BBC News, پښتو - کور پاڼه

مهم خبرونه

  • د بنو پولیس

    پاکستان: بنو کې د پولیسو پر پوستې برید افغانستان کې پلان شوی و

    د خیبر پښتونخوا بنو کې د پولیسو په پوستې د شوي برید پلتونکو ویلی دي چې دې برید کې له ۱۲۰۰تر ۱۵۰۰ کېلوګرامه چاودېدونکي توکي کارول شوي وو. د فتح خیل پولیس په دې پوستې د یکشنبې د ورځې برید کې ۱۵ پولیس وژل شوي او درې ژوبل شوي وو. د برید پړه د اتحاد المجاهدین په نوم ډلې منلې ده، خو د پاکستان حکومت ادعا کوي چې دا برید په افغانستان کې طرحه شوی و. له همدې امله اسلام اباد کې د افغانستان شاژدافیر د بهرنېو چارو وزارت ته غوښتل شوی او ورته یو احتجاج لیک وسپارل شو.

  • هورمز تنګی

    ژوندۍ پاڼه, ملګري ملتونه: د هرمز تنګي کې ګډوډي لسګونه میلیونه خلک د قحطۍ له ګواښ سره مخامخ کوي

    د ملګرو ملتونو د کاري ځواک مشر چې د بشري کړکېچ د مخنیوي لپاره جوړ شوی، خبرداری ورکړی چې که د هرمز تنګي له لارې د کیمیاوي سرې لېږد ژر تر ژره بیا پیل نشي، لسګونه میلیونه خلک به د لوږې او قحطۍ له ګواښ سره مخامخ شي. جورج مورېرا ډې سېلوا، اې اېف پي خبري اژانس ته ويلي، "موږ یوازې څو اوونۍ وخت لرو چې د هغه څه مخنیوی وکړو چې احتمال لري یو لوی بشري کړکېچ رامنځته کړي."

  • د جنازې مراسمو په دغه عکس کې ګڼ تابوتونه ایښي چې د پاکستان بیرغ پرې اچول شوی او شا ته یې ملا او ورپسې مقتدیانو د جنازې لمونځ ته اقتدا کړې ده.

    د پښتونخوا په بنو کې د موټربم برید مسؤلیت اخیستونکې "اتحاد المجاهدین پاکستان" ډله څومره پېژنئ؟

    "اتحاد المجاهدین پاکستان" هغه ډله ده چې د خیبر پښتونخوا د بنو په فتح‌خېل کې یې پرون یکشنبه (غويی ۱۹/مې ۹) د پولیسو پر پوستې د هغه موټر‌بم او وسله‌وال برید مسؤلیت اخیستی چې د چارواکو په وینا، ۱۵ پولیس پکې ووژل شول. خو دا ډله څوک ده او کله رامنځ‌ته شوې؟

  • له ورښتونو وروسته ځینې لارې هم تړلې دي

    افغانستان کې ورښتونه: لږترلږه نهه کسان د کورونو نړېدو او تندر لوېدو پېښو کې مړه شوي

    افغانستان کې د ورښتونو او توپان تازه څپې خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.‌ د طالبانو حکومت چارواکي وايي بېلابېلو ولایتونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لږترلږه ۷ کسان د کورونو نړېدو او تندر لوېدو پېښو کې مړه شوي دي.

  • کابل له لوړ ځایه

    د طالبانو حکومت لخوا د "امارتي" اعلان شويو ښارګوټو برخلیک به څه وي؟

    افغانستان کې د طالبانو حکومت د عدلیې وزارت د قضایای دولت چې اوس د قضایای امارت په نوم یادیږي، مشر او د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون سکرتر مولوي احسان الله وثیق په خپله لومړۍ ځانګړې مرکه کې بي بي سي ته وویل د اماراتي یا دولتي اعلان شویو ځمکو په اړه کمېسیون د محکمې د حکم پر پلي کولو مکلف دی. خو زیاتوي د اسلامي شریعت په رڼا کې داسې پرېکړه نه کیږي چې یوه لوري ته "بشپړ زیان" واوړي.

لنډې ویډیوګانې

  • کراچۍ
  • د مټ ګالا په اړه مو اورېدلي؟
  • Bannu
  • کایب
  • مراسم
  • USA Deplo
  • عراق
  • روباټ راهب
  • "هره ورځ مې پلار په ویلچېر ښوونځي ته وړي"
  • امید علي‌زاده په ساوات نړیوالو سیالیو کې درې مډالونه ګټلي
  • مولانا ادریس

بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته

په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.

ځانګړي مطالب

  • جنگ ربات ها

    په نړۍ کې د جګړو راتلونکی: د روباټونو پر وړاندې د روباټونو جګړه

    د بریتانيا او اوکرايين د وسلو جوړولو یوې کمپنۍ بي بي سي ته ويلي، ښايي يوه ورځ د اوکرايين د جګړې په ډګر کې د روباټونو شمېر د انساني ځواکونو پرتله زيات شي. دا څرګندونې وروسته له هغه شوې چې د اوکرايين ولسمشر ولودمير زيلېنسکي تېره مياشت ويلي وو چې د هېواد یوه ټوټه خاوره یې د لومړي ځل لپاره يوازې د روباټونو او بې پيلوټه الوتکو په کارولو سره له روسي ځواکونو بېرته نيولې ده.

  • یو ناروغ ماشوم چې وینه او اکسیجن ورته لګېدلي، مور په غېږ کې نیولی دی

    "تلاسېمیا هم درملنه لري هم وقایه"

    نن د تلاسیمیا ناروغۍ نړیواله ورځ ده. د رسمی شمېرو له مخې په افغانستان کې اوسمهال له ۵۰۰۰ ډېر کسان د دې ناروغۍ پر شدید ډول اخته دي. پخوا پر دې ناروغۍ د اخته کسانو د ژوند اوسط کچه ډېره ټیټه وه، خو د طب برخه وروستیو پرمختګونو د ګڼو نورو ناروغیو په څېر د تلاسیمیا درملنه هم ممکنه کړې ده.

  • د امریکا بیرغ پر اوږه

    امریکا د اروپا کومو سیمو کې اډې لري او موخه یې څه ده؟

    امریکا په اروپا کې پراخ پوځي حضور لري. دا وچه د لسګونو امریکایي پوځي اډو کوربنه ده چې د څو څېړنیزو مرکزونو او امنیتي مطالعاتو د خپرو شویو معلوماتو له مخې، په هغو کې تر ۸۰ زرو ډېر امریکایي سرتېري دېره دي

  • ډېوېډ اټنبرا د ژوند بېلابېلو پړاوونو کې

    ډېوېډ اټنبرا: هغه سړی چې وحشي طبیعت یې زموږ سترګو ته راوړ

    سر ډېوېډ اټنبرا نن خپل سل کلن عمر پوره کوي او لا هم هغه ارام او د باور وړ غږ دی چې د میلیونونو خلکو په ذهنونو کې د طبیعت له نړۍ سره تړلی پاتې دی.

  • درس: منځنۍ دورې لپاره آنلاین زده کړې

    د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه

    د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۱۲ می ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه

  • واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۱۱ می ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده

    دا خپرونه له بي‌ بي سي پښتو اورئ

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي