تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ایا د ترکیې او اسرائیلو ترمنځ مستقیمه پوځي ښکېلتیا رامنځته کېدای شي؟
- Author, هيلكن دوګاج بوران
- دنده, بي بي سي نيوز تركي
- د لوستلو وخت: ۷ دقیقې
د ترکیې او اسرائیلو اړیکې په تېرو درېیو کلونو کې له هغه پړاوه چې د ډیپلوماټیک عادي کېدو ته نژدې وې، داسې ټکي ته رسېدلي چې پکې د مستقیمې پوځي نښتې احتمال هم وړاندې شوی دی.
په داسې حال کې چې د سیاسي مشرانو ترمنځ لفظي شخړې دوام لري، د دواړو هېوادونو ترمنځ د پوځي ټکر احتمال لا هم د بحث وړ مساله ده.
د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د اپرېل پر ۱۱مه په یوه ټولنیز پوسټ کې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان تورن کړ چې د ایران د "ترهګر رژیم" ملاتړ کوي او د کردانو د وژنو مسوولیت لري.
اردوغان بیا د اپرېل پر ۱۵مه د ترکیې په پارلمان کې په وینا کې ځواب ورکړ او ویې ویل: "د غزې د ۷۳ زره شهیدانو وینو ته چې د هغوی لاسونه او مخونه پرې ککړ دي له کتلو پرته، دوی زموږ پر هېواد د کردانو له لارې بېشرمانه تورونه لګوي."
هغه کارپوهان چې بي بي سي ترکي سره یې خبرې کړې دي وایي چې د ترکیې او اسرائیلو ترمنځ د نښتې خطر "تر پخوا ډېر لوړ" دی، خو زیاتوي چې دواړه لوري لا هم هڅه کوي له مستقیمې نښتې ډډه وکړي.
"د سړې سولې پر ځای سړه سیالي"
سیاسي ترینګلتیاوې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷مې وروسته، کله چې حماس پر اسرائیلو برید وکړ او ورپسې اسرائیلو په غزه کې پوځي عملیات پیل کړل، لا زیاتې شوې.
په تېرو درېیو کلونو کې، د توندې وینا او متقابلو تورونو ترڅنګ، د عادي کېدو ډیپلوماټیک بهیر وځنډول شو او ترکیې اعلان وکړ چې له اسرائیلو سره یې سوداګري هم درولې ده.
د ازمیر کاتب چلبی پوهنتون د نړیوالو اړیکو مرستیاله ډاکټره توغچه ارسوي دا بهیر داسې بولي: "د کورني سیاست له لوري د بهرنۍ پالیسۍ برمته کول".
هغه وايي چې "دا متقابله ترینګلتیا، مقابله او توندې ویناوې په حقیقت کې د دواړو هېوادونو په داخلي سیاست کې د سونتوکي په توګه کار کوي". هغه زیاتوي: "نتنیاهو په حقیقت کې غواړي د سختدریځ او مقابلې غوښتونکي مشر انځور وړاندې کولو له لارې خپل داخلي سیاسي موقعیت پیاوړی کړي او له ترکي لوري دا هم د سیمهییز مشرتابه د ادعاوو سره تړاو لري."
هغه وړاندې وايي چې ترکیه او اسرائیل یو بل ته د "سیمهییزو ثبات ګډوډوونکو ځواکونو" په سترګه ګوري. هغه د اوسني وضعیت په اړه وایي: "موږ تل د ترکیې او اسرائیلو اړیکې سړه سوله بللې، خو اوس موږ سړه سیالي وینو."
پخوانی اسرائیلي ډیپلومات الون پنکاس بیا د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو هغه څرګندونې "خطرناکې" بولي چې ترکیه د یو دوښمن په توګه انځوروي.
پنکاس، چې له ۲۰۰۰ تر ۲۰۰۴ پورې یې په نیویارک کې د اسرائیلو عمومي کونسل و او د بهرنیو چارو د پخوانیو وزیرانو لکه شلومو بن عامي او ډیویډ لېوي ځانګړی سلاکار هم پاتې شوی، وایي: "دا خبرې ډېرې خطرناکې دي، په ځانګړي ډول کله چې د اردوغان له خوا د پاروونکو ځوابونو له امله وضعیت لا خرابېږي."
