BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
ژوندۍ پاڼه, ایران: هېڅ امریکايۍ بېړۍ له هرمز تنګي نه ده تېره شوې
د ایران سپاه پاسداران ځواکونو ویلي، "په تېرو ۲۴ ساعتونو کې هېڅ کومه سوداګریزه یا تېل وړونکې بېړۍ له هرمز تنګي نه ده تېره شوې" او په دې اړه "د امریکايي چارواکو ادعاوې بېبنسټه او بيخي ناسمې دي". د امریکا پوځ مرکزي قومندانۍ (سېنټکام) ویلي وو، دوه الوتکې لېږدونکي بېړۍ یې چې پر رهبري شویو توغندیو سمبال دي، د هرمز تنګي له لارې فارس خلیج ته ننوتې دي.
ولې ځينې ایرانیان وېرېږي چې اوس رژیم پياوړی او له دوی غچ اخیستلو ته چمتو شوی دی؟
هماغه رژيم لا هم په واک کې دی او تېښته ترې ناشونې ده. که په موټر کې یې او که پلی خو چې هر چېرې ځې، دوی په مخه درځي. که راډيو اورې او که تلویزون ګورې نو یا به د وژل شوو مشرانو څېرې وینې او یا د اوسنیو واکمنو مخونه او غږونه. هر ځای دوی نه ډک دی. لومړی اعتراضونه وشول، بیا جګړه شوه، بیا اوربند وشو خو د ایران اسلامي جمهوري نظام و نه پرځېد او پر خپل ځای مېخ پاتې شو.
په نړیوالې جګړې کې د بري له جشنه وړاندې مسکو کې د اکرایین ډرون برید
د دوشنبې په سهار اوکرايين په مسکو کې یوه جیګپوړیزه ودانۍ له ډرون سره په نښه کړې ده. په دې برید کې چا ته ځاني زیان نه دی رسېدلی خو ودانۍ ته یې تاوان اړولی دی. دا په پرله پسې توګه درېیمه شپه وه چې مسکو باندې ډرون بریدونه کېږي.
ولې پر ټولنیزو رسنیو یو پوسټ په خلیجي هېوادونو کې د زندان یا ايستل کېدو لامل کېدی شي؟
په تېرو دوو مياشتو کې د ايران پر وړاندې د امریکا او اسرائیلو د جګړې له پيل راهيسې د خليج هېوادونو هغه کسان نيولی، محاکمه کړي او شړلي چې د ملي امنيت پر ضد د زيان رسوونکو مطالبو په خپرولو تورن شوي دي. چارواکو نوي فرمانونه صادر کړي، قضايي لارې یې محدودې کړې او شته قوانين لکه د تابعيت لغوه کول یې پلي کړي دي.
څنګه د انټرنېټ بندیز ماتولو لپاره د سټارلېنک ټېکنالوژي په پټه ایران ته قاچاقېږي؟
د بشري حقونو یوه سازمان د تېرې جنورۍ په میاشت کې اټکل کړی و چې په ایران کې د سټارلېنک بکسو شمېر ښايي پنځوس زرو ته رسېږي او داسې ښکاري چې له هغې وروسته به یې دا شمېر لا زیات شوی وي. تېر کال، د ایران حکومت داسې قانون تصویب کړ چې د سټارلېنک وسایلو کارول، پېرودل او پلورل تر دوو کلونو پورې د بند سزا لري.
لنډې ویډیوګانې
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
مصر کې محکمې هغه سړي ته سزا ورکړه چې نجلۍ ته یې هوټل کې ځای نه و ورکړی
دغه مدیر یوې مصرۍ مېرمنې ته په هوټل کې د یوازې پاتې کېدو لپاره د کوټې له ورکولو ډډه کړې وه. محکمې دا عمل "تبعیض" او توپیري چلند بللی، چې دې پرېکړې یو ځل بیا په هوټلونو کې د ښځو د یوازې پاتې کېدو د حقونو په اړه بحثونه راپارولي دي.
"د ایران د جګړې له امله میلیاردونه خوراکه خواړه له خطر سره مخ دي"
د سرې (کیمیاوي کود) یا ښېرازۍ د یوه ستر نړیوال تولیدوونکي مشر ویلي، د ایران د جګړې له امله د سرې او د هغې د مهمو خامو موادو د عرضې ګډوډي ښايي په نړۍ کې هره اونۍ تر ۱۰ میلیارده خوړو پورې اغېزمن کړي او بېوزله هېوادونه به تر ټولو ډېر زیان وویني. د "یارا" شرکت اجرائیه رئیس سویین توره هولسېتر بي بي سي ته ویلي، په خلیج کې جګړې او شخړو، چې د هرمز تنګي له لارې یې سمندري لېږد بند کړی، د نړۍ د خوړو تولید له خطر سره مخ کړی دی.
د ازموینې موسم د بریا لارښود: بیا وګورئ، یاد کړئ او بیا ارام وکړئ
د ازموینې موسم را رسېدلی، مانا دا چې له میاشتو زدکړو، بیاکتنې او یادولو وروسته اوس د اصلي ازموینې وخت نژدې شوی دی. خو دا اړینه نه ده چې دا تجربه حتماً له فشار او اندېښنې ډکه وي.
پر اېچ ای وي اخته پاکستانۍ جنسي کاروباریانې خپلې کیسې کوي
"پخوا راته بېخي معلومه نه وه چې دې کار(جنسي کاروبار) سره داسې هم کېدای شي، کله چې پوه شوم نو ژوند مې تباه شوی و".
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۵ می ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۴ می ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۴ می ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
واورئ, پښتو تلویزیون, ۱۳:۳۰, ۴ می ۲۰۲۶, ۲۸،۰۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.











































