حماس وايي د دې غورځنګ د مشر خلیل الحیة زوی له 'اسرائیلي بریدونو' ژوندی وتلی

خليل الحية
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

د فلسطیني حماس غورځنګ یوه مشر باسم نعیم ویلي، چې د غورځنګ د سیاسي دفتر د مشر خلیل الحیه زوی د جمعې په ورځ د "اسرائیلي پوځ د ترور له هڅې" ژوندی پاتې شوی دی.

نعیم د رویټرز خبري اژانس ته زیاته کړه، چې عزالدین الحیه او کورنۍ یې د جمعې په سهار وختي په یوه هوايي برید کې ژوندي پاتې شوي دي. د حماس سرچینو ویلي، چې د عزالدین د مېرمنې په ګډون څو کسان ټپیان شوي، خو مرګ‌ژوبله نه ده اوښتې.

نعیم وویل، عزالدین چې په ۱۹۹۷ کال کې زېږېدلی، د خلیل الحیه یوازینی ژوندی پاتې زوی دی؛ ځکه اسرائیلي ځواکونو د هغه څلور نور زامن وژلي دي. نوموړي زیاته کړه، چې د وژل شویو زامنو د یوه زوی کورنۍ هم د جمعې په برید کې له خطره ژغورل شوې ده.

حماس په یوه اعلامیه کې ویلي، چې اسرائیلي پوځ پر یوه استوګنیز اپارتمان برید کړی او دغه برید یې د اسرائیلو د دفاع وزیر اسرائیل کاتس له هغو ګواښونو سره تړلی، چې د خلیل الحیه پر ضد یې کړي وو.

حماس اسرائیل تورن کړی، چې غواړي په غزه کې د ۲۰۲۵ کال د اوربند تړون کمزوری کړي. دغه غورځنګ ویلي، چې اسرائیل د خپلو پرله‌پسې بریدونو د پایلو بشپړ مسؤولیت پر غاړه لري.

نعیم د اسرائیل له‌خوا د حماس د سیاسي دفتر د مشر خلیل الحیه پر وروستي زوی، د هغه پر کورنۍ او همدارنګه د شهید عزام الحیه پر کورنۍ د جمعې په سهار وختي د غزې په ښار کې د برید هڅه "د دولتي ترهګرۍ" په توګه وبلله.

د خلیل الحیه څلور زامن په اسرائیلي بریدونو کې وژل شوي دي. یو یې د مې په میاشت کې او بل یې د ۲۰۲۵ کال په سپټمبر کې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د حماس پر مشرانو د اسرائیلي برید پر مهال وژل شوی و.

نور دوه زامن یې د غزې د جګړې له پیل څخه مخکې وژل شوي وو. دغه جګړه د ۲۰۲۳ کال په اکتوبر کې پر جنوبي اسرائیل د حماس له برید وروسته پیل شوه.

د یادونې وړ ده، چې الحیه، چې د تېر جولای په میاشت کې د حماس د عمومي مشر په توګه ټاکل شوی و، په قطر کې د ترسره شوي هوايي برید پر مهال د ترور له یوې هڅې څخه په معجزانه ډول ژوندی پاتې شوی و.

همدارنګه، الحیه د پنجشنبې په ورځ، په غزه کې د اسرائیلي بریدونو له امله د لږ تر لږه ۱۰ کسانو تر وژل کېدو وروسته، د احتمالي غچ اخیستنې خبرداری ورکړ.

د اسرائیلي بریدونو دوام

د فلسطینیانو یوه ډله د غزې د تړانګې په شمال کې، د جبالیا په سیمه کې د بیر النعجه په سیمه کې د یوه ملکي موټر پاتې شوني ګوري، چې د ۲۰۲۶ کال د نومبر په ۲۷مه د اسرائیلي بې‌پیلوټه الوتکې په برید کې په نښه شوی و. په دغه برید کې یو فلسطینی وژل شوی او څو نور ټپیان شوي دي.
د عکس تشریح، د فلسطینیانو یوه ډله د غزې د تړانګې په شمال کې، د جبالیا په سیمه کې د بیر النعجه په سیمه کې د یوه ملکي موټر پاتې شوني ګوري، چې د ۲۰۲۶ کال د نومبر په ۲۷مه د اسرائیلي بې‌پیلوټه الوتکې په برید کې په نښه شوی و. په دغه برید کې یو فلسطینی وژل شوی او څو نور ټپیان شوي دي.

مرستندویانو ویلي، چې د جمعې په ورځ په غزه کې د اسرائیلو په دوو جلا هوايي بریدونو کې پنځه فلسطینیان وژل شوي دي.

