BBC News, پښتو - کور پاڼه

مهم خبرونه

  • محمد بن سلمان او شيخ زایډ بن ال نهيان

    ژوندۍ پاڼه, محمد بن سلمان پر متحده عرب اماراتو د ایران بریدونه غندلي دی

    د سعودي دولتي خبري اژانس په وینا د دغه هېواد وليعهد او لومړي وزير محمد بن سلمان د متحده عرب اماراتو له واکمن محمد بن ال نهيان سره په ټليفوني خبرو کې پر اماراتو د ایران بریدونه "په کلکه غندلي" او دا کار یې "غيرعادلانه" یاد کړی دی. د اېس پي اې خبري اژانس په وینا د سعودي وليعهد محمد بن سلمان د متحده عرب اماراتو د امنيت او ثبات سره د خپل هېواد پر ملاتړ باندې ټينګار کړی دی.

  • ملل متحد

    د هرمز تنګي تړل کېدو او له اوو هېوادونو د تېرېدو له کبله افغانستان ته د خوراکي مرستو د لېږد لګښت "دری برابره" زیات شوی

    د خوړو نړيوال پروګرام (ډبليو اېف پي) ويلي چې د هرمز تنګي له تړل کېدو او په نړيوال بازار کې د تېلو بيو لوړېدو له کبله افغاستان ته د مرستندويه خوراکي توکيو د لېږد لګښت دری برابره زيات شوی دی. د یادې ادارې مشر د بریتانيا ګارډين ورځپاڼې ته ويلي چې تعذيوي بېکېسټونه اوس د هرمز تنګي پر ځای له اوو هېوادونو تېرېږي او د دوبۍ له لارې افغانستان ته لېږدول کېږي.

  • د پاکستان پوځ

    په جنوبي وزيرستان کې له چاودېدونکو توکو ډک موټر چاودنه کې یو کس وژل شوی او ۱۴ ټپيان دي

    د خیبر پښتونخوا ایالت په جنوبي وزیرستان کې د چاودېدونکو توکو ډک موټر د چاودنې له کبله لږ تر لږه یو کس وژل شوی او ۱۴ تنه نور ټپیان دي. د جنوبي وزیرستان د پولیسو مشر طاهر شاه وزیر په وینا، چاودنه اعظم ورسک بازار ته نژدې شوې چې په وینا یې ګڼو ملکي وګړو ته پکې زیان رسېدلی دی.

  • د لبنان د روغتیا وزارت وايي تېرو څلورو ورځو کې اسرائیلي بریدونو کې ۶۰ کسان وژل شوي دي.

    لبنان کې اوربند سره سره "اسرائیلو لسګونه کسان وژلي" دي

    د لبنان د روغتیا وزارت وايي د یکشنبې په ورځ د لبنان جنوب کې اسرائیلو بریدونو کې ۲۰ کسان وژل شوي دي . لبنان کې دوه اونۍ وړاندې د اوربند له پیله راپدیخوا دا تر ټولو خونړۍ ورخ بلل شوې ده. د روغتیا وزارت د شمېرو ترمخه دې سره د پنج شنبې له ورځې اسرائیلي بریدونو کې د وژل شوو شمېر ۷۷ کسانو ته لوړ شوی دی. اسرائیل بیا ادعا لري چې د حزب الله ډلې غړي به نښه کوي.

  • د حکومت‌پلوه لاریونکو انځور چې د ایران بیرغونه ورسره دي.

    ولې ځينې ایرانیان وېرېږي چې اوس رژیم پياوړی او له دوی غچ اخیستلو ته چمتو شوی دی؟

    هماغه رژيم لا هم په واک کې دی او تېښته ترې ناشونې ده. که په موټر کې یې او که پلی خو چې هر چېرې ځې، دوی په مخه درځي. که راډيو اورې او که تلویزون ګورې نو یا به د وژل شوو مشرانو څېرې وینې او یا د اوسنیو واکمنو مخونه او غږونه. هر ځای دوی نه ډک دی. لومړی اعتراضونه وشول، بیا جګړه شوه، بیا اوربند وشو خو د ایران اسلامي جمهوري نظام و نه پرځېد او پر خپل ځای مېخ پاتې شو.

لنډې ویډیوګانې

  • کابل
  • بحیراب
  • Keyframe #9
  • د یوه ماشوم انځور چې قد یې اندازه کوي.
  • افغان کډوال
  • ممدانئي او پاچا چارلز
  • ګلوبل صمود فلوټېلا
  • بدخشان نجونې
  • clouds
  • مهریه اشفته

بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته

په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.

ځانګړي مطالب

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۵ می ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه

  • واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۴ می ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده

    دا خپرونه له بي‌ بي سي پښتو اورئ

  • واورئ, پښتو تلویزیون, ۱۳:۳۰, ۴ می ۲۰۲۶, ۲۸،۰۰ موده

    دا خپرونه له بي‌ بي سي پښتو اورئ

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي