پاکستان کې د ماشومانو په وینه کې سرپ څنګه ورګډېږي او ولې دا یو جدي خطر دی؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, محمد زبیر خان
- دنده, خبریال
- د لوستلو وخت: ۹ دقیقې
عامر شهزاد د پاکستان د خیبر پښتونخوا صوبې د هریپور ولسوالۍ د صنعتي سیمې حطار صنعتي سیمې ته نژدې د کلمه چوک اوسېدونکی او ورځ مزدور دی.
د هغه پنځه ماشومان اکثر ناروغه وي، خو اته کلنه لور طوبیٰ شهزادي له تېرو نژدې یو کال راهیسې له سختو روغتیایي ستونزو سره مخ ده.
له بي بي سي سره په خبرو کې عامر شهزاد وویل چې طوبیٰ مخکې روغتیايي حالت ښه و.
هغه وایي: "دا زموږ د کور رڼا وه، خو له تېر یو کال راهیسې نه پوهېږو څه وشول چې ډېره ناروغه شوه. نه له چا سره خبرې کوي، نه خاندي او لوبې کوي. مخکې به یې په ډېر شوق زدکړې کولې، خو هغه هم بندې شوې دي."
هغه زیاتوي: "ډاکټر وايي چې د هغې د مغز وده درېدلې ده. درمل یې ورکړي او ویلي یې دي چې پاکې اوبه ورکړئ، داسې خواړه او اوبه ورکړئ چې ککړتیا او (سرب/لېډ) پکې نه وي."
عامر شهزاد وایي: "موږ نه پوهېږو کومې اوبه او خواړه ککړ دي. له حکومتي نل څخه اوبه څښو او له بازاره سبزیانې اخلو".
نژدې وخت کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ادارې یونیسف او د پاکستان د فدرالي روغتیا وزارت یوه څېړنیزه راپور خپور کړی چې پکې ویل شوي د پاکستان په صنعتي سیمو کې د اوسېدونکو ماشومانو په وینه کې د سرپو لوړه کچه موندل شوې، چې دا یو جدي روغتیایي ستونزه ګرځېدلې ده.

د عکس سرچینه، unicef
د راپور له مخې د هریپور د حطار صنعتي سیمه کې د ماشومانو په وینه کې د سرپو لوړه کچه په ۸۸ سلنه ماشومانو کې موندل شوې ده، په داسې حال کې چې د اسلام آباد په څېر په نورو سیمو کې دا اندازه ډېره ټیټه ده.
د خیبر پښتونخوا د چاپېریال ساتنې ادارې د مشر محمد افسر په وینا، د دې راپور له خپرېدو وروسته له پېښوره یوه څېړنیزه ډله ټاکل شوې چې حطار ته ولاړه شي او د وضعیت ارزونه وکړي. د هغه په وینا دا ډله به بېلابېل ازموینې هم ترسره کړي.
د یونیسف او د روغتیا وزارت راپور څه وایي؟
د یونیسف او د پاکستان د فدرالي روغتیا وزارت په ګډ راپور کې ویل شوي چې په پاکستان کې د ماشومانو په وینه کې د سرپو شتون یو جدي روغتیایي خطر ګرځېدلی دی.
د راپور له مخې:
- د ۷ لویو ښارونو په لوړ خطر لرونکو سیمو کې
- د ۱۲ څخه تر ۳۶ میاشتو عمر لرونکو ماشومانو کې
- شاوخوا له هر ۱۰ ماشومانو څخه ۴ ماشومانو په وینه کې سرپ موندل شوې
دې څېړنه کې د اسلام آباد، کراچۍ، لاهور، پېښور، کوټې، راولپنډۍ او هریپور له صنعتي سیمو د ۲۱۰۰ څخه زیاتو ماشومانو د وینې نمونې اخیستل شوې دي.
د سیمو ترمنځ توپیر
راپور ښيي چې د بېلابېلو سیمو ترمنځ واضح فرق شته:
- حطار صنعتي سیمه (هریپور): ۸۸٪ ماشومان لوړ سرپ لري
- اسلام آباد: یوازې ۱٪ ماشومان
د خطر لاملونه او اغېزې
راپور زیاتوي چې دا سیمې ځکه غوره شوې چې:
- صنعتي فعالیتونه پکې ډېر دي
- د موټرو دود زیات دی
- چاپېریالي ککړتیا لوړه ده
سرپ د ماشومانو لپاره ډېر خطرناک دی، ځکه:
- د دماغ او اعصابي سیستم وده اغېزمنوي
- د زده کړې او هوښیارۍ (IQ) کچه کموي
- د تمرکز او یادښت ستونزې رامنځته کوي
- د چلند او رواني ستونزو سبب کېږي
یونیسف وایي چې ماشومان د لویانو پرتله سرپ ډېر جذبوي او د هغوی په بدن کې د دې لپاره خوندي حد نشته - حتی لږ مقدار یې هم زیانمنېدای شي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د سربو د ککړتیا احتمالي سرچینې کې صنعتي فضله مواد، د بیټریو غیر رسمي بیا رغونه (ریسایکلنګ)، د سرپو لرونکي رنګونه، ککړ مسالې او خوراک، او ځینې دودیز سینګارتوکي شامل دي.
