BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
ژوندۍ پاڼه, ملګري ملتونه: د هرمز تنګي کې ګډوډي لسګونه میلیونه خلک د قحطۍ له ګواښ سره مخامخ کوي
د ملګرو ملتونو د کاري ځواک مشر چې د بشري کړکېچ د مخنیوي لپاره جوړ شوی، خبرداری ورکړی چې که د هرمز تنګي له لارې د کیمیاوي سرې لېږد ژر تر ژره بیا پیل نشي، لسګونه میلیونه خلک به د لوږې او قحطۍ له ګواښ سره مخامخ شي. جورج مورېرا ډې سېلوا، اې اېف پي خبري اژانس ته ويلي، "موږ یوازې څو اوونۍ وخت لرو چې د هغه څه مخنیوی وکړو چې احتمال لري یو لوی بشري کړکېچ رامنځته کړي."
سي بي اېس: ایران ځينې پوځي الوتکې پاکستان او ملکي افغانستان ته لېږدولې دي
په امریکا کې د بي بي سي همکارۍ رسنۍ سي بي اېس د دوو امریکايي چارواکو له خولې راپور ورکړی چې پاکستان په "پټه توګه ایرانيو پوځي الوتکو ته اجازه ورکړې چې د دغه هېواد په هوايي اډو کې ځای پر ځای شي". له سي بي اېس سره د خبرو پر مهال د امنيتي مسايلو په اړه باخبره امریکايي چارواکو ويلي، ښايي ایران خپلې ځينې پوځي الوتکې په پاکستان کې د دې لپاره ځای پر ځای کړې وي چې د پراخېدونکې جګړې او د امریکا له هوايي بریدونو یې خوندي کړي.
تاجکستان: هغه افغانان ایستل شوي چې جرمونو کې ښکېل وو
د تاجکستان د ملي امنیت کمېټې ادعا کړې چې د یوشمېر کډوالو لخوا د جرمونو ډېرېدل د تاجکستان امنیت له خطر سره مخ کوي او د همدې ډول پېښو د مخنیوي په موخه یې یو شمېر افغان وګړي له خپل هېواده ایستلي دي. شاوخوا ۱۰ ورځې وړاندې د تاجکستان په شمال کې د یوې تاجکستانۍ مېرمنې له وژل کېدو وروسته، تر ۲۵۰ ډېر افغان کډوال له تاجکستانه افغانستان ته په زوره ستانه کړل شوي دي.
پاکستان: بنو کې د پولیسو پر پوستې برید افغانستان کې پلان شوی و
د خیبر پښتونخوا بنو کې د پولیسو په پوستې د شوي برید پلتونکو ویلی دي چې دې برید کې له ۱۲۰۰تر ۱۵۰۰ کېلوګرامه چاودېدونکي توکي کارول شوي وو. د فتح خیل پولیس په دې پوستې د یکشنبې د ورځې برید کې ۱۵ پولیس وژل شوي او درې ژوبل شوي وو. د برید پړه د اتحاد المجاهدین په نوم ډلې منلې ده، خو د پاکستان حکومت ادعا کوي چې دا برید په افغانستان کې طرحه شوی و. له همدې امله اسلام اباد کې د افغانستان شاژدافیر د بهرنېو چارو وزارت ته غوښتل شوی او ورته یو احتجاج لیک وسپارل شو.
د پښتونخوا په بنو کې د موټربم برید مسؤلیت اخیستونکې "اتحاد المجاهدین پاکستان" ډله څومره پېژنئ؟
"اتحاد المجاهدین پاکستان" هغه ډله ده چې د خیبر پښتونخوا د بنو په فتحخېل کې یې پرون یکشنبه (غويی ۱۹/مې ۹) د پولیسو پر پوستې د هغه موټربم او وسلهوال برید مسؤلیت اخیستی چې د چارواکو په وینا، ۱۵ پولیس پکې ووژل شول. خو دا ډله څوک ده او کله رامنځته شوې؟
لنډې ویډیوګانې
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
د طالبانو حکومت لخوا د "امارتي" اعلان شويو ښارګوټو برخلیک به څه وي؟
افغانستان کې د طالبانو حکومت د عدلیې وزارت د قضایای دولت چې اوس د قضایای امارت په نوم یادیږي، مشر او د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون سکرتر مولوي احسان الله وثیق په خپله لومړۍ ځانګړې مرکه کې بي بي سي ته وویل د اماراتي یا دولتي اعلان شویو ځمکو په اړه کمېسیون د محکمې د حکم پر پلي کولو مکلف دی. خو زیاتوي د اسلامي شریعت په رڼا کې داسې پرېکړه نه کیږي چې یوه لوري ته "بشپړ زیان" واوړي.
د قطر له ګازو د دوبۍ تر ګرځندوی صنعت پورې: د خليج هېوادونو پر اقتصاد د ایران د جګړې اغېز
د ۱۹۹۰مې لسيزې په پيل کې قطر له اقتصادي کړکېچ سره مخامخ و. د لوړې کچې پورونو او د دولت کمو عایداتو پر عامه بوديجې دروند فشار راوړی و. د اقتصادي ودې لپاره دغه کوچني خليجي هېواد پرېکړه وکړه چې د طبيعي ګازو په برخه کې پانګونه وکړي، دا داسې يوه برخليک ټاکونکې پرېکړه وه چې وروسته یې د قطر اقتصادي حالت بدل کړ.
په نړۍ کې د جګړو راتلونکی: د روباټونو پر وړاندې د روباټونو جګړه
د بریتانيا او اوکرايين د وسلو جوړولو یوې کمپنۍ بي بي سي ته ويلي، ښايي يوه ورځ د اوکرايين د جګړې په ډګر کې د روباټونو شمېر د انساني ځواکونو پرتله زيات شي. دا څرګندونې وروسته له هغه شوې چې د اوکرايين ولسمشر ولودمير زيلېنسکي تېره مياشت ويلي وو چې د هېواد یوه ټوټه خاوره یې د لومړي ځل لپاره يوازې د روباټونو او بې پيلوټه الوتکو په کارولو سره له روسي ځواکونو بېرته نيولې ده.
"تلاسېمیا هم درملنه لري هم وقایه"
نن د تلاسیمیا ناروغۍ نړیواله ورځ ده. د رسمی شمېرو له مخې په افغانستان کې اوسمهال له ۵۰۰۰ ډېر کسان د دې ناروغۍ پر شدید ډول اخته دي. پخوا پر دې ناروغۍ د اخته کسانو د ژوند اوسط کچه ډېره ټیټه وه، خو د طب برخه وروستیو پرمختګونو د ګڼو نورو ناروغیو په څېر د تلاسیمیا درملنه هم ممکنه کړې ده.
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۱۲ می ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۱۱ می ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۱۱ می ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
واورئ, پښتو تلویزیون, ۱۳:۳۰, ۱۱ می ۲۰۲۶, ۲۸،۰۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.












































