BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
ژوندۍ پاڼه, ډونلډ ټرمپ وايي د ایران ځواب "هېڅ د منلو نه دی"؛ ایران: غوښتنې مو معقولې، مسوولانه او سخاوتمندانه دي
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ويلي د ایران ځواب یې لوستی او دا چې "هېڅ د منلو نه دی." خو تهران خپلې غوښتنې "معقولې" او "مسوولانه" بللې او واشنګټن یې تورن کړی چې ګوندې "پر یو اړخیزو او نامعقوله" لیدلورو ټینګار کوي.
د پښتونخوا په بنو کې د موټربم برید مسؤلیت اخیستونکې "اتحاد المجاهدین پاکستان" ډله څومره پېژنئ؟
"اتحاد المجاهدین پاکستان" هغه ډله ده چې د خیبر پښتونخوا د بنو په فتحخېل کې یې پرون یکشنبه (غويی ۱۹/مې ۹) د پولیسو پر پوستې د هغه موټربم او وسلهوال برید مسؤلیت اخیستی چې د چارواکو په وینا، ۱۵ پولیس پکې ووژل شول. خو دا ډله څوک ده او کله رامنځته شوې؟
افغانستان کې ورښتونه: لږترلږه نهه کسان د کورونو نړېدو او تندر لوېدو پېښو کې مړه شوي
افغانستان کې د ورښتونو او توپان تازه څپې خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي دي. د طالبانو حکومت چارواکي وايي بېلابېلو ولایتونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لږترلږه ۷ کسان د کورونو نړېدو او تندر لوېدو پېښو کې مړه شوي دي.
د طالبانو حکومت لخوا د "امارتي" اعلان شويو ښارګوټو برخلیک به څه وي؟
افغانستان کې د طالبانو حکومت د عدلیې وزارت د قضایای دولت چې اوس د قضایای امارت په نوم یادیږي، مشر او د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون سکرتر مولوي احسان الله وثیق په خپله لومړۍ ځانګړې مرکه کې بي بي سي ته وویل د اماراتي یا دولتي اعلان شویو ځمکو په اړه کمېسیون د محکمې د حکم پر پلي کولو مکلف دی. خو زیاتوي د اسلامي شریعت په رڼا کې داسې پرېکړه نه کیږي چې یوه لوري ته "بشپړ زیان" واوړي.
د قطر له ګازو د دوبۍ تر ګرځندوی صنعت پورې: د خليج هېوادونو پر اقتصاد د ایران د جګړې اغېز
د ۱۹۹۰مې لسيزې په پيل کې قطر له اقتصادي کړکېچ سره مخامخ و. د لوړې کچې پورونو او د دولت کمو عایداتو پر عامه بوديجې دروند فشار راوړی و. د اقتصادي ودې لپاره دغه کوچني خليجي هېواد پرېکړه وکړه چې د طبيعي ګازو په برخه کې پانګونه وکړي، دا داسې يوه برخليک ټاکونکې پرېکړه وه چې وروسته یې د قطر اقتصادي حالت بدل کړ.
لنډې ویډیوګانې
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
په نړۍ کې د جګړو راتلونکی: د روباټونو پر وړاندې د روباټونو جګړه
د بریتانيا او اوکرايين د وسلو جوړولو یوې کمپنۍ بي بي سي ته ويلي، ښايي يوه ورځ د اوکرايين د جګړې په ډګر کې د روباټونو شمېر د انساني ځواکونو پرتله زيات شي. دا څرګندونې وروسته له هغه شوې چې د اوکرايين ولسمشر ولودمير زيلېنسکي تېره مياشت ويلي وو چې د هېواد یوه ټوټه خاوره یې د لومړي ځل لپاره يوازې د روباټونو او بې پيلوټه الوتکو په کارولو سره له روسي ځواکونو بېرته نيولې ده.
"تلاسېمیا هم درملنه لري هم وقایه"
نن د تلاسیمیا ناروغۍ نړیواله ورځ ده. د رسمی شمېرو له مخې په افغانستان کې اوسمهال له ۵۰۰۰ ډېر کسان د دې ناروغۍ پر شدید ډول اخته دي. پخوا پر دې ناروغۍ د اخته کسانو د ژوند اوسط کچه ډېره ټیټه وه، خو د طب برخه وروستیو پرمختګونو د ګڼو نورو ناروغیو په څېر د تلاسیمیا درملنه هم ممکنه کړې ده.
امریکا د اروپا کومو سیمو کې اډې لري او موخه یې څه ده؟
امریکا په اروپا کې پراخ پوځي حضور لري. دا وچه د لسګونو امریکایي پوځي اډو کوربنه ده چې د څو څېړنیزو مرکزونو او امنیتي مطالعاتو د خپرو شویو معلوماتو له مخې، په هغو کې تر ۸۰ زرو ډېر امریکایي سرتېري دېره دي
ډېوېډ اټنبرا: هغه سړی چې وحشي طبیعت یې زموږ سترګو ته راوړ
سر ډېوېډ اټنبرا نن خپل سل کلن عمر پوره کوي او لا هم هغه ارام او د باور وړ غږ دی چې د میلیونونو خلکو په ذهنونو کې د طبیعت له نړۍ سره تړلی پاتې دی.
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۱۱ می ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
ژوندۍ خپرونه واورئ, دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۱۱ می ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
واورئ, پښتو تلویزیون, ۱۳:۳۰, ۱۱ می ۲۰۲۶, ۲۸،۰۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, خبرهای نیمه روز, ۱۳:۰۰, ۱۱ می ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
تازه ترین اخبار از افغانستان، منطقه و جهان
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.












