"د نتنیاهو او اردوغان خبرې د نښتې خطر زیاتوي"
د لندن د سیټي سنټ جورج پوهنتون د نړیوالو اړیکو استاد امانون اران وایي چې دا سیاسي څرګندونې تر ډېره د کورني مخاطب لپاره دي: "د ترکیې او ولسمشر اردوغان له نظره، دا خطاب د عدالت او پرمختګ ګوند د ایډیالوژیکې ډډې لپاره دی او همدارنګه نتنیاهو هم داسې خبرې کاروي چې د هغه د ښي اړخي ملاتړي نور هم پیاوړي کړي."
اران، چې د "له سړې جګړې وروسته د اسرائیلو بهرنی سیاست" کتاب لیکوال هم دی، زیاتوي چې د دواړو هېوادونو اړیکې د ۲۰۱۰–۲۰۱۶ کلونو د مرمره بېړۍ له کړکېچه وروسته تر ټولو خراب حالت ته رسېدلي دي. هغه وایي: "زما په اند دواړه مشران- نتنیاهو او اردوغان- د خپلو خبرو له لارې غیرمسوولانه چلند کوي او دا ډول بیانونه یوازې د دواړو هېوادونو ترمنځ د شخړې احتمال زیاتوي او لا یې تودوي".
سوریه، قبرس او ختیځه مدیترانه
هغه کارپوهان چې له بي بي سي ترکیې سره یې خبرې کړې دي وایي چې د ترکیې او اسرائیلو ترمنځ د شخړې احتمال ښايي په هغو ټکو کې رامنځته شي چېرې چې د دواړو لورو له خوا تعریف شوې د نفوذ ساحې سره یوځای کېږي.
توغچه ارسوي وایي: "د ترکیې او اسرائیلو ترمنځ د مستقیمې نښتې خطر تر پخوا ډېر لوړ دی."
هغه زیاتوي چې د پراخې جګړې احتمال کم دی، خو سیالي په تدریجي ډول زیاتېږي او په ځانګړي ډول سوریه، قبرس او د ختیځ مدیترانې سیمه یادوي. هغه وایي: "موږ دلته د مقابل محورونو د جوړولو هڅه وینو؛ کولای شو ووایو چې دواړه هېوادونه د یو بل پر ضد د جیوپولیټیکي سپر جوړولو هڅه کوي."
ارسوي همدارنګه زیاتوي چې "ترکیه د اسرائیلو په ستراتیژیکو اسنادو کې د مخالفینو په کټګورۍ کې شامله شوې ده، او دا یو واقعیت دی."
امانون اران بیا وایي: "زما په اند د پوځي شخړې احتمال د پخوا پرتله لوړ شوی، خو په عین حال کې لا هم د مخنیوي امکان شته."
د سوریې په اړه اران د ۲۰۲۵ کال په اذربایجان کې د ترکي او اسرائیلي پوځي پلاوو د شخړې د مخنیوي د میکانیزمونو غونډو ته اشاره کوي او وایي: "زما د پوهې له مخې، لږ تر لږه په پوځي کچه هڅې روانې دي چې د هر ډول پېښې یا غلطې محاسبې مخه ونیول شي چې د زیاتېدونکي کړکېچ لامل شي."
اران د اسرائیلو د ترکیې په اړه نظر داسې بیانوي: "ترکیه د اسرائیلو د حکومت او پوځ په ډېرو سیاسي او پوځي کړیو کې په زیاتېدونکي ډول د یو دوښمن او خطرناک ځواک په توګه لیدل کېږي."
هغه پخوانی ډیپلومات الون پنکاس دا مثال وړاندې کوي: "تصور وکړه چې د ترکیې سمندري ځواک هغه انساني مرستندویه بېړۍ بدرګه کوي چې غزې یا لبنان ته روانې دي او که د اسرائیلو سمندري ځواک هڅه وکړي چې د دې کاروان مخه ونیسي او ترکي بېړۍ پر دوی ډزې وکړي او اسرائیلي بېړۍ ځواب ورکړي، نو کېدای شي یوه محدوده پوځي شخړه رامنځته شي، خو زه فکر نه کوم چې دا به واقعاً پېښ شي."
الون پنکاس ټینګار کوي چې د ترکیې او اسرائیلو پوځونه له سیاستوالو ډېر "متوازن" دي.
خو هغه دا هم یادوي چې په سوریه کې د دواړو هېوادونو د الوتکو ترمنځ ورته نښته کولای شي یوه "کابوسي سناریو" وي چې د جګړې سبب شي. هغه زیاتوي: "زه کره معلومات نه لرم، خو که خبر شم چې د اسرائیلو استخبارات (موساد) او د ترکیې سیاسي او پوځي استخبارات په منظم ډول اړیکه لري، نو حیران به نه شم."
