په نړیوالې جګړې کې د بري له جشنه وړاندې مسکو کې د اوکرایین ډرون برید

برید کې ځاني تاوان نه دی اوختی خو ودانۍ زیانمنه شوې ده

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، برید کې ځاني تاوان نه دی اوختی خو ودانۍ زیانمنه شوې ده
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د دوشنبې په سهار اوکرايين په مسکو کې یوه جیګپوړیزه ودانۍ له ډرون سره په نښه کړې ده. په دې برید کې چا ته ځاني زیان نه دی رسېدلی خو ودانۍ ته یې تاوان اړولی دی.

دا په پرله پسې توګه درېیمه شپه وه چې مسکو باندې ډرون بریدونه کېږي.

دا حملې د مې پر نهمه نېټه دوېمې نړیوالې جګړې کې پر نازي المان د بري لمانځنې کلني پرېډ نه څو ورځې وړاندې ترسره کېږي.

پر ټولنیزو شبکو یوه ویدو چې تایید شوې نه ده، دې ودانۍ کې هغه اپارتمان ښکاره کوي چې برید کې ورته تاوان رسېدلی دی.

ویدیو کې دغه راز د ډرون پاتې شوني هم لیدل کېږي.

ښاروال سرګې سوباینن ویلي دي، دوه نور ډرونونه یې په هوا کې له منځه وړي دي.

د روسیې د دفاع وزارت وايي، د یکشنبې او دوشنبې ترمنځ شپه کې یې د روسیې په بېلابېلو سیمو کې په ټولیز ډول ۱۱۷ ډرون له منځه وړي دي.

دې کې ۶۰ یواځې د سینټ پیټرز برګ په لور روانې وې. سیمه‌ایز والي دا یو لوی برید بللی.

په نښه شوې ودانۍ له کرېملینه ۱۰ کېلومتره لرې دي. هلته د راتلونکې شنبې په ورځ د بري پریډ پلان شوی دی.

په ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې پر اکرایین د روسیې له تېري راپدېخوا اکرایین په مسکو څو ځله د ډرون بریدونه کړي دي.

د مسکو په څنډو کې دا بریدونه د هوايي ډګرونو د بندېدو او پروازونو د ګډوډېدو سبب شوي. د پلازمېنې ډېره برخه د دافع هوا سره خوندي ده خو دا لومړی ځل دی چې دومره نزدې د ډرون برید کېږي.

کرېملېن تېره اونۍ اعلان کړی و چې له اکرایینه " د ترورستي ګواښ" له امله به سږکال د مې د نهمې لمانځنې په لویه کچه نه وي. له ۲۰۰۸ کال نه راپدېخوا په لومړي ځل به دې پرېډ کې زغره‌والې موټرې او د توغندیو سیستم نندارې ته نه وړاندې کېږي.

د روسیې خبري رسنیو ترمخه ګڼو تیلیفوني کمپنیو ویلي چې "د امنیتي اندېښنو" له امله روانه اونۍ به د مسکو په ډېرو سیمو کې د موبایل انټرنېټ محدود وي.

د اکرایین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ویلي دي، کرېملېن اندېښمن دی چې " ډرون د سره میدان د پاسه ورتلی شي". دا د دې ښودنه کوي چې مونږ باید خپل فشار ته دوام ورکړو.

د جګړې له پیله اکرایین لرې سیمو کې د ډرون کارونې پروګرام پراخ کړی دی. دې سره توانېدلي چې له پولې لرې سیمو کې هدفونه په نښه کړي. دا ډول بریدونو کې د روسیې د انرژۍ بنسټونه په نښه کېږي. د دې هدف د روسیې د تېلو تولید او له هغې د عایدو د ترلاسه کولو کمول دي.

روسیې هم له خپل لوري خونړیو هوايي بریدونو ته دوام ورکړی دی. اکراییني چارواکي وايي، د دوشنبې په ورځ د روسیې پولې سره نزدې خارکیف کې د توغندیو برید له امله څلور کسان وژل شوي او ۱۸ نور ژوبل دي.