د سولې لپاره د نوبل سږنۍ جایزه ناوانېتم ناوي پېلاي وګټله

د نوبل کمېټې مشر، یورګن واتنې فریدنېس، د موبایل تلیفون پرده ښيي چې پکې د ناوانېتم «ناوي» پېلاي انځور ښکاري. پېلاي ته د ۲۰۲۶ کال د نوبل د سولې جایزه د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر په ۹مه، د ناروې په پلازمېنه اوسلو کې د نوبل انسټیټیوټ په مراسمو کې ورکړل شوه.
د عکس تشریح، د نوبل کمېټې مشر، یورګن واتنې فریدنېس، د خپل موبایل تلیفون پرده ښيي چې په کې د ناوانېتم «ناوي» پېلاي انځور ښکاري.
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د ۲۰۲۶ کال د سولې لپاره د نوبل جایزې ګټونکې ناوانېتم ناوي پېلاي اعلان شوه. د جایزې اعلانونکي او د نوبل کمیټې مشر یورګن واتنې فریدنېس وویل هغې دا جایزه د سولې د ودې او د نړیوال قانون د پیاوړتیا لپاره د خپلو هڅو له امله ګټلې ده.

د ناروې د نوبل کمېټې د جمعې پر ورځ وویل چې پرېکړه یې کړې ده چې د سویلي افریقا د بشري حقونو مخکښې مبارزې ناوي پېلاي وستايي، داسې وخت کې چې نړیوال قانون او نړیوال بنسټونه له سخت فشار او ننګونو سره مخ دي.

پېلاي، چې د بشري حقونو یوه مخکښه مدافعه او د ملګروملتونو پخوانۍ چارواکې ده، د خپل اوږدمهاله فعالیت له لارې یې د عدالت، بشري حقونو او نړیوالو قوانینو د پلې کېدو لپاره مبارزه کړې ده.

فریدنېس د جایزې د اعلان پر مهال وویل چې د ناوي پېلاي هڅو د سولې، عدالت او نړیوالو حقوقي اصولو په ټینګښت کې مهمه ونډه لرلې ده.

کله چې ورته وویل شول د سولې لپاره د نوبل جایزه یې ګټلې ده، ناوي پېلاي د ټوکې په بڼه وویل، لا هم نه شي باورولی چې ګواکې دا خبر دې رښتیا وي.

هغې وویل چې له خپل دفتره وغوښتل شوه چې بهر راووځي، او یو سړی چې کریسټوف نومېده، ورته یې وویل جایزه یې ګټلې ده. هغې د مننې وینا کې وویل"دا به خامخا ټوکه وي."

نوموړې هغه وړې ناستې ته چې له خونې بهر راټوله شوې وه، وویل: "ستاسې د لاسونو پړکا زما لپاره لوړه معنا لري."

خو هغې زیاته کړه: "ځکه چې زه وکیله او قاضۍ یم، لا هم غواړم دا موضوع تایید کړم."

هغې په ټوکه وویل: "که لږ نورې هم چکچکې وکړئ، کېدای شي دا جایزه له ټرمپ سره شریکه کړم."

د تېر کال ګټونکې، ماریا کورینا ماچادو، خپل د نوبل مډال د روان کال په جنورۍ کې د امریکا ولسمشر ته ورکړی و.

ناوي څوک ده؟

د جایزې ګټونکې خندانه ښکاري

ناوانېتم "ناوي" پېلاي په ۱۹۶۷ کال کې د سویلي افریقا د نېټال ولایت لومړنۍ ښځه وه چې د وکالت خپل شخصي دفتر یې پرانیست.

پېلاي، چې د سویلي افریقا د ډربن ښار په یوه خورا بې‌وزله هندي الاصله وګړو سیمه کې د یوه بس چلوونکي لور وه، د توکمپالنې دورې د اوج پر مهال لویه شوه او د بشري حقونو په برخه کې یې خپل فعالیت پیل کړ.

هغې د سویلي افریقا هغه لومړنۍ ښځه چې سپین پوستې نه وه د وکالت خپل دفتر یې جوړ کړ او د دغه هېواد د عالي محکمې د قاضۍ په توګه هم وټاکل شوه.

له دې وروسته هغې چې د اپارتاید یا توکمپالنې د مخنیوي د ډېرو فعالانو دفاع وکړه، د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې هغه د روانډا لپاره د نړیوالې جزايي محکمې د قاضۍ په توګه وټاکله.

مېرمن ناوي اته کاله په دې محکمه کې دنده ترسره کړه، چې له هغې څلور کاله یې د محکمې د مشرې په توګه تېر کړل.

پېلاي، چې اوس ۸۵ کلنه ده، تر دې وروستیو پورې د اشغال شوې فلسطینۍ خاورې په اړه د ملګرو ملتونو د خپلواک نړیوال تحقیقاتي کمېسیون مشري کوله، او دا مهال د عدالت نړیوالې محکمې (ICJ) قاضۍ ده، په هغه قضیه کې چې میانمار په کې د نسل وژنې په تور تورن شوی دی.