پښتونخوا کې دیني عالم مولانا محمد ادریس یوه وسله‌وال برید کې وژل شوی، دی څوک و؟

د لوستلو وخت: ۵ دقیقې

د خيبر پښتونخوا ایالت پولیسو ویلي چې د سې‌شنبې پر ورځ یو مشهور دیني عالم مولانا محمد ادریس په 'هدفي برید' کې ووژل شو.

د پولیسو په وینا، ناپېژاندو وسله‌والو د چارسدې ولسوالۍ د اتمانزو په سیمه کې د مولانا ادریس پر موټر برید وکړ چې له امله یې د هغه دوه ساتونکي هم ټپیان شول.

مولانا محمد ادریس پاکستان کې له مشهورو دیني عالمانو ګڼل کېده او دیني زد‌کړو کې یې ګڼو هغو افغانانو هم شاګردي کړې ده چې اوس د طالبانو حکومت کې کار کوي.

پولیس وایي برید هغه مهال وشو چې نوموړی د دارالعلوم اتمانزو یا دارالعلوم نعمانیه پر لور د حدیثو درس ورکولو لپاره روان و. هغه سخت ټپي شو او د ولسوالۍ مرکزي روغتون ته د لېږد پر مهال یې ساه ورکړه.

وروسته د هغه جسد خپل پلرني کلي 'ترنګزو' ته ولېږدول شو.

د هغه د و ژل کېدو له خبر خپرېدو سره ګڼ شمېر پلویان یې روغتون ته ورټول شول.

له پېښې وروسته په سیمه کې احتجاجونه هم پیل شول. سلګونو لاریونیانو د چارسدې ښار پر لور لاریون وکړ او د بریدګرو د سملاسي نیولو غوښتنه یې وکړه. معترضینو همداراز په فاروق اعظم نومې چوک یا څلورلاري کې پرلت وکړ.

د خیبر پښتونخوا د پولیسو ویاند وايي" لومړنۍ پایلې ښیي چې دا پلان شوې هدفي وژنه وه، پولیسو د سي سي ټي وي ویدوګانو نه د بریدکوونکو پېژندلو کې پرمختګ کړی او ورڅخه د تورنو عکسونه ترلاسه شوي دي او د نیولو لټون یې روان دی".

د جمعیت علما اسلام ډلې په چارسده کې درې ورځنی ویر اعلان کړی او له حکومته یې غوښتي دي چې دریو ورځو کې دننه ددې وژنې عاملین پیدا کړي.

د چارسدې د روغتون یوه ډاکټر جاوید ستار بي بي سي ته وویل " چې مولانا صیب روغتون ته له رسول کېدو وړاندې ساه ورکړې وه". ده زیاته کړه چې مولانا ادریس په سر او غاړه لګېدلی و.

هغه په یوه بیان کې د مولانا ادریس دیني او علمي خدمتونه "نه هېریدونکي" بللي او ویلي یې دي چې د دې "وحشیانه عمل" عاملین به قانون ته وسپارل شي.

د خېبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل اپریدي هم برید غندلی او له پولیسو یې د پېښې تفصیلي راپور غوښتی دی.

هغه د مولانا ادریس پر وژل کېدو خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي چې حکومت "د غمجنې کورنۍ ترڅنګ ولاړ دی." همداراز یې چارواکو ته سپارښتنه کړې چې د ټپي شویو ساتونکو غوره درملنه ډاډمنه کړي.

تر اوسه کومې وسله والې ډلې د دغه برید مسولیت نه دی منلی خو په تېر کې هم د پاکستان د حکومت او پوځ پلوي دیني عالمانو دا ډول بریدونو کې په نښه شوي دي.

لانجمنه وینا

په دې وروستیو کې مولانا ادریس پر خواله رسنیو پر یوه لانجمنه څېره اوښتی و. د پاکستان پوځ او د پوځ د مشر د ستایلو له کبله یې پر خواله رسنیو د ملاتړو او ګوتنیوونګو غبرګونونه راوپارول.

هغه پاکستان کې د ایران او امریکا د خبرو او احتمالي اوربند پر مهال، یوه وینا کې ویلي وو چې "زه به پاکې خبرې کوم، د موجوده حکومت او بالخصوص زموږ فیلډ مارشال صاحب چې کوم دی، حافظ صاحب په کوښښ او برکت دغه جنګونه خدای ختم کړل، پاکستان یو نوم وګاټه".

دې سره پر خواله رسنیو پراخ غبرګونونه راوپارېدل. یو شمېر کسانو د نوموړي څرګندونې له دې امله وغندلې چې د پاکستان پوځ په عملیاتو کې یې د ولسي وژنو په تړاو " کله هم غږ نه دی پورته کړی" خو د پوځ په ننګه ویناوې کوي.

