د ایران او امریکا ترمنځ د مستقیمو مذاکراتو لومړی پړاو مثبت بلل شوی, افتخار خان بي بي سي اسلام اباد
د ایران او امریکا ترمنځ د مذاکراتو لومړي پړاو چې د پاکستاني چارواکو په حضور کې دوه نیم ساعته دوام وکړ، پای ته
رسېدلی دی.
د پاکستان د پوځ دوو چارواکو بي بي سي ته تایید کړې چې په دې مذاکراتو
کې پاکستاني منځګړي هم حاضر وو. د یوې سرچینې په وینا، لومړنۍ خبرې "مثبتې" وې.
تر اوسه دا روښانه نه ده چې جې ډي وینس او قالیباف هم مخامخ لیدلي او که
نه.
همدارنګه تایید شوې چې درې اړخیزې خبرې به له یوې لنډې دمې وروسته، بېرته پیل شي.
تر دې وړاندې رویټرز راپور ورکړی و چې د مذاکراتو مشري د پاکستان د
پوځ مشر جنرال عاصم منیر کوله.
وروستی, امريکا د درې اړخیزو خبرو پخلی وکړ او د امریکایي پلاوي په اړه یې نور معلومات ورکړ
د سپینې ماڼۍ یو جګپوړی چارواکی تاییدوي چې د امریکا او ایران د پلاوو
ترمنځ له پاکستان سره مخامخ درې اړخیزې خبرې روانې دي.
تر دې وړاندې د پاکستان حکومتي سرچینو هم بي بي سي ته ورته خبره کړې
وه.
دغه چارواکي د خبرو خونه کې دننه د
امریکایي لوري د ګډونوالو په اړه نور جزییات هم ورکړي دي. دوی وایي چې اصلي پلاوی،
له مرستیال ولسمشر جې ډي وانس، ځانګړي استازي سټیو ویټکوف او د ټرمپ له زوم جیرډ
کوشنر جوړ دی.
د دې جګپوړي چارواکي په وینا، په امریکایي پلاوي کې د ملي امنیت
سلاکار انډریو بیکر او د اسیا د چارو سلاکار مایکل وانس هم شامل دي.
دغه چارواکی
زیاتوي چې په بېلابېلو برخو کې امریکایي متخصصین هم په اسلام اباد کې دي او ځینې نور متخصصین له واشنګټن ډي
سي د دوی ملاتړ کوي.
اسلاماباد کې د ایران سفیر: باید وکتل شي چې امریکا د پاکستان د منځګړیتوب هڅو ته درناوی کوي که نه
په پاکستان کې د ایران سفیر رضا امیر مقدم،
اسلام اباد کې د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو په درشل کې ویلي، اسلام اباد نن د
"ایران د ملت پر وړاندې د یوې غیرقانوني جګړې" پای ته رسولو لپاره د
دېپلوماتیکو هڅو کوربه دی.
هغه پر خپله اېکس پاڼه ولیکل: "دا جګړه
نه یوازې دا چې د ایران د ملت او تمدن پر وړاندې یو څرګند جنایت ګڼل کېږي، بلکې د
سیمې او نړۍ امنیت یې هم له خطر سره مخامخ کړی دی."
د ایران سفیر همدا راز د پاکستان د
منځګړیتوب پر رول په ټینګار سره ویلي، "باید وکتل شي چې متحد ایالتونه د
کوربه هېواد د منځګړیتوب هڅو ته درناوی کوي که نه؟"
وروستی, د پاکستان په منځګړیتوب د ایران او امریکا ترمنځ "درې اړخیز مخامخ" مذاکرات روان دي
د پاکستان
دولتي سرچینو بيبيسي ته ویلي چې په اسلام اباد کې د دوی په کوربتوب د امریکا او
ایران د مرکچي پلاوو ترمنځ "درې اړخیزې مخامخ" خبرې اترې روانې دي.
مخکې ویل شوي وو چې دا خبرې اترې د پاکستان
په منځګړیتوب په غیر مستقیم ډول ترسره کېږي.
وروستی, ټرمپ د خبرو له پیلېدا سره هممهاله وايي ایران د"شدیدې ماتې حال کې دی"
د عکس سرچینه، Reuters
د
امریکا ولسمشر ډ،نلډ ټرمپ د اسلاماباد
کې د خبرو له پیل سره هممهاله اعلان کړی چې ایران په دې شخړه کې "په شدت د ماتې په حال کې دی".
ټرمپ په
خپله
خواله رسنۍ ټروت سوشل یوه پوسټ
کې ادعا کړې چې رسنۍ "خوښوي ووایي ایران
ګټونکی دی، خو د هغه په وینا، ټول پوهېږي چې ایران بایلونکی دی - او هغه هم په څرګند ډول".
