د ازموینې موسم د بریا لارښود: بیا وګورئ، یاد کړئ او بیا ارام وکړئ

- Author, ایمیلي هولټ
- د لوستلو وخت: ۵ دقیقې
د ازموینې موسم را رسېدلی، مانا دا چې له میاشتو زدکړو، بیاکتنې او یادولو وروسته اوس د اصلي ازموینې وخت نژدې شوی دی.
خو دا اړینه نه ده چې دا تجربه حتماً له فشار او اندېښنې ډکه وي.
بي بي سي نیوز له ښوونکو او خصوصي استادانو سره خبرې کړې دي چې د بیاکتنې، د ازموینې ورکولو او خپل ځان ته د پام کولو په اړه غوره مشورې شریکې کړي.
۱- له خپلې بیاکتنې ډېره ګټه واخلئ
سایمن بیل، چې د متوسطې ښوونځي د تاریخ او سیاست ښوونکی دی، وایي چې زدکوونکي باید د موضوعاتو د ښه درک کولو هڅه وکړي او مهم اصطلاحات حفظ کړي، چې د امتحان په ورځ د "بېلابېل ډول پوښتنو" لپاره چمتو وي.
بیل وایي، په دې کار سره زدکوونکي ډاډ ترلاسه کولی شي چې د مطالعې هره دقیقه په هماغه څه مصرفېږي چې تر ټولو ډېر اهمیت لري.
هغه وایي، یوازې د بیاکتنې نوټونه یا د مطالعې لارښود لوستل او د مفاهیمو رښتینی درک کول، دواړه ډېر توپیر لري.
هغه زیاتوي: "که تاسو د ټیودور کورنۍ د واک ته رسېدو لاملونه نه شئ تشریح کولی، یا د فوتوسنتسز مفهوم په ساده ډول نه شئ بیانولی، نو لا مو موضوع سمه نه ده درک کړې".
دلته د هغه ځینې مهمې مشورې دي:
- د سور، ژېړ او شین "ترافیکي څراغ [رنګ]" سیستم وکاروئ، چې خپله پوهه وارزوئ او معلومه کړئ چې بیاکتنه مو په کومو برخو کې ډېره اړتیا لري.
- هڅه وکړئ ځانګړې موضوعات خپل ملګري یا د کورنۍ غړي ته په ساده ډول تشریح کړئ او له هغوی وغواړئ چې تاسو وازمويي.
- د موضوع په اړه بحث وکړئ او یوازې "څه" ته نه، بلکې "ولې" ته هم پام وکړئ.
- مهم اصطلاحات حفظ کړئ، چې د نومرې ورکولو په سیستم کې د ځانګړو علمي اصطلاحاتو له امله نومرې له لاسه ورنه کړئ.
- نظریات په فلشکارډونو ووېشئ او ځان د پټولو او بیا یادولو له لارې وازمویئ.

