چین د امریکا لخوا د ایراني بندرونو کلابندي وغندله

د عکس سرچینه، Anadolu via Getty Images)
- Author, عبدالله الهام
- دنده, بي بي سي
- د لوستلو وخت: ۲ دقیقې
چین د ایران پر بندرونو د امریکا کلابندي غیر مسؤلانه او خطرناک ګام بللی. د ملګرو ملتونو سمندري ادارې چارو هم ویلي، چې هیڅ هېواد پر هغو سمندري لارو چې د نړیوال ترانزیت لپاره کارېږي د بېړیو د تګ راتګ بندولو قانوني حق نه لري.
امریکا پر دوشنبې وروسته له هغې دا بندیز پلی کړ چې تېره اونۍ یې له ایران سره د سولې خبرې ناکامې شوې. ایران وړاندې له دې تر ډېره دا حیاتي اوبیزه لاره تړلې وه.
د ایران پر بندرونو د امریکا د کلابندۍ له پلي کېدو وروسته د چین بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د واشنګټن دا کړنې خطرناکې دي او اوسنی اوربند یې له منځه وړي.
ولسمشر ټرمپ ویلي چې هغه د دې بندیز امر ځکه کړی چې ایران خپلو اټومي هیلو پریښودو او د هرمز تنګي د بشپړ بندیدو پای ته رسولو ته اړ کړي.
شنونکي وايي دا اقدام پر چین هم د فشار لپاره ډیزاین شوی چې تهران د تنګي پرانیستلو ته وهڅوي. چین د ایراني تیلو ترټولو لوی پیرودونکی دی.
اخوا د ملګرو ملتونو د سمندري خوندیتابه ادارې ویلي چې هیڅ هیواد پر هغو سمندري لارو چې د نړیوال ټرانزیت لپاره کاېږي، د کښتیو د تګ راتګ د بندولو قانوني حق نه لري.
دا څرګندونې ایران او امریکا دواړو ته راجع شوې. د دې ادارې عمومي منشي، ارسینیو ډومینګیز، بي بي سي ته وویل چې دواړه هېوادونه یو خطرناک دود رامنځته کوي:
''پیغام له لومړي سره بشپړ روښانه و چې د شخړې کمول او ډيپلوماسي د وړاندې تګ لاره ده. دا شخړې او دا رنګ غچ اخیستونکي ګامونه چې څومره دوام کوي په فارس خلیج کې له شل زرو ډېرو بندو پاتې بېړیو او په ټوله نړۍ کې هر هغه چا ته چې له اقتصادي پلوه زیانمنېږي اندېښنې ډېروي.''

د عکس سرچینه، EPA
د امریکا مرستیال ولسمشر جې ډي وینس هم د ایران حکومت د هرمز تنګي په لویه کچه تړلو له امله په هغه څه تورن کړ چې ده ورته "اقتصادي تروریزم" ویلی.
امریکا د دوشنبې په ورځ هغه کلابندي پیل کړه چې دوی یې د ایران بندرونو ته د کښتیو د تګ راتګ مخنیوي بندیز بولي.
دا داسې مهال دي چې د انرژۍ نړیوالې ادارې (IEA) ویلي چې په منځني ختیځ کې د ګډوډۍ له امله د نړۍ د تېلو د تقاضا او عرضې په وړاندوینو کې لوی کمښت راوستی.
اټکل کیږي چې په ۲۰۲۶ کال کې به د تېلو نړیواله تقاضا په ورځ کې ۸۰,۰۰۰ بیرله راټیټه شي، چې دا د تېرې میاشتې د وړاندوینو برعکس ده چې د ۶۴۰,۰۰۰ بیرله زیاتوالي وړاندوینه یې کړې وه.
د انرژۍ نړیواله اداره دا تمه هم لري چې سږکال به د تېلو عرضه په ورځ کې ۱.۵ ملیونه بیرله راټیټه شي، په داسې حال کې چې تېره میاشت د ۱.۱ ملیونه بیرله زیاتوالي وړاندوینه شوې وه. دا له کوویډ-۱۹ وروسته ترټولو سخت کمښت دی.
دا په داسې حال کې ده چې د مارچ په میاشت کې د تېلو په نرخونو کې ترټولو لوی میاشتنی زیاتوالی راغلی، چې د دې ادارې په وینا دا "په تاریخ کې د تیلو د عرضې ترټولو سخت ټکان" دی.


