طبي سرچینو رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې په لومړي برید کې د رفح په ښار کې درې فلسطینیان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي. د اسرائیلي پوځ ویاند ویلي، چې پوځ درې وسله‌وال په نښه کړي، خو په دې اړه یې نور جزئیات نه دي ورکړي.

په ورته وخت کې، فلسطیني امداد رسوونکو ویلي، چې په دویم برید کې دوه کسان وژل شوي، چې د غزې په ښار کې د "بې‌پولې ډاکټرانو" سازمان د دفتر د ساتونکو په توګه یې دنده ترسره کوله.

اسرائیلي پوځ د شنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د «بې‌پولې ډاکټرانو» سازمان په یوه کلینیک کې یې د حماس غورځنګ دوه "ترهګر" وژلي دي. دغه ادعا د بشري مرستو د دغه سازمان غوسه راپارولې ده.

د "بې‌پولې ډاکټرانو" سازمان تایید کړه، چې وژل شوي دواړه کسان د دغه سازمان ساتونکي وو، او د برید د مسؤولینو د محاسبې غوښتنه یې وکړه. سازمان ویلي، چې په غزه کې د دوی د وژل شویو کارکوونکو شمېر ۱۷ ته رسېدلی دی.

"بې‌پولې ډاکټرانو" سازمان د دغې وژنې په اړه خپله «ژوره خواشیني او حیرانتیا» څرګنده کړه او پر سازمان یې د "مستقیم برید" غندنه وکړه.

دغه سازمان په اېکس (X) ټولنیزه شبکه کې ټینګار وکړ:

"زموږ پر ودانیو د بې‌پولې ډاکټرانو د سازمان نښې په څرګند ډول لګېدلې دي. د ودانیو موقعیت اسرائیلي پوځ ته ورکړل شوی و او هغه پرې خبر و."

د روغتیا نړیوال سازمان عمومي مشر، ټېډروس ادهانوم غیبریسوس، هم په اېکس کې ویلي:

"په غزه کې پر روغتیايي مرکزونو، روغتیايي کارکوونکو او بشري مرستندویانو بریدونه وحشتناک او د نه منلو وړ عملونه دي."

اسرائیلي پوځ د یوه روغتون په نښه کول یا روغتیايي زیربناوو ته زیان رسول رد کړل.

دغه پوځ په ټیلیګرام کې په یوه اعلامیه کې زیاته کړه، چې دا "د حماس ترهګر غورځنګ له نړیوالو سازمانونو څخه د نفوذ اخیستلو یو بل مثال دی."

اسرائیل خپلو بریدونو ته دوام ورکوي او وايي، چې هدف یې حماس غورځنګ دی؛ خو دغو بریدونو د ګڼ شمېر ملکي وګړو د وژل کېدو لامل هم شوي دي. د اوربند پراخ تړون، چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ملاتړ ورسره دی، نه دی توانېدلی چې تاوتریخوالی ودروي یا د حماس بې‌وسلې کېدل تضمین کړي.

د فلسطیني او اسرائیلي شمېرو له مخې، د ۲۰۲۵ کال په اکتوبر کې د اوربند له تړون راهیسې لږ تر لږه ۱۶۰۰ فلسطینیان او پنځه اسرائیلي سرتېري وژل شوي دي.

اسرائیلي ځواکونه د غزې د تړانګې شاوخوا دوه پر درېیمه برخه تر خپلې ولکې لاندې لري. د اوربند د پیل پر مهال یې د غزې تر نیمایي زیاته برخه کنټرولوله. په ورته وخت کې، حماس د غزې د تړانګې د ساحلي سیمې په اوږدو کې د ځمکې یوه تنګه برخه تر خپل کنټرول لاندې لري.

له ۲۰۲۳ کال راهیسې پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې تر ۷۴ زرو ډېر فلسطینیان وژل شوي دي. دغو بریدونو د لوږې بحران رامنځته کړی، د غزې ټول اوسېدونکي یې بې‌ځایه کړي او څېړونکو او د ملګرو ملتونو په یوه څېړنه کې دغه کړنې د نسل‌وژنې تر کچې رسېدلې بللې دي.

اسرائیل د نسل‌وژنې تورونه ردوي او وايي، چې د ځان د دفاع په موخه یې اقدام کړی دی؛ ځکه د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په میاشت کې د حماس په مشرۍ وسله‌والو پر اسرائیل په برید کې ۱۲۰۰ کسان وژلي او تر ۲۵۰ ډېر کسان یې یرغمل کړي وو.