"د هغوی سمندري ځواک له منځه تللی، هوايي ځواک
یې ویجاړ شوی، د هوايي دفاع سیستمونه تقریباً له منځه تللي، رادارونه یې کار نه
کوي، د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو فابریکې تر ډېره له خپلو توغندیو او ډرونونو
سره یو ځای ویجاړې شوې دي او تر ټولو مهم دا چې د هغوی پخواني مشران نور ژوندي نه
دي؛ الحمدلله! "
وروستی, د امریکا او ایران ترمنځ غیرمستقیم مذاکرات پیل شول
د ویډیو تشریح، د امریکا او ایران ترمنځ غیرمستقیم مذاکرات پیل شول
د پاکستان پلازمېنه اسلاماباد کې د ایران او امریکا د پلاوو ترمنځ
خبرې اترې پیل شوې دي.
د پاکستان رسمي سرچینو بيبيسي ته
ویلي چې دا خبرې نن له
ماسپښین وروسته په څلورو بجو پیل شوې، خو دا لا روښانه نه
ده چې د لیدنې څرنګوالی څه ډول دی.
په رسمي ډول تر اوسه کوم بیان نه دی
خپور شوی، خو حکومتي سرچینو بيبيسي اردو ته ویلي چې پاکستاني چارواکي هڅه کوي د
ایران او امریکا د پلاوو ترمنځ مخامخ خبرې برابرې کړي.
د سرچینو په وینا، په لومړي پړاو کې
به د دواړو هېوادونو ترمنځ پیغامونه د پاکستاني چارواکو له لارې تبادله کېږي، او
که مثبت پرمختګ وشي، نو خبرې به مخامخ هم ترسره شي.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د اپرېل په اتمه پر ټروت اعلان کړی و چې له شهباز شریف او عاصم منیر سره د خبرو پر بنسټ، پر ایران د بمباریو او بریدونو لړۍ د دوو اونیو
لپاره ځنډوي.
د امریکا د ولسمشر له خوا ایران ته ورکړل شوې مهلت د پای ته رسېدو په
درشل کې و او هغه مخکې خبرداری ورکړی و چې "نن شپه به ټوله
تمدن له منځه ولاړ شي."
نوموړي له ایران څخه څو ځله
غوښتنه کړې وه چې د هرمز تنګی پرانیزي او ګواښ یې کړی و چې که دا کار ونه کړي،
ایران به "د ډبرو زمانې ته ستن کړي."
ایراني پلاوي ټینګار کړی و تر هغه چې په
لبنان کې اوربند ټینګ نه شي او د ایران کنګل شوې شتمنۍ بېرته ازادې نه شي، چې خبرې پیل شوې نه وي.
د بي بي سي خبریال افتخار خان د هغو خبریالانو په ډله کې دی چې اسلام اباد کې د امریکا او ایران د مذاکراتو خبري پوښښ ته ورغلي دي.
دلته د دواړو لورو د غوښتنو غورچاڼ راته وايي.
وروستی, د امریکا او ایران خبرې: د اختلاف پنځه مهم ټکي څه کېدلی شي؟
د پاکستان د لومړي وزیر دفتر په یوه بیان کې ویلي چې شهباز شریف هیله
څرګنده کړې چې دا خبرې به په سیمه کې د دوامدارې سولې پر لور د یوه مهم پړاو په
توګه عمل وکړي.
دا لیدنه تر هغه وروسته شوې چې د ایران یو پلاوي هم له شهباز شریف سره
جلا غونډه کړې وه، لکه څنګه چې زموږ د جنوبي اسیا خبریال مخکې راپور ورکړی و.
د عکس سرچینه، IRNA
وروستی, د ایران دولتي ټلویزیون وایي که د تهران شرطونه پوره نه شي، خبرې لغوه کېدای شي
د مطلب په اړه جزییات
Author, سروش نګاهداری
دنده, بي بي سي مانیټورینګ
په اسلاماباد کې د ایران دولتي
ټلوېزیون IRINN یوه
خبریاله په ژوندۍ بڼه راپور ورکوي چې که د ایران له مخکې ټاکل شوي شرطونه پوره نه
شي، نو خبرې اترې لغوه کېدای شي.
هغې ویلي چې له هغو مذاکراتو وتل چې
د ایران "ګټې، غوښتنې او سرې کرښې" نه مراعتوي، ان د هغو چارواکو په
وینا چې دا ډول سیاست "قاطع ډیپلوماسي" بولي، یو ډول "لاسته راوړنه" ګڼل کېدای شي.
تر دې مخکې د سهار په راپور کې ویل
شوي وو چې د ایران پلاوی به لومړی د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره وګوري
او له هغه وروسته به د امریکا له پلاوي سره د احتمالي خبرو جزئیات روښانه شي - چې اوس دا
لیدنه شوې ده.
د ایران دولتي رسنۍ پر خپلو شرطونو، سرې کرښې او د
امریکا پر کم باور ټینګار کوي او دا استدلال وړاندې کوي چې ایران په دې وضعیت کې
قوي دریځ لري او که شرطونه یې ونه منل شي، نو له خبرو پرته هم پر خپله لاره تللی
شي.
