تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پاکستان: بنو کې د پولیسو پر پوستې برید افغانستان کې پلان شوی و
- Author, عزیز اللہ خان
- دنده, بي بي سي
- رپوټ له:, پېښور
- د لوستلو وخت: ۳ دقیقې
د خیبر پښتونخوا بنو کې د پولیسو پر پوستې د شوي برید پلټونکو ویلی چې دې برید کې له ۱۲۰۰ تر ۱۵۰۰ کېلوګرامه چاودېدونکي توکي کارول شوي وو.
د فتح خېل پولیسو په دې پوستې د یکشنبې د ورځې برید کې ۱۵ پولیس وژل شوي او درې ژوبل شوي وو.
د برید پړه د اتحاد المجاهدین پاکستان په نامه ډلې منلې ده، خو د پاکستان حکومت ادعا کوي چې دا برید په افغانستان کې طرحه شوی و. له همدې امله دوشنبې اسلام اباد کې د طالبانو حکومت شاژدافیر د بهرنېو چارو وزارت ته غوښتل شوی او ورته یو احتجاج لیک وسپارل شو.
د پېښې په اړه د پولیس د پلتنو راپور کې راغلي چې لومړی باروړنکې رکشې (زرنج ډوله رکشا) په وسیله د پوستې خوا کې چاودنه شوې او وروسته پرې د درنو وسلو برید شوی. پلټونکي زیاتوي چې بیا وسله وال د پوستې ودانۍ ته ننوتل او هلته يې پر زخمي پولیسو ډزې وکړې.
د پلټونکو راپور کې زیاته شوې، "دا هم ویل کېږي چې لومړنۍ چاودنه د ځانمرګي بریدګر لخوا ترسره شوې ده".
اسلام اباد کې د طالبانو حکومت شازدافیر ته احتجاج لیک سپارل
د پاکستان حکومت وايی چې اسلام اباد کې یې د افغانستان شازدافیر د بهرنېو چارو وزارت ته غوښتی اواحتجاج لیک یې ورته سپارلی دی.
د پاکستان د بهرنېو چارو وزارت ادعا کوي چې د برید د پلټنې له راپوره، شواهدو، او تخنیکی معلوماتو معلومېږي چې په افغانستان کې موجودو وسله والو دا حمله پلان کړې وه.
د بهرنېوچارو وزارت یو بیان کې ویلي دي "پاکستان یو ځل بیا پردې خپله سخته اندېښنه وښودله چې افغان خاوره په پرله پسې ډول د پاکستان پرضد ترهګرۍ لپاره کارول کېږي".
د طالبانو حکومت تردې دمه دې ته غبرګون نه دی ښودلی خو تېر کې یې دا ډول ادعاوې رد کړې دي.
وینا کې راغلي "پاکستان افغان چارواکو ته وویل چې د دې خونړۍ حملې د عاملینو پر ضد د پرېکنده ګام حق لري".
د بهرنېو چارو وزارت وینا کې زیاته شوې ده چې "د ترهګرۍ ضد جګړه د ټولو شریک هدف دی او افغان طالبان باید خپل دا مسولیت پر ځای کړې چې خاوره به یې د بل هېواد پر ضد نه کارول کېږي".
د وژل شوو پولیسو جنازه بنو کې ترسره شوه. د پاکستان د کورنېو چارو وزیر محسن نقوي د دې برید د غندنې پرمهال ویلي دي "خیبر پښتونخوا د ترهګرۍ ضد جګړه کې لومړنۍ کرښه ده . ده وویل، "دې پولیسو د خپلو دندو ترسره کولو په لار کې خپل ځانونه قربان کړل".