې وار د مخه کوم خبرداری ورکړي، دې بېړۍ ته ورنږدې شوه او بیا یې "ډزې پرې وکړې" چې په ترڅ کې یې "د کښتۍ د قوماندې برخې ته دروند زیان واوښت".

  19. وروستی, په پاکستان کې د ایران او امریکا د سولې خبرو ته هیلې په کمېدو دي, پاول اډمز،‌ له اسلام اباده د بي‌بي‌سي د ډېپلوماتیکو چارو خبریال

    اسلام اباد کې څو موټر سایکل سپاره د یوه سړک په منځ کې پولیسو درولي دي.

    د عکس سرچینه، Reuters

    د عکس تشریح، د سولې د احتمالي خبرو اترو لپاره د چمتوالي په ترڅ کې د اسلام اباد شاوخوا سړکونه تړل شوي دي.

    ډونلډ ټرمپ مخکې په تهران کې د رژيم د بدلون خبرې کولې خو اوس وايي چې هلته د رژيم ترمنځ یو درز رامنځ ته شوی دی.

    د ایران د ډېرو لوړپوړو مشرانو تر وژل کېدو وروسته دا پوښتنه راولاړه شوې چې هلته واک اوس په اصل کې د چا په لاس کې دی او همدې د ډېپلوماسۍ بهیر لا ډېر ستوزمن کړی دی.

    که څه هم لا به وختي وي چې د ډونلډ ټرمپ د وروستي اقدام د اغېزو پایله څه راخېږي خو داسې برېښي چې له تهرانه ورته د ښکارېدونکي غبرګون نښې مثبتې نه دي.

    د ایران د پارلمان د مشر سلاکار او له امریکا سره د مذاکراتي‌ پلاوي مخکښ غړي باقر قالیباف ویلي ‌چې ټرمپ‌ د بل ناڅاپي برید لپاره وخت ته اړتیا لري.

    بلخوا د ایران د پوځ یوه ویاند یو ځل بیا خبرداری ورکړی چې که داسې څه پېښ شي نو ځواب ویلو ته به چمتو وي.

    دې هر څه سره هم‌مهاله دلته په اسلام اباد کې د خبرو اترو د بل پړاو لپاره چمتوالی روان دی او د ښار ځينې سیمې لا هم تړلې دي. خو د اوس لپاره دا هیلې کمې ښکاري چې روانه اوونۍ دې دلته کوم مذاکرات ترسره شي.

  20. ټرمپ وايي څلور ورځې وړاندې ورته ویل شوي ووچې ایران غواړي د هرمز تنګی پرانیزي

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ادعا کړې چې څلور ورځې وړاندې ورسره اړیکه نيول شوې وه او ورته ویل شوي وو چې ایران غواړي د هرمز تنګی سملاسي پرانیزي.

    پرټولنیزو رسنیو يوه پوسټ کې، ولسمشر ټرمپ ويلي، "ایران نه غواړي د هرمز تنګی بند وساتي، غواړي چې پرانيستی وي، ترڅو هره ورځ ۵۰۰ میلیونه ډالره عاید ترلاسه کړي.".

    ټرمپ زياته کړې، "دوی يوازې وايي چې غواړي دا وتړل شي، ځکه چې ما دا په بشپړه توګه کلابند او تړلی دی."

    د امریکا ولسمشر دا ادعا هم کړې چې څلور ورځې وړاندې ورته ویل شوي وو، ایران غواړي د هرمز تنګی سملاسي پرانیزي، خو وايي که دا کار وکړي، له ایران سره به هېڅ هوکړه ونشي.