ماهرنګ بلوڅ ته د بشري حقونو یوه نړیواله جایزه ورکړل شوې؛ له زندانه یې په تازه لیک کې څه لیکلي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, نورګل شفق
- دنده, بيبيسي، لندن
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۴ دقیقې
د بلوڅانو یووالي کمېټې مشرې ماهرنګ بلوڅ له زندانه په یوه خپاره کړي لیک کې ادعا کړې چې په پاکستان کې لا هم د "بلوڅانو د وژلو او جبري ورکولو" لړۍ روانه ده او له نړیوالو یې غوښتي چې پر سیاستونو کې دې د بشري حقونو خوندیتوب ته لومړیتوب ورکړي.
دغه پرانیستی لیک اغلې بلوڅ ته منسوبې اېکسپاڼې پرون چهارشنبه (لیندۍ ۴/نومبر ۲۵) خپور کړی دی.
ماهرنګ بلوڅ په دغه لیک کې د تېر په څېر یو ځل بیا پاکستانۍ ادارې تورنې کړې دي چې ګواکې له بلوڅانو یې حقونه تروړلي، بېځایه کېدو ته یې اړ کړي، په جبري ډول یې ورکوي، وژنيیې او په ناقانونه ډول یې په بېلابېلو تورونو زندانونو ته اچوي.
هغې ویلي چې په ټوله نړۍ کې "د حکومتونو ترمنځ د شخړو، جګړو، اشغالونو او د سیاسي او اقتصادي ګټو بیه عادي انسانان پرې کوي" او په وینا یې، "له فلسطینه تر بلوچستانه" یې عام خلک تر ټولو ډېر قرباني شوي دي.
دې ویلي چې "په داسې حالاتو کې د نړیوالو مدني ټولنو، د بشري حقونو سازمانونو، روڼ اندو او باوجدانه وګړو مسؤلیت دی چې د بشري حقونو ساتنه د دولتونو له ټولو سیاسي ګټو او هدفونو لوړه وګڼي او لومړیتوب ورکړي".
که څه هم د پاکستان حکومت د اغلې بلوڅ دې څرګندونو ته تازه غبرګون نه دی ښودلی. خو د ۲۰۲۵ کال په مارچ میاشت کې د بلوڅانو په یوه لاریون کې تر مرګژوبلې اوښتو وروسته ماهرنګ بلوڅ د پياېماو قانون له مخې له څو نورو ښځينه او نارینه بلوڅ فعالانو سره ونیول شوه چې تر ننه په زندان کې ده.
پياېماو د پاکستان داسې قانون دی چې پر بنسټ یې هر هغه کس د امنیتي ادارو له لوري نیول کېږي چې دوی یې د "عامهنظم ګډوډوونکي" او "خلکو ته ګواښ پېښوونکي" وګڼي.
خو په خپله ماهرنګ بلوڅ او د بلوڅانو یووالي کمېټې غړي وايي چې دوی چا ته ګواښ نه پېښوي او د "خپلو حقونو" د ترلاسه کولو لپاره "سولهييزه مبارزه" کوي.
ولې د اېډلسټم جایزې وړ ګڼل شوې؟

د عکس سرچینه، @MAHRANGBALOCH5
ډاکټرې ماهرنګ بلوڅ له زندانه دغه پرانیستی لیک د ۲۰۲۶ کال د بشري حقونو د نړیوالې جایزې "اېډلسټم پرایز" ترلاسه کولو په مناسبت خپور کړی دی.
اغلې بلوڅ لیکلي، "په داسې حالاتو کې د اېډلسټم جایزې ترلاسه کول یوازې یو ویاړ نه دی بلکې دا ثابتوي چې د بلوچستان غږ ریښتنی دی؛ هغه غږ چې په پرلهپسې ډول خاموش کړای شوی. زه د جایزې له تنظیموونکو او غوراوي پلاوي منندویه یم چې د دې لپاره یې موږ دې جایزې ته وټاکلو چې زموږ د غورځنګ هڅې او په بلوچستان کې له بشري حقونو روانې سرغړونې په نړیواله کچه ښکاره کړي".