راپور زیاتوي چې د سرپو ککړتیا یوازې د روغتیا ستونزه نه ده، بلکې یو اقتصادي بحران هم دی. د یو اټکل له مخې، دا ستونزه د پاکستان د ټول ناخالص کورني تولید ته له ۶ تر ۸ سلنه پورې زیان رسولی شي، چې دا د کلونو په حساب په میلیاردونو ډالرو برابرېږي.
د پاکستان حکومت ویلي چې دا موضوع یې د ملي روغتیا لومړیتوب ګرځولې او ژمنه یې کړې چې د ماشومانو د سرپو له خطره د ساتنې لپاره به اقدامات وکړي. په دې کې څارنه، قانون جوړونه او د روغتیایي پروګرامونو پیاوړتیا شامل دي.
یونیسف هم سپارښتنه کړې چې حکومت دې یو ملي عمل پلان جوړ کړي، د سرپو سرچینو باندې دې سخت کنټرول ولګوي، د ماشومانو په وینه کې د سرپو منظمې معاینې دې پیل کړي او د خلکو د پوهاوي کچه دې لوړه کړي څو ماشومان له دې خطرناکه زهره خوندي شي.
ډاکټر محسن رضا ترابي وایي چې د حطار په سیمه کې د ۷۷ ماشومانو نمونې اخیستل شوې دي. د هغه په وینا یوازې دوه ماشومان سخت ناروغه وو چې درملنه یې شوې ده. هغه زیاتوي چې د ملي عمل پلان هدف دا دی چې تر ۲۰۴۰ پورې پاکستان او صنعتي سیمې له سرپو پاکې شي. همدارنګه یو وړاندیز دا هم دی چې د صنعتي سیمو د کارګرانو استوګنځي له صنعتي ساحو بهر انتقال شي.
هغه دا هم ادعا کوي چې د ماشومانو د سرپو د خپرېدو یوه مهمه وجه دا ده چې د صنعتي فابریکو کارګران له کار وروسته په هماغو کالیو کې کور ته ځي، چې له همدې لارې ککړتیا خپلو کورونو او ماشومانو ته انتقالوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د راپور له مخې د څېړنې پر مهال یوازې د ماشومانو د وینې نمونې نه، بلکې نورې بېلابېلې طبي او ټولنیزې ارزونې هم ترسره شوې دي. په دې کې د ماشومانو د قد او وزن اندازه کول، د لومړني عمر ذهني او فزیکي وده ارزول، د خوراک او ټولنیز-اقتصادي وضعیت سروې، او د اوبو نمونې معاینه کول شامل وو.
د پایلو له مخې د بېلابېلو سیمو او ښارونو ترمنځ د سرپو په کچه کې څرګند توپیر لیدل شوی دی.
تر ټولو لوړه کچه
تر ټولو لوړه اوسط اندازه د هریپور د حطار په سیمه کې ثبت شوې
هلته د ۸۸٪ ماشومانو په وینه کې سرپ له ۵ مایکروګرامه في ډیسي لیټره لوړه وه
نور ښارونه
کراچۍ:
اوسط کچه: ۴.۱ مایکروګرامه/ډیسي لیټر
شاوخوا ۳۰.۶٪ ماشومانو کې له ۵ څخه لوړه کچه
کوټه:
اوسط کچه: ۳.۲ مایکروګرامه/ډیسي لیټر
۲۴٪ ماشومانو کې له ۵ څخه لوړه کچه
لاهور، پېښور او راولپنډۍ:
کچه نسبتاً ټیټه: ۱.۱ تر ۱.۹ مایکروګرامه/ډیسي لیټر
اسلام آباد:
تر ټولو ټیټه کچه: اوسط ۰.۱۱ مایکروګرامه/ډیسي لیټر
د ماشومانو روغتیایي وضعیت
راپور ښيي چې په ټولیز ډول:
- ۲۸.۹٪ ماشومان له شدیدې خوارځواکۍ سره مخ وو
- ۳۹.۴٪ د ودې ځنډ لري
- ۳۵.۶٪ کم وزن لري
- ۵۵.۷٪ د وینې کمښت (انیمیا) لري
کراچۍ او لاهور کې د انیمیا کچه تر ټولو لوړه وه (په ترتیب سره ۶۳٪ او ۶۶٪).
