افغانستان کې ورښتونه: لږترلږه ۷ کسان د کورونو نړېدو او تندر لوېدو پېښو کې مړه شوي

    • Author, سمیع الله موسی زی
    • رپوټ له:, کابل
  • د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

افغانستان کې د ورښتونو او توپان تازه څپې خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.‌

د طالبانو حکومت چارواکي وايي بېلابېلو ولایتونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لږترلږه ۷ کسان د کورونو نړېدو او تندر لوېدو پېښو کې مړه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان کې د هوا پېژندنې اداره وايي په ختیځو او شمال ختیځو سیمو کې د نور ورښت او سېلابونو خطر هم شته دی.

د افغانستان په ځینو سیمو کې د یکشنبې پر ورځ درانه ورښتونه وشول.

د دغو ورښتونو او ورسره د تړلو پېښو له کبله یوازې د کاپیسا ولایت په تګاب ولسوالۍ کې لږترلږه پنځه تنه مړه شوي دي.

دوه تنه نورو، چې یوه ښځه او بله ماشومه ده، په ننګرهار کې د توپان او تندر لوېدو پېښه کې ژوند بایللی دی.

دغه ولایت کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست اطلاعاتي امر بدلون قریشي وویل چې د ځاني زیان ترڅنګ کرنیزو ځمکوته هم پراخ تاوان اوښتی دی.

سږ کال په پسرلي موسم کې د تېرو څو کلونو پر تله پراخ ورښتونه شوي دي.

افغانستان کې د هوا پیژندنې اداره وايي په ختیځو او سویل ختیځو سیمو کې په تېرو ۳۰ ورځو کې د ورښتونو کچه له سل ملي متره هم اوښتې ده.

خو دغو ورښتونو پراخ ځاني او مالي زیانونه هم اړولې دي.

د طالبانو په حکومت کې پېښو ته د چمتووالې ادارې د معلوماتو له مخې په تېرو نږدې دوه میاشتو کې نږدې ۲۰۰ تنو بېلابېلو طبیعې پېښو کې ژوند بایللی دی.

دا اداره وايي، په پېښو کې له زیانمنو شویو کورنیو سره ځینې مرستې شوې او لا هم دوام لري.

د ورښتونو دا نوې څپه داسې مهال پیل شوې، چې له اوږدې مودې راهیسې د وچکالۍ له کبله په افغانستان کې د کال دا فصل په ډېرو سیمو کې وچ او تود وي.‌

افغانستان د نړۍ د هغو هېوادونو په کتار کې دی، چې د اقلیمي بدلون له ناوړه عواقبو ډېر اغېزمن بلل شوي.

د هوا بدلون او بې وخته درانه ورښتونه چې معمولآ سېلابونه هم ورسره مله وي، اقلیمي بدلون سره تړلې پدېدې بلل کېږي.