د دې په وینا، دا "په بلوڅ غورځنګ پورې د تړلې هرې کورنۍ، سیاسي کارمن، هرې مور، خور او د هر هغه کس لپاره ویاړ دی چې له دومره ډېرو ظلمونو، جبر، بندیخانو او ریاستي فشارونو سره سره بیا هم د خپلو حقونو ترلاسه کولو لپاره سولهييزه مبارزه کوي. دا د هغو ټولو لپاره ویاړ دی چې خپل عزیزان او د زړه ټوټې یې له لاسه ورکړې دي او له کورونو بېځایه شوي دي. خو دوی بیا هم د انصاف او برابرۍ ترلاسه کولو غوښتنې نه لاس نه اخلي".
د "اېډلسټم" جایزې نوم د هارالډ اېډلسټم له نومه اخیستل شوی چې یو سویډنی ډیپلومات و او له زورزیاتي سره د مخ خلکو لپاره په هلوځلو مشهور و.
د اغلې بلوڅ جایزه به څوک ترلاسه کوي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
په سویډن کې د "اېډلسټم" جایزې ادارې هم په دې اړه په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې ډاکټرې ماهرنګ بلوڅ ته یې ځکه د ۲۰۲۶ کال دا جایزه ورکړه چې په "فوق العاده زړورتیا" سره د هغو خلکو د "حق او عدالت لپاره مبارزه کوي چې د "جبري ورکېدو ښکار شوي دي".
په خبرپاڼه کې همداراز راغلي چې د دې جایزې د ورکړې مراسم به د راروانې ډسمبر میاشتې پر درېیمه نېټه د سویډن په سټاکولم کې ترسره شي، خو دا چې اغلې بلوڅ دمګړۍ په زندان کې ده او پر عمري بند محکومه شوې، نو په استازیتوب به یې میر بلخ شېر دا جایزه ترلاسه کړي چې له ماهرنګ سره د بلې زندانۍ بلوڅ فعالې بیبو بلوڅ ورور دی.
په پام کې وه چې د ۲۰۲۵ کال د مارچ میاشتې له لاریونونو وروسته به د دوی دواړو په ګډون بلوڅ فعالان له زندانه خوشي شي خو د بلوچستان ایالتي حکومت یوې محکمې یې څو ځله د توقیف موده وغځوله.
ډاکټرې ماهرنګ بلوڅ ته د عمري بند سزا شاوخوا شپږ میاشتې مخکې (چنګاښ لومړۍ/جون ۲۲) د بلوچستان په کوټه کې د ترهګرۍ ضد محکمې واوروله.
د بښنې نړیوال سازمان په ګډون بېلابېلو بنسټونو د پاکستان حکومت دا کار "ناعادلانه" وګاڼه او د اغلې بلوڅ د "ژر تر ژره" خوشي کولو غوښتنه یې وکړه خو اوس یې پر بندي کېدو تر یونیم کال هم ډېره موده اوړي.
هغه او د صبغت الله شاهجي په ګډون د دې کمېټې ځينې نور فعالان د ۲۰۲۴ کال په جولای کې په ګوادر کې د احتجاج پر مهال د یوه امنیتي کس په وژنه تورن شوي دي.
ویل کېږي په هغه احتجاجي پرلت کې د شبیر په نوم یو امنیتي کس په ډبرو له لګېدو وروسته مړ شو او د هغه د وژل کېدو قضیه د دوی پر ضد ثبت شوې وه.
مدافع وکیل یې ویلي چې هغه کس د ادعا له مخې، د ګڼېګوڼې پرمهال په ډبرو لګېدلی او مړ شوی او کوم قصدي عمل نه و.






















