BBC News, پښتو - کور پاڼه

مهم خبرونه

  • ایران

    ژوندۍ پاڼه, ایران: هېڅ امریکايۍ بېړۍ له هرمز تنګي نه ده تېره شوې

    د ایران سپاه پاسداران ځواکونو ویلي، "په تېرو ۲۴ ساعتونو کې هېڅ کومه سوداګریزه یا تېل وړونکې بېړۍ له هرمز تنګي نه ده تېره شوې" او په دې اړه "د امریکايي چارواکو ادعاوې بې‌بنسټه او بيخي ناسمې دي". د امریکا پوځ مرکزي قومندانۍ (سېنټکام) ویلي وو، دوه الوتکې لېږدونکي بېړۍ یې چې پر رهبري‌ شویو توغندیو سمبال دي،‌ د هرمز تنګي له لارې فارس خلیج ته ننوتې دي.

  • د لبنان د روغتیا وزارت وايي تېرو څلورو ورځو کې اسرائیلي بریدونو کې ۶۰ کسان وژل شوي دي.

    لبنان کې اوربند سره سره "اسرائیلو لسګونه کسان وژلي" دي

    د لبنان د روغتیا وزارت وايي د یکشنبې په ورځ د لبنان جنوب کې اسرائیلو بریدونو کې ۲۰ کسان وژل شوي دي . لبنان کې دوه اونۍ وړاندې د اوربند له پیله راپدیخوا دا تر ټولو خونړۍ ورخ بلل شوې ده. د روغتیا وزارت د شمېرو ترمخه دې سره د پنج شنبې له ورځې اسرائیلي بریدونو کې د وژل شوو شمېر ۷۷ کسانو ته لوړ شوی دی. اسرائیل بیا ادعا لري چې د حزب الله ډلې غړي به نښه کوي.

  • د حکومت‌پلوه لاریونکو انځور چې د ایران بیرغونه ورسره دي.

    ولې ځينې ایرانیان وېرېږي چې اوس رژیم پياوړی او له دوی غچ اخیستلو ته چمتو شوی دی؟

    هماغه رژيم لا هم په واک کې دی او تېښته ترې ناشونې ده. که په موټر کې یې او که پلی خو چې هر چېرې ځې، دوی په مخه درځي. که راډيو اورې او که تلویزون ګورې نو یا به د وژل شوو مشرانو څېرې وینې او یا د اوسنیو واکمنو مخونه او غږونه. هر ځای دوی نه ډک دی. لومړی اعتراضونه وشول، بیا جګړه شوه، بیا اوربند وشو خو د ایران اسلامي جمهوري نظام و نه پرځېد او پر خپل ځای مېخ پاتې شو.

  • برید کې ځاني تاوان نه دی اوختی خو ودانۍ زیانمنه شوې ده

    په نړیوالې جګړې کې د بري له جشنه وړاندې مسکو کې د اوکرایین ډرون برید

    د دوشنبې په سهار اوکرايين په مسکو کې یوه جیګپوړیزه ودانۍ له ډرون سره په نښه کړې ده. په دې برید کې چا ته ځاني زیان نه دی رسېدلی خو ودانۍ ته یې تاوان اړولی دی. دا په پرله پسې توګه درېیمه شپه وه چې مسکو باندې ډرون بریدونه کېږي.

  • xx

    ولې پر ټولنیزو رسنیو یو پوسټ په خلیجي هېوادونو کې د زندان یا ايستل کېدو لامل کېدی شي؟

    په تېرو دوو مياشتو کې د ايران پر وړاندې د امریکا او اسرائیلو د جګړې له پيل راهيسې د خليج هېوادونو هغه کسان نيولی، محاکمه کړي او شړلي چې د ملي امنيت پر ضد د زيان رسوونکو مطالبو په خپرولو تورن شوي دي. چارواکو نوي فرمانونه صادر کړي، قضايي لارې یې محدودې کړې او شته قوانين لکه د تابعيت لغوه کول یې پلي کړي دي.

لنډې ویډیوګانې

  • کابل
  • بحیراب
  • Keyframe #9
  • د یوه ماشوم انځور چې قد یې اندازه کوي.
  • افغان کډوال
  • ممدانئي او پاچا چارلز
  • ګلوبل صمود فلوټېلا
  • بدخشان نجونې
  • clouds
  • مهریه اشفته

بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته

په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.

ځانګړي مطالب

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۵ می ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه

  • واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۴ می ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده

    دا خپرونه له بي‌ بي سي پښتو اورئ

  • واورئ, پښتو تلویزیون, ۱۳:۳۰, ۴ می ۲۰۲۶, ۲۸،۰۰ موده

    دا خپرونه له بي‌ بي سي پښتو اورئ

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي