تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
BBC News, پښتو - کور پاڼه
ژوندۍ پاڼه, د ایران او امریکا ترمنځ د پاکستان په منځګړیتوب "درې اړخیز مستقیم" مذاکرات روان دي
د پاکستان دولتي سرچینو بيبيسي ته ویلي چې په اسلام اباد کې د دوی په کوربتوب د امریکا او ایران د مرکچي پلاوو ترمنځ "درې اړخیزې مخامخ" خبرې اترې روانې دي. مخکې ویل شوي وو چې دا خبرې اترې د پاکستان په منځګړیتوب په غیر مستقیم ډول ترسره کېږي.
مهم خبرونه
جیډي وېنس چې له ایران سره خبرو کې د امریکايي مرکچیانو مشري کوي، څومره پېژنئ؟
د امریکا مرستیال ولسمشر جیډي وېنس له بدلونونو سره نا اشنا نه دی. هغه په بېوزلۍ کې رالوی شوی، خو د حقوقو ییل ښوونځی یې لوستی او وړاندې تر دې چې سیاست او د محافظهکاره ارزښتونو ملاتړ ته مخه کړي، د کلیفورنیا په سلیکان دره کې یې د ټېکنالوژۍ د برخې له اشرافو سره ناسته پاسته کړې ده. وېنس د سمندري ځواکونو پخوانی سرتېری دی، چې په عراق کې یې د پوځي ژورنالیست په توګه دنده ترسره کړې ده.
څنګه په سفر کې د معدې د درد مخه ونیسو؟
بهرنیو هېوادونو ته سفر کول هغه څه دي چې ښايي موږ ډېر ورته په تمه یو. دا یو فرصت دی چې له ورځني تکراري ژونده ووځو، نوي ځایونه وګورو، بېلابېل خواړه وڅکو او داسې کارونه وکړو چې په عادي ډول یې د کولو موکه نه لرو.
د تېلو بیو لوړېدو امریکا کې انفلاسیون دوو کلونو کې تر ټولو لوړې کچې ته ورساوه
په تېره میاشت کې په متحده ایالاتو کې انفلاسیون (د بیو لوړوالی) نږدې د تېرو دوو کلونو تر ټولو لوړې کچې ته ورسید. دا زیاتوالی د تېلو د بیو د لوړېدو له امله دی چې له ایران سره د امریکا او اسرائیلو د جګړې له امله رامینځته شوی او اوس یې پر ټول اقتصاد اغېزه کړې ده.
'هرات کې ناپېژاندو وسله والو لږ تر لږه ۱۲ ولسي وګړي په ډزو وژلي'
د طالبانو حکومت چارواکو ویلي هرات کې پر ولسي وګړو د ناپېژاندو وسله والو برید کې شمېر کسان مړه او ژوبل شوي دي. بي بي سي ته یوې سرچینې ویلي ۱۲ مړي روغتون ته وړل شوي.
د امریکا او ایران خبرې: د اختلاف پنځه مهم ټکي څه کېدلی شي؟
امریکا او اسرائیلو سره د ایران د اوربند د خبرو اترو لپاره په ټاکل شوي ځای کې ټول چمتووالی بشپړ شوی او امنیتي کسان په خپلو ځایونو کې تیارسۍ ولاړ دي. د ښار دننه د سړک غاړې په ژیړ او تور رنګ تازه رنګ شوې دي. په اسلام اباد کې د مېلمنو د هرکلي لپاره ټول تدابیر نیول شوي دي.
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
"زوی مې پر درواغجنو ژمنو باور وکړ او طبي درملنه یې پرېښوده"
د کندهار د پنجوایي ولسوالۍ اوسېدونکی حبیب الله د خپل ۳۵ کلن زوی تر مرګ دوه کاله وروسته له بيبيسي سره خبرو کې وویل؛ زوی یې د درملنې لپاره یو داسې کس ته لېږلی و، چې ادعا یې کوله پر روحاني درملنه یې ګڼ خلک د سرطان او تلسیمیا یا د وینې کمښت له ناروغیو ژغورلي دي.
یونان راتلونکی کال له ۱۵ کلونو د کمعمره کسانو لپاره ټولنیزې رسنۍ بندوي
یونان اعلان کړی چې د راتلونکي کال له جنورۍ میاشت به له ۱۵ کلونو د کم عمره کسانو لپاره ټولنیزو رسنیو ته د لاسرسي محدودیت پلان عملي شي. د دغه هېواد چارواکو ویلي، د دې ګام موخه په ځوانانو کې د مخ پر زیاتېدونکي اضطراب یا روحي فشار او د خوب د ستونزو حلول دي. دوی همداراز وايي، ددغه ګام هدف د هغه څه مخنیوی دی چې دوی یې د ټولنیزو رسنیو روږدي کوونکی جوړښت بولي. له دې سره به دا وروستی اروپايي هېواد شي چې ټولنیزو شبکو ته د کم عمره کسانو لاسرسی محدودوي.
د ایران لپاره اوربند څه معنا لري او راتلونکي کې به څه کېږي؟
یوازې همدا څو ورځې وړاندې د تهران ښاروالۍ کې د اسلامي جمهوریت سخت دریځو مسوولینو د پلازمېنې په یوه له ګڼې ګوڼې ډکه څلور لارې کې یو لوی بینر ځوړند کړ، چې پرې لیکلي وو:"د هرمز تنګی به تړلی پاتې شي."
د ندا کیسه: ماشومتوب کې وتښتول شوه او ۱۲ کاله وروسته وموندل شوه
داسې وانګېره چې یوه ورځ راویښ شې او ومومې هغه نوم چې کلونه پرې پېژندل کېدې، ستا اصلي نوم نه دی؟ او هغه کسان چې ته ورسره لوی شوی یې، ستا کورنۍ نه ده؟
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۱۲ اپریل ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۱۱ اپریل ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۱۱ اپریل ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
واورئ, پښتو تلویزیون, ۱۳:۳۰, ۱۱ اپریل ۲۰۲۶, ۲۸،۰۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.