د روسیې خپلې شمېرې ښيي چې له اوکرايين سره جګړه کې یې شاوخوا نیم میلیون کسان وژل شوي

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
بيبيسي ته د روسیې حکومت د شمېرو تر شننې وروسته معلومه شوې چې په ۲۰۲۲ کې له اوکرايين سره د جګړې له پیل راهیسې د دې هېواد لږترلږه ۴۹۰ زره ۳۳۴ روسي سرتېري وژل شوي دي.
د روسیې د احصايې فدرالي ادارې (روسټاټ) افشا شوي معلومات ښيي چې پر اوکرايين د یرغل له امله روسیې ته څومره دروند انساني زیان اوښتی او د دې جګړې څومره درنه بیه پرې کوي.
هغه جګړه چې ولاديمير پوتین فکر کاوه چې یوازې څو ورځې به دوام وکړي، اوس دا ده پنځه کلنه کېږي.
د بيبيسي روسۍ څانګې له ۲۰۲۱ کاله تر ۲۰۲۶ پورې هلته وروسته له هغه د مرګونو تر ۱۱ میلیون زیاتو ثبت شوو شمېرو ته لاسرسی پيدا کړی چې د بېلاروس او د اوکرايين ځينو هېکرانو یا سایبري بریدګرو یې سېسټمونه هېک او دا شمېرې ډاګیزې کړې.
د روسیې د احصایې ادارې هم اعتراف کړی و چې سایبري یا انټرنېټي برید پرې شوی خو دا خبره یې رد کړې وه چې ګواکې د دې ادارې محرم معلومات دې افشا شوي وي.
د بيبيسي روسۍ څانګې د روسیې له خپلواکې رسنۍ (میډيازون) سره په ګډه د (روسټاټ) شمېرې له خپل هغه تایید شوي نوملړ یا لېست سره پرتله کړې دي چې د نظامي مرګونو په اړه دی او پر اوکرايين د روسیې د یرغل له پیل راهیسې له بېپرې سرچینو اخیستل شوي ارقام پکې ځای شوي.
په دې پرتلنه کې جوته شوې چې شاوخوا ۹۰ سلنه ریکارډونه یې سمون سره لري.
پوځي کارپوهان اټکل کوي چې د بيبيسي له لوري د څه باندې ۲۹۰ زره مړینو هغه لېست چې شمېرې یې له رسمي رپوټونو، ټولنیزو رسنیو، نوو قبرونو او شناختو راټولې شوې دي، د اصلي مرګژوبلې له ۴۵ تر ۵۵ سلنې برخه جوړوي. په دې حساب په دې جګړه کې د روسیې د وژل شوو کسانو شمېر له ۵۲۷ زره ۲۹۵ نه تر ۶۴۴ زره ۴۷۱ پورې رسېدلی شي.
دا ثبت شوي ارقام ښيي، په ۲۰۲۵ کې چې په روسیه کې د ۱۸ او ۲۴ کلنۍ ترمنځ څومره کسان مړه شوي دي، د هغوی له ډلې یې ۶۵ سلنه کسانو خپل ژوند په همدې جګړه کې بایللی دی. همداراز د هغو شمېر ۵۹ سلنه ښودل شوی چې عمرونه یې د ۲۵ او ۳۴ کلونو ترمنځ وو او په دې جګړه کې وژل شوي دي. خو یوازې د ۴۵ او ۵۴ کلونو ترمنځ عمر لرونکو کسانو د مړینې لامل طبعي مرګ یا د زړه ناروغۍ یادې شوې دي.
واړه کلي او دروند زیان

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
دا معلومات د اوکرايين په ځينو ځانګړو سیمو کې هم د اوښتي زیان کچه په ډاګه کوي.
شاوخوا ۲۰ زره روسي سرتېري د اوکرايين د لسو کلیو د ولکه کولو په جګړه کې وژل شوي؛ په داسې حال کې چې د هغو کلیو ټوله ابادي په ګډه تر جګړې مخکې شاوخوا ۱۲ زره تنه وه.
د دونېڅک سیمې د باخموت ښار په جنوب کې د اندریوکا په نوم د یوه واړه کلي د نیولو پرمهال ۱۱۲۲ روسي سرتېري وژل شوي دي. په هغه کلي کې تر جګړې مخکې یوازې ۷۴ تنه اوسېدل.
روسیه د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې د جګړې له پیل راهیسې د خپلو تلفاتو رسمي شمېرې نه ډاګیزې کوي. همداراز دوه کاله مخکې د روسیې د احصایې فدرالي ادارې (روسټاټ) "د بهرنیو لاملونو" له کبله د مړینې شمېرو خپرول بند کړل. دا هغه معلومات وو چې د پوځي مرګژوبلې د کچې اټکل لپاره کارول کېدل.
د اوکرايين له لوري په دې جګړه کې د وژل شوو کسانو شمېر وروستی ځل د ۲۰۲۶ کال په جولای میاشت کې په خپله د اوکرايين ولسمشر ولوديمر زیلېنسکي اعلان کړ چې شاوخوا ۵۰ زره تنه و.
خو د "یواې لاس" په نوم یوې ناپېژانده وېبپاڼې د پرانیستو سرچینو پر استناد د خپل چمتو او خپاره کړي لېست له مخې دا شمېر ۱۱۵ زره ۹۵۲ تنه ښودلی دی.
له افغانستان سره یې پرتلنه

د عکس سرچینه، AFP
د (روسټاټ) شمېرو د تحلیل له مخې، لږترلږه ۵۰۱۷ تنه بهرنيان هم د هغو کسانو په ډله کې دي چې د روسیې لپاره په جګړه کې وژل شوي دي. په دوی کې یې ۱۰۳۱ تنه اوزبکستانیان او ۷۲۰ تاجکستانیان هم شامل دي. موږ له دې شمېرو د روسیې په ملاتړ وژل شوي اوکرايينیان او ملکي وګړي ایستلي دي خو پورته ارقام د اټکل له مخې دي ځکه چې د معلوماتو په زېرمه کې ځينې هغه کسان هم روسان حسابل شوي چې دوهګونی تابعیت لري.
په احصایو کې د شمالي کوریا وګړو هېڅ حواله نه شته چې په ۲۰۲۴ کې دې د روسیې په ملاتړ جګړه کې وژل شوي وي.
ښايي د روسیې دا افشا شوي معلومات او شمېرې بشپړې نه وي خو د بيبيسي روسۍ څانګې له خپلو موندنو سره یې پرتلنه د پاموړ ارزښت لري.
دا شمېر په یوه داسې جګړه کې روسیې ته د اوښتې مرګژوبلې لویه کچه په ډاګه کوي چې له شاوخوا څلورو کلونو او لسو میاشتو تېرېدو وروسته لا هم روانه ده. د اوکرايين جګړه د شوروي اتحاد پر مهال پر افغانستان له یرغل سره هم پرتله کېږي چې په ۱۹۸۹ کې پای ته ورسېده.
د اټکل له مخې، په هغه شاوخوا لس کلنه جګړه کې د "سرو لښکرو" نږدې ۱۵۰۰۰ سرتېري او کم زیات یو میلیون ملکي وګړي ووژل شول.





















