"تلاسېمیا هم درملنه لري هم وقایه"

د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

نن د تلاسیمیا ناروغۍ نړیواله ورځ ده. د رسمی شمېرو له مخې په افغانستان کې اوسمهال له ۵۰۰۰ ډېر کسان د دې ناروغۍ پر شدید ډول اخته دي.

پخوا پر دې ناروغۍ د اخته کسانو د ژوند اوسط کچه ډېره ټیټه وه، خو د طب برخه وروستیو پرمختګونو د ګڼو نورو ناروغیو په څېر د تلاسیمیا درملنه هم ممکنه کړې ده.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د روغتیا وزارت چارواکي وایي له دې ناروغۍ سره مبارزې لپاره په کابل او یو شمېر ولایتونو کې د درملنې د څو مرکزونو د جوړولو پلان لري.‌

ډاکټران وايي د دې ناروغۍ د مخنیوي لارې اسانه دي، په ځانګړې توګه له واده وړاندې یو لړ طبي معایناتو په تر سره کولو سره یې ښه مخنیوي کېدای شي.

د کابل اوسیدونکې رقیه ۱۳ کلنه ده او ټول عمر یې له تلاسیمیا ناروغۍ سره تېر کړی دی.

کورنۍ یې تېر کال له پاکستانه را ستنه شوې او اوس په کابل کې هرو درې اونیو کې یو ځل روغتون ته ورځي چې وینه ورکړي.

نوموړې وايي، غواړي روغه شي او زدکړې وکړي.

زرګونه نور افغان ماشومان هم د رقیې په څېر له تلاسیمیا کړېږي.

دا یوه موروثي ناروغي ده چې د وینې د اختلاف له امله رامنځته کیږي.

د همدې ناروغۍ د نړۍ والې ورځې په مناسبت کابل کې یوه غونډه جوړه شوې وه چې خلکو ته د دې ناروغۍ په اړه معلومات ورکړي.

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت وايي د رسمي شمېرو له مخې په افغانستان کې ۱۲ زره کسان پر دې ناروغۍ او ۵ زره ترې د دې ناروغۍ په شدید ډول اخته دي.

د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب رییس وحدت الکوزي دې غونډه کې وویل چې تر دې مهاله یوازې په کابل کې د تلاسیمیا ۱۵۰۰ ناروغان ثبت شوي، چې نیمایي یې ښځینه ناروغانې دي.

دغه وزارت وایي تېر کال له تلاسیمیا سره مبارزې لپاره په هرات کې یو ځانګړی روغتون جوړ شوی او ټاکل شوې چې ډېر ژر په کابل کې هم د وینې په مرکز بانک کې د تلاسیمیا ضد یو مجهز مرکز، او همدا راز د ماشومانو په اندراګاندي روغتون کې د دې ناروغۍ یو جلا مرکز جوړ شي.

ډاکتران وايي د نورو هېوادونو پرتله افغانستان کې د تلاسیمیا ناروغۍ په تړاو کافي هڅې نه دي شوې.

د دوی په وینا د دې ناروغۍ مخنیوي اسانه او شونې دی.

دوی په دې لړ کې له واده وړاندې د خاوند او مېرمنې د وینې معاینه د وقایې یوه ډېره اسانې لارې په توګه اشاره کوي.