خصوصي پوهنتونونو کې د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي تړل کېدل؛ ذبيح الله مجاهد وايي "دولتي کې ورته ډېر پام کېږي"

ذبيح الله مجاهد

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, ګوربت ننګيال
    • دنده, بي بي سي، لندن
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

په افغانستان کې يو شمېر خصوصي پوهنتونونو ته د طالبانو حکومت د لوړو زدکړو وزارت له خوا څو ورځې وړاندې په استول شوي مکتوب کې امر شوی وو چې د حقوقو او سياسي علومو په ګډون ځینې پوهنځي وتړي، خو د طالبانو حکومت ویاند ذبيح الله مجاهد نن يکشنبې (۳۰ اګست) په يوه غونډه کې وويل دا پرېکړه ښايي د هغو خصوصي پوهنتونو په اړه شوې چې دغه برخه په کې "ډېره کمزورې او یا ضعیفه تدريس" کېده.

نوموړي چې د طالبانو حکومت د کلنۍ لاسته راوړنو په تړاو د خبري غونډو د لړۍ په دويمه ناسته کې خبرې کولې، د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي د تړل کېدو په اړه د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل، په ټولو دولتي پوهنتونونو کې د حقوقو او سياسي علومو برخه "لا تقويه شوې" او په وینا یې پرېکړه شوې چې باید لا یې د تقويه کېدو لپاره ډېره توجه وشي.

خو بي بي سي چې په افغانستان کې د ځينو خصوصي پوهنتونونو له چارواکو سره خبرې کړې هغوی تائید کړه چې دوی ته په رسمي ډول ویل شوي چې نور دې د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي ته محصلان نه جذبوي.

د يوه پوهنتون مشر د نوم نه ښودلو په شرط بي بي سي ته وويل، د طالبانو حکومت له واکمنۍ وروسته دغه پوهنځي ته د محصلينو لېوالتيا کمه شوې او دليل یې د ده په وینا دا دی چې "کاري ساحه یې محدوده شوې او له دې پوهنځي د فارغ شويو کسانو بستونو کې ملایان مقرر شوي دي".

د دغه پوهنتون مشر زیاته کړه چې سږ کال کانکور کې ورته اجازه ورکړل شوه چې یاد پوهنځي ته محصلين جذب کړي، خو وايي، دوی ته په تدريجي ډول د دې پوهنځي د تړل کېدو امر شوی او ورته ويل شوي چې دا محصلين دې فارغ شي او له دې وروسته دې نور نه جذبوي.

ويل کېږي د لوړو زدکړو وزارت له خصوصي پوهنتونونو غوښتي چې د نويو محصلينو د جذب پر ځای دې د نورو تحصيلي پروګروانو چې د کار پراخ فرصتونه لري، د جوړولو وړانديز وکړي.

د طالبانو حکومت له خوا دې پرېکړې لپاره د محصلينو د "جذب کمښت" او د دغو څانګو د فارغانو لپاره د "کاري فرصتونو محدوديت" د دې اصلي دليلونه په ګوته شوي دي.

په همدې مهال په افغانستان کې د لوړو زدکړو ډېر فارغان د کار له نشتوالي سرټکوي او وايي، تر ډېره په حکومتي دندو د "نامسلکي او د يوې ډلې خلک" ګومارل کېږي.

حقوق او سياسي علومو د افغانستان په پوهنتونونو کې له پخوا تدريس کېدل او دا يو له مهمو څانګو بلل کېدل.

له دې پوهنځي فارغو شويو محصلينو به د مدافع وکیلانو، قاضيانو، څارنوالانو، حقوقي مشاورانو، څېړونکو، استادانو او حقوقي ادارو کې د مشاورينو په توګه کار کاوه.

حقوق، سياسي علوم او نړيوالې اړيکې د حکومتولۍ، بهرني سياست، ډېپلوماسۍ، نړيوالو ادارو او سياسي څېړنو لپاره د کارپوهانو په روزنه کې مهم رول لري.

په افغانستان د زدکړو يو فعال د نوم نه ښودلو په شرط بي بي سي سره په خبرو کې دا پرېکړه "ناسمه" وبلله او ویې ویل، له دې سره به "حقوق پوهان، سياسي شنونکي، اداري برخه، پاليسي جوړونکي، نړيوالو اړیکو برخه کې کارپوهان له لويو ننګونو سره مخامخ شي او په داسې حال کې چې افغاستان په دې برخه کې ډېره اړتيا لري، لويه تشه به رامنځته شي."

هغه وايي، "حقوق يوازې نوم نه دی په ټولو برخو کې دا موثر تمامېږي، تجارتي حقوق لرو، بانکي حقوق لرو، مالي حقوق لرو، اقتصادي حقوق لرو، دې ټولو ته اړتيا ده. دا پرېکړه به اوږدمهاله قانوني تشه رامنځته کړي."

د لوړو زدکړو وزارت

د عکس سرچینه، MOHE

په خصوصي پوهنتونونو کې حقوقو، سياسي علومو او نړيوالو اړيکو د څانګو تړل کېدل په داسې حال کې مطرح کېږي چې د طالبانو له واکمنېدو راهيسې د ښکليو هنرونو پوهنځي د تړل کېدو تر څنګ د افغانستان د پوهنتونونو په نصاب کې ګڼ بدلونونه راغلي او يو شمېر مضامين له نصاب څخه حذف شوي او په یو شمېر نورو کې بدلون راوستل شوی دی.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د بيا واکمنېدو راهیسې له شپږم ټولګي پورته د ښځو او نجونو پر لوړو زدکړو بندیز لګېدلی دی.

د طالبانو حکومت دا پرېکړه تر "امرثاني" پورې ځنډولې.

د طالبانو حکومت ویاند په خپل خبري کنفرانس کې نور څه وويل؟

د طالبانو حکومت ویاند ذبيح الله مجاهد د خبرو پر مهال وويل‌ په افغانستان کې له لس میلیونو ډېر زده کوونکي او محصلین اوسمهال په زده کړو بوخت دي او شاوخوا ۳۸ زره دولتي او خصوصي ښوونځي او ښوونیز مرکزونه فعالیت لري.

ښاغلي‌ مجاهد په پلازمېنه کابل کې جوړې شوې خبري ناستې ته وویل،‌ په تېر یوه کال کې ۲۳۸ ښوونیز مرکزونه بیارغول شوي او له ۹۳ زرو ډېرو کسانو ته د سواد زده‌کړې زمینه برابره شوې ده.

ښاغلي‌ مجاهد زیاته کړه لسګونه زره محصلان په دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې پر زده‌کړو بوخت دي.

ښاغلي مجاهد دې پوښتنې ته په ځواب کې چې ایا نجونو ته له شپږم ټولګي‌ پورته د زده کړو د اجازې په برخه کې کوم پرمختګ شوی او که څنګه،‌ وویل، هڅې روانې دي چې په وینا یې دا نیمګړتیا هم لرې شي. خو په دې تړاو یې نور ډېر جزییات ورنکړل.

ښاغلي مجاهد د اقتصاد په برخه کې هم د اقتصادي ودې او د طالبانو د حکومت د هغو هڅو په اړه خبرې وکړې چې په وینا یې موخه یې ځوانانو ته د ندو برابرول او پر ځان‌بسیا کېدل دي

د کارموندنې په تړاو د طالبانو د حکومت د ویاند دا څرګندونې داسې مهال مخې ته راځي چې نړیوال بانک وايي، سره له دې سره چې په ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان اقتصاد یو څه وده کړې، خو د سړي سر عاید کچه ۵ اعشاریه ۶ سلنه کمه شوې ده.