چین د امریکا لخوا د ایراني بندرونو کلابندي وغندله
چین د امریکا لخوا د ایراني بندرونو کلابندي غندلې ده او دا یې "خطرناکه او نامسوولانه" بللې ده.
د چین د بهرنېو چارو وزارت ویاند ګیوجیکون خبرداری ورکړی دی چې دا کلابندي به یواځې" ترینګلتیا زیاته او له وړاندې د اوربند کمزوری اوربند به له ستون سره مخامخ کړي".
یو خبري کانفرانس ته ده وویل چې" دا یوخطرناک او نا مسولانه چلن دی".
ده هغه راپورونه هم رد کړل چې ګوا کې چین ایران ته "د نوي دفاعی سستم " استولو ته چمتووالی نیسي او په وینا یې دا خبره هیڅ حقیقت نه لري. له دې راپورو وروسته ولسمشر ټرمپ ګواښ کړی که چین تهران سره پوځي مرستې وکړي امریکا به یې په سوداګریزو توکو ۵۰ سلنه تعرفې لوړې کړي.
د چین د بهرنېو چارو وزارت ویاند وویل، " که امریکا دا د د تعرفو لوړولو لپاره د پلمې په توګه وکاروي موږ به هم پاخه خوابي ګامونه اخلو".
تفصیل په دې ځانګړي رپوټ کې لوستلای شئ.