د عمران خان د ملاتړو لاریون کوم ځای ته رسېدلی؟

د پي‌ټي‌ای لانګ مارچ
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د خېبر پښتونخوا اعلیٰ وزیر سهیل اپریدي د پېښور په بخشي پله سیمه کې د پاکستان تحریک انصاف (پي‌ټي‌ای) د لاریون (لانګ مارچ) ګډونوالو ته د وینا پر مهال د پېښور له خلکو مننه وکړه چې د دوی په لاریون کې یې پراخ ګډون کړی.

هغه خپله دا ژمنه هم تکرار کړه چې په چارسده او صوابۍ کې به د لاریون د راتلونکې پلان مهمې برخې اعلان کړي.

سهیل اپریدي وویل د دوی لاریون د پېښور له یوه سره بل سر ته رسېدلی، خو د خلکو په ولولو، جذبې او ګډون کې هېڅ کمښت نه دی راغلی.

د خیبرپښتونخوا اعلی وزیر وویل چې په چارسده کې د لاریون د راتلونکې تګلارې او پلان یوه برخه اعلان کړي او له ګډونوالو یې وغوښتل چې دغه پلان په غور واوري.

هغه زیاته کړه: له چارسدې وروسته به په صوابۍ کې وروستی پلان وړاندې شي، چې د مخالفانو له سترګو به خوب وتښتوي."

نوموړي د لاریون له ګډونوالو وغوښتل چې خپل نظم وساتي او راتلونکو پړاوونو ته بشپړ چمتو واوسي.

د تحریک انصاف ګوند د ملاتړو لاریون
د عکس تشریح، د تحریک انصاف ګوند د ملاتړو لاریون د اکتوبر ۴مه له لکي مروته پیل شوی

د یادونې ده چې جمعه په پاکستان کې د پخواني‌ لومړي وزیر عمران خان د ملاتړو لخوا د پیل شوي لاریون (لانګ مارچ) شپږمه ورځ ده.

د اکټوبر ۴مه له لکي‌مروته د دغه پیل شوي لاریون کاروان، چې د خیبرپښتونخوا اعلی وزیر سهیل اپریدی یې مشري کوي، پرون (پنجشنبه) پېښور ته ورسېد.

هغه تېره ورځ هم د لاریون ګډونوالو ته ویلي‌ وو، چې نن (جمعه) به په چارسده کې ورسره د لاریون د راتلونکي پړاو د پلان یوه برخه شریکه کړي.

د لاریون ګډونوال د عمران خان د ازادېدو غوښتنه کوي.

سهیل اپریدي اعلان کړی چې دوی اسلام اباد ته د تګ هوډ لري.

خو د پاکستان کورنیو چارو وزیر محسن نقوي اعلان کړی چې د لاریون ګډونوالو به پلازمېنې ته د ننوتلو اجازه ورنه کړل شي.

هغه زیاته کړې، چې تحریک انصاف ګوند ته په پلازمېنه کې د خلکو د ژوند او کاروبار د ګډوډولو اجازه نه شي ورکول کېدای.

د پاکستان مرکزي حکومت لا له وړاندې د اسلام اباد پر لور ځینې غځېدلې لارې په کانټینرونو تړلې دي
د عکس تشریح، د پاکستان مرکزي حکومت لا له وړاندې د اسلام اباد پر لور ځینې غځېدلې لارې په کانټینرونو تړلې دي

ښاغلي نقوي، چې له تحریک انصاف ګوند (پي‌ټي‌ای) سره یې د مرکزي حکومت د ناکامه خبرو اترو استازولي کوله، ګواښ کړی چې دوی به دغه لاریون "په یوه ځل او د تل لپاره ختم" کړي.

نوموړي ویلي، خبرې له دې کبله ناکامه شوې چې پي‌ټي‌ای له مرکزي حکومت سره په خیبر پښتونخوا کې د ترهګرۍ ضد پالیسې پر مخ وړلو کې له همکارۍ انکار وکړ.

تحریک انصاف ګوند دغه تور ته تازه غبرګون نه دی ښودلی، خو مخکې سهیل اپریدي ویلي وو، چې له مرکزي حکومت سره مذاکراتو سیاسي بڼه درلوده.

هغه زياته کړې چې د تېر وخت پوځي عملياتو له امله د قبايلي سيمو خلک له ډېرو ستونزو او کړاوونو سره مخامخ شوي دي.

د تحریک انصاف لخوا حکومت سره د خبرو د بېرته پیلېدو هڅه

کیڼه خوا تحریک انصاف مشر علي محمد خان او د پارلمان رییس سردار محمد ایاز صادق

هممهاله د پاکستان تحریک انصاف ګوند (پي‌ټي‌ای) یوه مشر علي محمد خان ویلي، نن (جمعه) سهار یې د پارلمان له رییس سردار محمد ایاز صادق سره د مذاکراتو د بېرته پیلېدو لپاره اړیکه کړې ده.

هغه ویلي دا کار یې د دې لپاره کړی چې که له کوم احتمالي کړکېچ او زیان اوښتلو مخکې د خبرو اترو لار هواره شي.

د علي محمد خان په وینا نن پارلمان کې له رییس سره غږېدلی او له هغه یې غوښتي چې د دواړو خواو ترمنځ د خبرو اترو په بېرته پیلېدو کې رول ولوبوي.

د پاکستان قامي اسمبلي

د پاکستان تحریک انصاف دغه مشر وايي، "که چېرته کوم ځنډ یا ترینګلتیا وي، نو په کار ده چې د زیان له اوښتلو مخکې خبرې وشي، دا به غوره وي."

هغه زیاته کړې چې تحریک انصاف یو با امنه ګوند دی او دا چې "که هر چا ته څه تکلیف رسیږي، نو موږ دا نه غواړو. موږ باامنه خلک یو."

د پاکستان د پارلمان د رییس دفتر تر اوسه د دې لیدنې او غوښتنې په اړه څه نه دي ویلي.