پاکستان: بنو کې د پولیسو پر پوستې برید افغانستان کې پلان شوی و

د عکس سرچینه، Bannu Police
- Author, عزیز اللہ خان
- دنده, بي بي سي
- رپوټ له:, پېښور
- د لوستلو وخت: ۳ دقیقې
د خیبر پښتونخوا بنو کې د پولیسو پر پوستې د شوي برید پلتونکو ویلی دي چې دې برید کې له ۱۲۰۰تر ۱۵۰۰ کېلوګرامه چاودېدونکي توکي کارول شوي وو.
د فتح خیل پولیس په دې پوستې د یکشنبې د ورځې برید کې ۱۵ پولیس وژل شوي او درې ژوبل شوي وو.
د برید پړه د اتحاد المجاهدین په نوم ډلې منلې ده، خو د پاکستان حکومت ادعا کوي چې دا برید په افغانستان کې طرحه شوی و. له همدې امله نن دوشنبه اسلام اباد کې د افغانستان شاژدافیر د بهرنېو چارو وزارت ته غوښتل شوی او ورته یو احتجاج لیک وسپارل شو.
د پېښې په اړه د پولیس د پلتنو راپور کې راغلي چې لومړی باروړنکې رکشې(زرنج ډوله رکشا) په وسیله د پوستې خوا کې چاودنه شوې او وروسته پرې د درنو وسلو برید شوی. پلټونکي زیاتوي چې بیا وسله وال د پوستې ودانۍ ته ننوتل او هلته يې پر زخمي پولیسو ډزې وکړې.
د پلټونکو راپور کې زیاته شوې" دا هم ویل کېږي چې لومړنۍ چاودنه د ځان مرګي بریدګر لخوا ترسره شوې ده".
اسلام اباد کې د افغانستان شازدافیر ته احتجاج لیک سپارل
د پاکستان حکومت وايی چې اسلام اباد کې یې دافغانستان شازدافیر د بهرنېو چارو وزارت ته غوښتی اواحتجاج لیک یې وروسپارلو.
د پاکستان د بهرنېو چارو وزارت ادعا کوي چې د برید دپلټنې له راپوره، شواهدو، او تخنیکی معلوماتو څخه معلومیږي چې په افغانستان کې موجودو وسله والو دا حمله پلان کړې وه.
د بهرنېوچارو وزارت یو بیان کې ویلي دي " پاکستان یو ځل بیا پردې خپله سخته اندېښنه وښودله چې افغان خاور په پرله پسې ډول د پاکستان پرضد ترورزم لپاره کارول کېږي".
د طالبانو حکومت تردې دمه دې ته غبرګون نه دی ښودلی خو تېر کې یې دا ډول ادعاوې رد کړې دي.
وینا کې راغلي " پاکستان افغان چارواکو ته وویل چې ددې خونړۍ حملې د عاملینوپرضد د پرېکنده ګام حق لري".
د بهرنېو چارو وزارت وینا کې زیاته شوې ده چې " د ترورزم ضد جګړه د ټولو شریک هدف دی او افغان طالبان باید خپل دا مسولیت پر ځای کړې چې خاوره به یې د بل هېواد پرضد نه کارول کېږي".

د عکس سرچینه، Getty Images
د وژل شوو پولیسو جنازه بنو کې ترسره شوه. د پاکستان د کورنېو چارو وزیر محسن نقوي ددې برید دغندنې پرمهال ویلي دي " خیبر پښتونخوا د ترورزم ضد جګړې کې لومړنۍ کرښه ده . ده وویل "دې پولیسو د خپلو دندو ترسره کولو په لار کې خپل ځانونه قربان کړل".

د عکس سرچینه، Getty Images




