"د نوي ایران خطاب"
د اسرائیلو پخواني لومړي وزیر نفتالي بینیت د فبروري په ۱۷مه ویلي وو چې ترکیه "نوی ایران" دی.
له دې وروسته، په اسرائیلي او نړیوالو رسنیو کې ورته نظر لرونکي مقالې خپرې شوې.
د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو هم په یوه پوسټ کې ترکیه د ایران د ملاتړې په توګه تورنه کړه.
خو د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان د اپرېل په ۱۳مه په یوه مرکه کې وویل: "له ایران وروسته، اسرائیل نشي کولای له دوښمن پرته ژوند وکړي، له همدې امله مجبور دی ځانګړی خطاب جوړ کړي. موږ ګورو چې دا یوازې د نتنیاهو حکومت نه دی، بلکې د اپوزیسیون ځینې برخې هم هڅه کوي چې ترکیه په سیاسي خطاب کې نوی دوښمن اعلان کړي."
پخوانی ډیپلومات الون پنکاس یادونه کوي چې ترکیه د ایران برعکس نه وایي چې "اسرائیل دې له نقشې ورک شي" او نه هم د اسرائیلو پر ضد د اټومي وسلو د جوړولو هدف لري. هغه وایي: "هر څوک چې د اردوغان د اسرائیلو په اړه له خبرو سره مخالف هم وي، پوهېږي چې ترکیه دوښمن هېواد نه دی. څوک چې ترکیه د ایران په کچه د ګواښ په توګه ګڼي، غیرمسوولانه او خطرناک چلن کوي."
امانون اران بیا وایي چې ترکیه "نوی ایران" نه دی: "زه داسې نه فکر کوم او نه هم ګومان کوم چې د اسرائیلو حکومتي چارواکي دا باور لري. ترکیه د ناټو غړی دی، له امریکا سره قوي اړیکې لري او ډېره سوداګري یې له اروپایي ټولنې سره ده."
هغه زیاتوي چې د اسرائیلي چارواکو او شنونکو د توند خطاب یوه برخه د اردوغان د سختو څرګندونو له امله ده، چې پکې هغه نتنیاهو له هټلر سره تشبیه کړی او پر اسرائیلو یې سختې نیوکې کړې دي.
توغچه ارسوي هم وایي: "دا روښانه ده چې ترکیه نوی ایران نه دی او دا تشبیه ښايي د دې لپاره وي چې ترکیه له لوېدیځ نظامه جلا او منزوي شي. زما په اند د لوېدیځ په ځینو اسرائیلو پلوه مقالو کې دا ډول لیکنې په قصدي ډول یا د ځانګړو غوښتنو له مخې شوې دي او د سیاسي پیغامونو په توګه ورته کتل کېدای شي".
"په نژدې راتلونکي کې د مثبتې فضا تمه نه شته"
په داسې شرایطو کې چې د کړکېچ خطر پر اجنډا غالب دی، ایا د باور د بیا جوړېدو امکان شته؟
الون پنکاس وایي: "ما به ویل چې وضعیت هغه وخت ښه کېږي چې نتنیاهو له واکه لرې شي، خو ان نفتالي بینیت هم د ترکیې په اړه تر نتنیاهو سختې خبرې کړې دي."
په اسرائیلو کې ټاکنې تر ټولو وروستۍ نېټې د اکتوبر تر ۲۷مې پورې ترسره کېږي، چې پکې د نتنیاهو ائتلاف د بینیت او پخواني لومړي وزیر یائیر لاپید له ائتلاف سره مخ کېږي.
امانون اران باور لري چې د اړیکو بدلون به د اوسنیو حکومتونو له خوا نه، بلکې د راتلونکو حکومتونو له بدلون سره راځي.
توغچه ارسوي بیا وایي: "په نژدې راتلونکي کې د مثبتې فضا تمه نه شي کېدای."
هغه زیاتوي چې دواړه هېوادونه په تاریخي ډول "مثالي اړیکې" نه لري او اوسنی حالت یې "سیستماتیک پرېکون " بولي، او وایي: "د ترکیې او اسرائیلو د اړیکو د بیا رغونې لپاره د باور د نوې هندسې یا جوړښت اړتیا ده، یعنې د متقابل اعتماد بیا جوړول ضروري دي."