د هغه ملاتړو بیا دغه وینا " د هغه حق" بللی و چې د خپل سیاسي لید له مخې یې لري.

دې وینا افغانانو کې هم د هغه پر وړاندې سختې نیوکې راپورته کړې، ځکه چې دا داسې مهال و چې د پاکستاني ځواکونو بریدونو کې د افغانستان د درملنې د یوه مرکز او پوهنتون په ګډون ولسي مېشت ځایونه په نښه شوي وو.

سیاسي تړاونه

مولانا محمد ادریس ترنګزی سره له دې چې ډېر وخت په مدرسه او روزنیزو ویناو پېژندل کېده خو هغه ژور سیاسي تړاونه هم درلوده.

نوموړی د پاکستان جمعیت علما اسلام ګوند غړی و چې مشري مولانا فضل الرحمان کوي. هغه د دغه ګوند د چارسدې سیمې لپاره امیر هم پاتې شوی و او په ډېرو ټاکنیزو هڅو او کمپاینونو کې به یې د خپل ګوند لپاره ویناوې کولې.

مولانا ادریس د خیبر پښتونخوا د ایالتي اسمبلۍ مرستیال منشي (سپیکر) هم پاتې شوی دی.

د مولانا ادریس کورنۍ شجره کې تر ډېره نامي ملایان تېر شوي چې په ځینو سیاسي بهیرونو کې هم ورګډ وو. دی په خپله په ۱۹۶۱ کال کې د چارسدې ولسوالۍ په تورنګزي سیمه کې زېږېدلی و. د هغه د پلار مولوي حکیم عبدالحق نومېده او نیکه یې هم د هند د دیوبند له مشهورې مدرسې سره تړاو درلوده.

د هغه له وژل کېدو وروسته غبرګونونه

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه وینا پاڼه کې ویلي " د علماء کرامو په شهادت رسول، د اسلام او علماوو د دښمنانو کار دی." هغه وايي " د نوموړي جید عالم او د زرګونو علماوو د استاد شهادت د ټول علمي کهول، علماء کرامو او اسلامي نړۍ لپاره یوه ستره او نه جبرانیدونکې ضایعه ده."

افغانستان کې د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت هم پر اېکس د مولانا محمد ادریس د وژل کېدو په تړاو پیغام کې د طالبانو حکومت له لوري غمرازي او خواشیني ښودلې ده.‌

ښاغلي فطرت مولانا ادریس د پېښور اکوړه خټک د دارالعلوم حقانیه مدرسې مشر استاد بللی دی.

نوموړی لیکي: "د افغانستان اسلامي امارت په نوموړي باندې برید په سختو ټکو غندي او د علماء کرامو په شهادت رسول د اسلام او علماؤو د دښمنانو کار بولي. د نوموړي جید عالم او د زرګونو علماؤو د استاذ شهادت د ټول علمي کهول، علماء کرامو او اسلامي نړۍ لپاره یوه ستره او نه جبرانیدونکې ضایعه ده."

د پاکستان لومړي شهباز شریف د سې‌شنبې پر ورځ د چارسدې ولسوالۍ پر هغه برید ژوره خواشیني او وېرنه څرګنده کړې چې په کې د جمعیت علمای اسلام پخوانی د صوبايي اسمبلۍ غړی او دیني عالم مولانا محمد ادریس ترنګزی ووژل شو.

لومړي وزیر په یوه بیان کې "له غمجنې کورنۍ سره د زړه له کومې خواخوږي څرګنده کړې او د ارواښاد لپاره یې په جنت کې د لوړو درجو دعا کړې ده. هغه د کورنۍ لپاره د صبر او زغم غوښتنه هم کړې ده."

شهباز شریف همداراز د ټپي شویو پولیسو د سملاسي روغتیا لپاره دعا کړې ده.

د پښتونخوا د ملي عوامي ګوند مشر ایمل ولي خان هم د هغه پر مړینه د خواشینۍ پر ټکو پیغام خپور کړی. هغه ویلي " دا پېښه خییبرپښتونخوا کې د امنیت د خرابېدونکي حالت ښودنه کوي."

د خواخوږیو دې پیغامونو کې دا نغوته هم وه چې ګواکې نوموړی د سیاسي دسیسو ښکار شوی دی او دا چې په تېر کې هم یو شمېر دیني عالمان په دا وړ پېښو کې وژل شوي دي.

د طالبانو حکومت کې یوه چارواکي حمیدالله مصباح پر فېسبوک لیکلي چې مولانا ادریس یې استاد تېر شوی، خو وايي چې هغه "د یوې سیاسي دسیسې قرباني" شو.