د طالبانو حکومت: پنجشیر کې یوې چورلکې د ناستې پر مهال ټکر کړی

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان په پنجشیر کې ځایي چارواکو بي بي سي ته تائید کړې چې په دغه ولایت کې د دوی يوې چورلکې "د کېناستو پر مهال یوې غرنۍ ډبرې سره ټکر کړی دی."
د پنجشیر د والي ویاند وایي سیف الدین لټون وایي، په پېښه کې "الوتکه لږ زیامنه شوې ده."
خو پرون پنجشنبه د پرځېدلي افغان جمهوریت د لومړي مرستیال امرالله صالح په مشرۍ "زرغون بهیر" په نامه د طالبانو حکومت یوې مخالفې ډلې پر اېکس یوه ویناپاڼه کې ادعا کړې وه چې دا چورلکه دوی "رانسکوره" کړې وه.
دوی دا ادعا هم کړې وه چې دې پېښه کې د پیلوټانو په ګډون د طالبانو حکومت درې کسان ټپیان شوي دي.
دغه ډلې چې تېر کې د کوم جګړییز فعالیت ډېر څه نه دي خپاره کړي ویلي چې "په هند کې جوړه شوې چیتا چورلکه، چې طالبانو کاروله، د ماښام په ۷:۱۵ بجو په یوه عملیات کې رانسکوره شوې ده."
خو د طالبانو حکومت بیا وایي، ستونزه تخنیکي وه او په نامناسب ځای کې د ناستې له امله دا پېښه شوې ده.
تر دې مهاله نه د طالبانو حکومت او نه هم د دوی مخالفانو د دې چورلکې انځورونه خپاره کړي دي.
د کابل شمال کې پنجشیر، یو مهال د طالبانو د مخالفو ډلو یو مهم مرکز یادېده. په ۱۹۹۰ کلونو د طالبانو مهم مخالف قومندان احمد شاه مسعود تر ډېره همدغلته پایېده. هغه مهال پنجشېر په اداري واحدونو کې د پروان ولایت یوه ولسوالي وه چې وروسته د امریکا په مشرۍ د لوېدیځو هېوادونو په ملاتړ جمهوري دولت کې د ولایت په توګه په یوه ځانګړي اداري واحد بدل شو.
په ۲۰۲۱ کال کې هغه مهال چې د طالبانو حکومت ځواکونه کابل ته ننوتل، ترې درې اوونۍ وروسته یې پر پنجشیر ولکه وکړه.
که څه هم د طالبانو حکومت وايي، اوسمهال هلته هېڅ ډول مخالفه جبهه نشته خو د حالت کنټرول لپاره د طالبانو حکومت د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو ګڼ سرتېري مېشت دي.
د بي بي سي خبریال یما بارز چې تېر کال یې دغه ولایت ته سفر کړی و، ویلي وو چې سخت امنیتي تدبیرونه او پر هسکو د طالبانو حکومت د سرتېرو امنیتي څوکۍ دغه ولایت کې د ترینګلتیا او ډېر پام شاهدي ورکوي.



















