تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د کونړ، باجوړ او مومندو قومي مشرانو د سولې تړون وکړ
- Author, سمیع الله موسیزی
- دنده, کابل
- د لوستلو وخت: ۲ دقیقې
د کونړ ولایت او د ډیورنډ کرښې بلې غاړې ته د باجوړ او مومندو یا ولسوالیو د قومي مشرانو ترمنځ دا جرګه د کونړ د سرکاڼو ولسوالۍ په نواپاس سیمه کې شوې ده.
دې جرګې یو ولسي تړون هم کړی، بي بي سي یې یوه کاپي تر لاسه کړې او له دواړو خواوو څه د پاسه دېرش قومي لاسلیک کړې ده.
دا هوکړه چې د "سولې او امن لپاره ګډ ولسي تړون" نوم ورکړل شوی پنځه مادې لري.
لومړۍ ماده کې راغلي چې د دواړو خواوو ځواکونه به خپلو "سابقه ځایونو" کې ځای پر ځای کېږي او یو پر بل د "تېري حق" نه لري.
په بله ماده کې ویل شوي چې که د پاکستان له لوري پر کونړ برید کیږي نو مسؤولیت به یې د پاکستان د حکومت پر غاړه وي او که له کونړ ولایته پر باجوړ او مومندو برید کېږي نو مسؤولیت به یې افغانستان کې د طالبانو د حکومت پر غاړه وي.
په درېیمه ماده کې راغلي چې د دې تړون له مخې به بې ځایه شوې کورنۍ بېرته خپلو سیمو ته ستنېږي او که بیا جګړه کېږي نو خلک دې نه په نښه کیږي.
په څلورمه ماده کې ویل شوي چې "هر نظام د خپل داخلي امنیت مسؤولی دی".
په پنځمه او وروستۍ ماده کې ټینګار شوی چې له دې تړونه سرغړوونکی لوری به "پړ او ملامت" وي.
د دې تړون په یوه بله برخه کې یادونه شوې چې د جرګې غړي به په هرو درېو میاشتو کې د دې تړون د "تطبیق او نظارت" لپاره په هرو درې میاشتو کې یو وار ناسته کوي، خو د ناستې ځای نه دی په ډاګه شوی. دغه راز ویل شوي چې دا تړون د پاکستان لور ته د دیر له شاهي تر مهمندو او د کونړ له دانګام ولسوالۍ تر خاص کونړ پورې سیمې رانغاړي.
د طالبانو حکومت غبرګون
که څه هم په یاد ولسي تړون کې ویل شوي چې دا جرګه د داړو هېوادونو د حکومتونو په اجازه شوې ده، خو افغانستان کې د طالبانو حکومت لا په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا جرګه د دوشنبې پر ورځ شوې ، خو په همدې ورځ د طالبانو حکومت د مرستیال ویاند حمد الله فطرت وویل چې د پاکستان له لوري په راکټي او ډرون بریدونو کې درې ولسي وګړي وژل شوي او۱۴ نور ژوبل شوي چې ډېر یې مېرمنې او ماشومان دي.
نوموړي پر ایکس بیان کې ویلي چې د کونړ پر دانګام ولسوالۍ دې برید کې دې بریدونو کې د نجونو او هلکانو دوه ښوونځي، یو روغتیايي مرکز او دوه جوماتونه زیانمن شوي او ۸۰ څاروي هم له منځه تللي دي.
ځايي خلک وايي چې په تېرو څو میاشتو کې د کونړ ولایت اړونده سیمې د پاکستاني له لوري څو ځله د توغندیو او ډرون بریدونه شوي دي. په دې بریدونو کې د ځايي چارواکو د وینا له مخې لسګونه ولسي وګړي وژل شوي او ګڼ شمېر نور ژوبل شوي دي.
افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي د دې بریدونو په غبرګون کې ځوابي بریدونه کړي دي.
له تېرو څو میاشتو راهیسې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې په نورو سیم کې هم څو ځله نښتې شوي چې ولسي وګړو ته یې د سر او مال درانده زیانونه اړولي دي.