د عکس سرچینه، Simon Beale
۲- ایا باید د مرستې لپاره له مصنوعي ځیرکتیا (AI) ګټه واخلم؟
روت هاوېنګا، چې د GCSE انګلیسي خصوصي ښوونکې ده، وایي مصنوعي ځیرکتیا په داسې تعلیمي بڼه کارېدلی شي چې د زدکوونکو له بیاکتنې سره مرسته وکړي. خو هغې خبرداری ورکړی که په سمه توګه ونه کارول شي، نو ګډوډي هم رامنځته کولی شي.
هغې وایي، د دې لپاره چې د بیاکتنې پر مهال له AI اعظمي ګټه واخلئ، لاندې ټکو ته پام وکړئ:
- د خپل امتحاني بورډ د ارزونې موخې (assessment objectives) وکاروئ، چې په ځانګړو موضوعاتو کې د بحث لپاره نظریات تولید کړئ.
- له AI وغواړئ چې د یوې موضوع لپاره د پخوانیو امتحاني پوښتنو نمونې درکړي.
- په هغو مضمونونو کې چې مقالې لیکل پکې مهم وي، لکه انګلیسي، AI ستاسو د تحلیل او شننې ملاتړ کولی شي.
- خو له ازموینې وروسته د ځوابونو د لټون لپاره AI مه کاروئ، ځکه دا کار ښايي بېځایه فشار او اندېښنه درته پیدا کړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
۳- د خپلو ازموینو مهالوېش ښکاره ځای کې کېږدئ
هاوېنګا وایي، د منظم پاتې کېدو او د امتحان د فشار د کمولو یوه له تر ټولو اسانه لارو څخه دا ده چې د خپل امتحان مهالوېش په ښه ډول وپېژنئ.
هغه وایي: "دا هېڅ ګټه نه لري چې تاسو د څلورم امتحان لپاره چمتووالی ونیسئ، خو د لومړي امتحان لپاره نه".
هغې دا سپارښتنې کړې دي:
- ډاډ ترلاسه کړئ چې د ازموینې مهالوېش مو په داسې ځای کې ځوړند وي چې هر وخت یې لیدلی شئ.
- له امتحان مخکې، د مهالوېش له مخې د ارزونې موخې (assessment objectives) بیا وګورئ.
- دې ته پام وکړئ چې ممتحنین (ازموینه اخیستونکي) په اصل کې تاسو ته په کومو ټکو نومرې درکوي.
۴- خپل ځان ته هم پام وکړئ
انډریو بروف، چې د GCSE انګلیسي ښوونکی دی او ایملي مېریسن، چې د GCSE او A-level خصوصي ښوونکې ده، وایي د ازموینې سهار باید د اساسي چمتووالي لپاره وي، نه د وروستۍ شېبې د سختې مطالعې لپاره.
دوی د دې لپاره چې هم پر ځان او هم پر امتحان تمرکز وساتئ، لاندې مهمې مشورې وړاندې کوي:
- پر خپلې بیاکتنې باور ولرئ - یوازې پر خپلو لنډو یادداښتونو یا cue cards یو چټک نظر اچول باید بس وي.
- هغه څه کنټرول کړئ چې ستاسو په واک کې دي - د امتحان له شپې مخکې یونیفورم او کتابونه چمتو کړئ، چې سهار بېځایه بیړه رامنځته نه شي.
- ښه او پوره خوب وکړئ - له ویدېدو مخکې خپل موبایل بله خونه کې پرېښودل ، یا لږ تر لږه له کټه لرې کول مرسته کولی شي.
- ښه ناشته وکړئ - که لږ اندېښمن هم یاست، لږ خوراک له هېڅ نه غوره دی.
- د ازموینې په سهار هڅه مه کوئ چې ډېر معلومات په زور یاد کړئ.

د عکس سرچینه، Ruth Havenga
۵- له ازموینې وروسته څه باید وکړئ؟
ارام وکړئ، ازموینه پای ته ورسېده!
بروف وایي، کله چې امتحان ختم شي، بیا داسې څه نشته چې تاسو یې بدل کړئ او پرلهپسې د ازموینې په اړه فکر کول به یوازې ستاسو انرژي ختمه کړي.
مېریسن وایي، هڅه وکړئ خپل ځوابونه له ملګرو سره پرتله نه کړئ، ځکه:
"ستاسو ځوابونه به هېڅکله کاملاً یو شان نه وي او دا معنا نه لري چې تاسو غلط ځواب ورکړی."
دوی وایي، له امتحان وروسته دا کارونه وکړئ:
- له ملګرو سره امتحان مه شنئ او ځوابونه مه پرتله کوئ.
- لږ استراحت وکړئ، کوم خندوونکی پروګرام وګورئ، له ملګري سره ووینئ یا چکر ووهئ.
- پر انټرنېټ ځوابونه مه لټوئ او په اندېښنه خپل موبایل کې ګوتې مه وهئ.
- له دې احساسه خوند واخلئ چې یو امتحان مو بشپړ کړ او اوس بل پړاو ته روان یاست.
سره له دې چې امتحانونه مهم دي، بروف ټینګار کوي:
"هېڅ نومره ستاسو د ذهني او رواني هوساینې ارزښت نه لري."
هاوېنګا او مېریسن دا هم یادونه کوي چې که اړتیا وي، د امتحان د بیا ورکولو فرصت هم شته.
مېریسن زیاتوي: "مسلکونو ته د رسېدو ډېرې نورې لارې هم شته - ان که هر څه هغسې ترسره نه شي لکه تاسو چې فکر کاوه."

