وروستی, محمد باقر قالیباف: امریکا باید د مذاکراتو له پیل مخکې د ایران د شتمنیو کنګل کېدو پر بندیز موافقه وکړي
د مطلب په اړه جزییات
Author, ازاده مشیري
دنده, د سوېلي اسیا خبریاله
د عکس سرچینه، Getty Images
د عکس تشریح، محمد باقر قالیباف
د ایران د پارلمان مشر
او د ایراني پلاوي مخکښ محمد باقر قالیباف ویلي، له امریکا سره له خبرو وړاندې
باید د ایران د شتمنیو د کنل کېدو پر لغوه کولو موافقه وکړي.
ښاغلی قالیباف ټینګار کړی چې دا ګام د خبرو د پیل لپاره مهم شرط دی.
په همدې حال کې، له ایرانه داسې راپورونه ورکړل شوي چې ګواکې دا اقدام شوی،
خو تر اوسه د امریکا له لوري په رسمي ډول نه دی تایید شوی.
وروستی, د پاکستان له لومړي وزیر سره د ایراني پلاوي لیدنه
په اسلاماباد کې رسنیو راپور ورکړی
چې ایراني پلاوي د محمد باقر قالیباف او عباس عراقچي په مشرۍ د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف لیدلي.
تر اوسه د ایراني پلاوي او پاکستاني
چارواکو ترمنځ د دې لیدنې جزییات نه دي خپاره شوي.
د ایران دولتي خبري اژانس ویلي چې
په دې لیدنه کې به "د ایران او امریکا د مذاکراتو جزییات ټاکل کېږي".
ټاکل شوې چې د امریکا مرستیال ولسمشر جې ډي وینس هم په جلا توګه د پاکستان له لومړي وزیر
سره وګوري.
وروستی, اسلام اباد کې د ایران او امریکا د سولې مذاکرات
د ویډیو تشریح، اسلام اباد کې د ایران او امریکا ترمنځ مذاکرات
د ایران او امریکا
ترمنځ د خونړیو بریدونو کابو یوه نیمه میاشت پوره کېږي. اوس د پاکستان اسلام اباد
کې د سولې مذاکراتو کې سره جرګه شوي.
ټاکل شوې چې وینس نن
وروسته له ایران سره خبرې وکړي او په دې بهیر کې به د امریکا ځانګړی استازی سټیو ویټکاف او
جارډ کوشنر هم ورسره وي.
ویس او د هغه
مذاکراتي ټیم پرون له امریکا پاکستان ته روان شوي وو او له تګ نه مخکې یې
خبریالانو ته ویلي وو چې "د خبرو اترو ته په تمه دی"، خو خبرداری یې ورکړی و که "ایران
وغواړي له موږ سره لوبې وکړي"، نو پایلې به یې جدي وي.
اسلام اباد کې د ایران او امریکا تر منځ د خبرو پیل ته چمتوالی روان دی
ټاکل شوې نن شنبه د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې د ایران او امریکا تر منځ د سولې خبرې پیل شي.
د ایران مرکچي پلاوی د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف په مشرۍ تېره شپه اسلام اباد ته ورسېد او د امریکا مرستیال ولسمشر جې ډي وینس په مشرتابه د امریکا پلاوی پاکستان ته پر لار دی.
نور جزیات له اسلام اباده د بي بي سي خبریال افتخار خان په دې رپوټ کې.
د ویډیو تشریح، اسلام اباد کې د ایران او امریکا تر منځ د خبرو پیل ته چمتوالی روان دی
د ملګرو ملتونو عمومي منشي له ایران او امریکا وغوښتل چې د سولې خبرې له "ښه نیت" سره پیل کړي
د ملګرو ملتونو سازمان عمومي منشي، انتونیو ګوتېرش د امریکا او ایران ترمنځ د سولې خبرو هرکلی کړی او پر دواړو خواوو یې غږ کړی چې دا خبرې له "ښه نیت" سره پیل کړي.
د جمعې په ورځ د ملګرو ملتونو په رسنیزه غونډه کې، د عمومي منشي ویاند سټېفن دوجاریک وویل چې ښاغلی ګوېترش "پر ښکېلو خواوو غږ کوي چې له دې دیپلوماتیک فرصته ګټه واخلي او په ښه نیت سره د یو دوامدار او هر اړخیز تړون لپاره کار وکړي، چې تاوتریخوالی راکم او د جګړې بیا پیل مخه ونیول شي."
دوجاریک زیاته کړه: "عمومي منشي بیا ټینګار کوي چې د نړیوالو شخړوله سوله ییز حل پرته بله عملي لاره نشته، او دا باید د نړیوال قانون، په ځانګړي ډول د ملګرو ملتونو د منشور، سره سم ترسره شي."