د ایران د بهرنیو چارو وزیر وايي چې په خلیج او هرمز تنګي کې د رامنځته شوې "ناامنۍ اصلي رېښه" پر دغه هېواد د امریکا او اسرائيل "تېری" دی.
د ایران حکومت پر اېکسپاڼه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې عباس عراقچي په تهران کې د جنوبي کوریا له ځانګړي استازي سره لیدلي او له هېوادونو یې غوښتي چې "د دغو بریدونو د غندنې په برخه کې یو روښانه او غوڅ دریځ خپل کړي".
په اعلامیه کې د ښاغلي عراقچي له خولې ویل شوي چې ایران نړیوالو قوانینو ته په کتو د خپل امنیت او ملي ګټو دفاع کوي او د پایلو مسؤلیت "د یرغلګرو پر غاړه دی".
ایران دا څرګندونې داسې مهال کوي چې ویلي یې دي، هرمز تنګي ته څېرمه یې دوه کښتۍ "نیولې" دي او پر یوې درېیمې بار وړونکې بېړۍ یې هم برید کړی دی.
له دې سره یو ځل بیا په نړیوالو بازارونو کې د تېلو بیې ختلې دي او د یوه بېلر (بېرل) اومه تېلو بیه تر ۱۰۳ امریکايي ډالرو هم اوښتې ده.
ټرمپ کلابندي "ګټوره" خو پزشکیان د ریښتینو مذاکراتو اصلي خنډ" بللې
په هرمز تنګي کې د ایران له لوري پر کښتیو بریدونو له تېرې ورځې راهیسې تر هغې وروسته زور اخیستی چې ډونلډ ټرمپ وویل، د "پاکستان په غوښتنه" له ایران سره اوربند غځوي خو پر ایراني بندرونو کلابندي پای ته نه رسوي.
بل لور ته د امریکا مرکزي قوماندې (سېنټکام) هم پرون ناوخته ویلي چې د همدې کلابندۍ یا محاصرې پرمهال یې ټولټال "۳۱ بېړیو ته لارښوونه کړې چې تاو شي او یا بېرته خپلو بندرونو ته ستنې شي".
د سپينې ماڼۍ ویاندې کارولین لیوېت ویلي چې ډونلډ ټرمپ له دې کلابندۍ "خوښ" دی او "ګټوره او بریالۍ" یې بللې ده.
خو د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان بیا ویلي چې همدا محاصره د امریکا او ایران ترمنځ د "ريښتینو مذاکراتو" پر وړاندې "اصلي خنډ" ګرځېدلې ده.