راپور څرګندوي هغه ماشومان چې په وینه کې یې د سرپو کچه له ۱ مایکروګرامه/ډیسی لیټره لوړه وه:
- ډېر یې کم وزن لري
- د ودې ستونزې لري
همدارنګه ویل شوي چې سرپ د ماشومانو د دماغي ودې او چلند پر سیستم منفي اغېز لري، چې د زده کړې، تمرکز او ذهني وړتیاوو کمښت رامنځته کولی شي.
راپور او د عامر شهزاد په وینا، د ماشومانو په وینه کې سرپ له څو بېلابېلو سرچینو راځي، په ځانګړي ډول له چاپېریالي او صنعتي ککړتیا څخه.
اصلي سرچینې:
۱. صنعتي فابریکې
- د سیمټو فابریکې
- د بیړیو (بریټ/بیټرۍ) کارخانې
- نور صنعتي یونټونه
د دې فابریکو ککړه فاضله مواد او لوګي د سرپو لویه سرچینه ګڼل کېږي.
۲. د بیټریو غیر رسمي ریسایکلنګ
راپور وايي چې تر ټولو لوی خطر د زړو بیټریو غیر خوندي بیا رغونه ده، په ځانګړي ډول په هریپور او کراچۍ کې. په دې پروسه کې سرپ په هوا، خاوره او اوبو کې خپرېږي.
۳. ککړې اوبه
په ځینو سیمو کې د اوبو پایپونه له صنعتي سیمو تېرېږي، او د ککړتیا خطر زیاتوي.
مثال: د حطار لیبر کالوني کې د اوبو په یوه نمونه کې د سرپو کچه ۵۰ مایکروګرامه فی لیټر ثبت شوې چې د خوندي حد نه څو برابره لوړه ده.
۴. خوراکي او کورني وسایل
راپور کې ویل شوي چې:
- سرپ لرونکي رنګونه
- ځینې المونیم لوښي
- رنګه پلاستیکي لوښي (د ماشومانو لپاره)
ځینې مسالې لکه هلدي (کورکمن) کې د سرپو د ګډېدو احتمال شته.
۵. چاپېریالي ککړتیا
- صنعتي سیمو ته نژدې کورونه
- د ډېر ټرافیک لرونکو سړکونو څنګ ته اوسېدل دا هم د دوامداره خطر مهم لاملونه دي
راپور ښيي چې په راولپنډۍ، هریپور او کراچۍ کې تر ۸۸٪ تر ۹۷٪ ماشومان داسې سیمو کې ژوند کوي چې یوازې ۱–۲ کیلومتره لرې د سرپو د لویو سرچینو دي.
سرپ د ماشومانو بدن ته تر ډېره له صنعتي ککړتیا، ککړو اوبو او غیر خوندي ریسایکلنګ لارې داخلېږي او همدا درې یې تر ټولو لویې او ثابتې سرچینې ګڼل کېږي.

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
حطار صنعتي سیمه کې د سرپو او نورو درنو فلزاتو په اړه بېلابېلو ساینسي څېړنو او علمي ژورنالونو ښودلې چې هلته چاپېریالي ککړتیا یو حقیقي او مستند شوی ستونزه ده.
د پاکستان په دې صنعتي زون کې یوې مهمې څېړنې کې د خاورې بېلابېل نمونې تحلیل شوې، چې پکې څرګنده شوه د صنعتي فضلاتو، په ځانګړي ډول د کپړو او نورو فابریکو د فاضله موادو له امله په خاوره کې د سربو او نورو درنو فلزاتو کچه لوړه شوې ده.
څېړنه وایي چې دا ککړتیا تر ډېره په هغو سیمو کې لیدل شوې چې هلته صنعتي فاضله مواد یا ککړې اوبه د کرنې لپاره کارول کېږي، خو له فابریکو لرې سیمو کې دا کچه نسبتاً ټیټه ده.
همدارنګه یوه بله ساینسي مطالعه ښيي چې د حطار صنعتي سیمې شاوخوا اوبو او خاورې کې موجود درانه فلزات د انسان د روغتیا لپاره خطر جوړوي او د دې اصلي لامل صنعتي اخراج او د فضله موادو ناسمه مدیریت ده. راپور زیاتوي چې ځینې ځایونه د چاپېریالي او روغتیایي خطر له معیارونو هم اوښتي دي.
په یوه تازه څېړنه کې دا هم معلومه شوې چې د حطار شاوخوا کرنیزو ځمکو کې د ککړو اوبو له لارې درانه فلزات فصلونو ته انتقالېږي، چې پکې سرب هم شامل دی. دا وضعیت د خوړو د زنجیر له لارې د انسان بدن ته د دې موادو د داخلېدو خطر زیاتوي.
"ډاکټران د سرپو د معلومولو اسانتیا نه لري"
عامر شهزاد وایي: "موږ غریب خلک یو، زموږ په سیمه کې ډېر نور ماشومان هم کمزوري او بېحال دي. موږ نه وخت لرو او نه پیسې چې ډاکټر ته لاړ شو".
د آغا خان پوهنتون د عامې روغتیا پروفیسر ډاکټر ظفر فاطمي وایي:
"پاکستان کې عموماً ډاکټران د ماشومانو په وینه کې د سرپو د معلومولو لپاره اسانتیا نه لري."
د هغه په وینا یوازې محدود لابراتوارونه دا ازموینې کولی شي. هغه زیاتوي:
- سرپ یوازې د کیمیاوي تحلیل له لارې معلومېږي
- ډاکټران اکثره د نښو پر بنسټ درملنه کوي، نه د اصل علت پر بنسټ
- دا درملنه اوږدمهاله اغېز نه لري
- هغه وایي چې سرب ممکن تر ۶–۷ کلونو پورې هېڅ ښکاره نښې ونه لري. وروسته دا:
- له وینې هډوکو ته ځي
- هلته زېرمه کېږي
- او ورو ورو د ماشوم روغتیا خرابوي
ډاکټره فاطمي وایي هر کال په نړۍ کې شاوخوا ۱۰ لکه ماشومان د سربو له امله مري، خو په پاکستان کې دقیق شمېر نه شته.
هغه زیاتوي چې پرمختللو هېوادونو کې د صنعت له لارې د سربو کارول تر ډېره کنټرول شوي، خو په پاکستان او ورته هېوادونو کې دا ستونزه لا هم شته.
حل لاره
د هغې په وینا یوازېنۍ دوامداره حل لاره دا ده چې:
- د سرپو کارول سخت کنټرول شي
- واضح قوانین جوړ شي
- او د هغو عملي پلي کېدل یقیني شي

د عکس سرچینه، Getty Images
د LEP پاکستان مشر عابد حسین وايي اوس مهال په ټول هېواد کې د فدرالي روغتیا وزارت په همکارۍ یو کمپاین روان دی، چې هدف یې د سرپو تولیدوونکو صنعتونو کې د پوهاوي لوړول دي.
د هغه په وینا، تر اوسه د رنګ (پینټ) جوړولو په صنعت کې د سربو کارول تر ډېره حده ختم شوي دي او په نورو صنعتي څانګو کې هم دا هڅې روانې دي.
سرب څه شی دی او له کومه راځي؟
سرپ (Lead) یو زهرجن دروند فلز دی چې په بېلابېلو صنعتي پروسو کې پیدا کېدای شي او چاپېریال ته خپرېږي. دا تر ډېره له لاندې سرچینو راځي:
- د بیټریو جوړول او بیا ریسایکلنګ
- سرب لرونکي رنګونه
- د سیمټو او ساختماني صنعت
- فلزاتو ویلې کول
- ځینې کیمیاوي او کیبل فابریکې
څنګه چاپېریال ککړوي؟
په غیر رسمي او غیر خوندي صنعتي پروسو کې سرپ:
- د لوګي له لارې هوا ته خپرېږي
- د دوړو په بڼه ځمکه ککړوي
- د فاضله اوبو له لارې اوبو ته ننوځي
- او د جامد فضله موادو له لارې خاوره ککړوي
- د انسان روغتیا ته خطر
کله چې سرپ د انسان بدن ته ننوځي، په ځانګړي ډول ماشومانو کې:
- د دماغ وده اغېزمنوي
- د حافظې کمزوري رامنځته کوي
- عصبي سیستم زیانمنوي
- د زدکړې او تمرکز ستونزې زیاتوي
سرپ یو داسې صنعتي ککړوونکی دی چې که کنټرول نه شي، د هوا، اوبو او خوراک له لارې انسانانو ته رسېږي او تر ټولو ډېر زیان یې ماشومانو ته وي.

















