BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
د طالبانو حکومت ولې د ځینو دولتي ادارو له رسمي نومونو "ملي" کلمه لرې کړې؟
د بيبيسي ارزونې ښيي چې د طالبانو حکومت لږ تر لږه د درېیو ادارو له رسمي نومونو د "ملي" کلمه ایستلې ده. د دغو ادارو په رسمي نومونو کې د "ملي" کلمې پر ځای اوس "عمومي" لیکل شوي دي. طالبانو حکومت د ادارو په اړوند رسمي ویبسایټونو او ټولنیزو شبکو - په ځانګړې توګه اېکس (پخواني ټویټر) کې چې د طالبانو حکومت ادارې یې ډېر کاروي - زموږ د لټون له مخې په دې وروستیو کې د ازموینو، چاپیریال ساتنې، او احصایې او مالوماتو د ادارو له رسمي نومونو "ملي" کلمه ایستل شوې او پر ځای "عمومي اداره" لیکل شوي دي.
خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د مولانا محمد ادریس د هدفي وژنې خلاف احتجاجونه
مولانا محمد ادریس پرون په چارسده کې وژل شوی و. د اسلامي دولت نومې ډلې (داعېش) ددې پړه منلې. پولیس وايي، د امنیتي کمرو په مرسته د مشکوکو بریدګرو تر پېژندل کېدو وروسته د هغوی لټون روان دی.
ژوندۍ پاڼه, تهران: د امریکا پر وړاندیز غور روان دی؛ ټرمپ وايي که ایران هوکړه ونه کړي، تر پخوا به سخته بمباري پرې وشي
د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي ویلي د جګړې پای ته رسولو لپاره د امریکا پر وړاندیز غور روان دی او دا چې دوی به په دې تړاو خپل نظر له پاکستاني منځګړو سره شریک کړي. ورمخکې د امریکا ولسمشر ویلي وو چې د ایران جګړه او کلابندي له یوې هوکړې سره پای ته رسېدای شي، خو که تهران هوکړه ونه کړي، نو د ده په وینا تر پخوا سخته بمبارۍ به پرې وشي.
د ایران تاریخي او کلتوري اثار جګړې څومره زیانمن کړي؟
د ایران پېژندنې پوهانو (د ایران د ژبې، تمدن، میراث او تاریخ څېړونکو)، لرغونپوهانو او د کلتوري میراث د ساتنې لېوالو د ۴۰ ورځنۍ جګړې په بهیر کې د ایران کلتوري میراث ته د اوښتو زیانونو په اړه د راپورونو له خپرېدو وروسته خپله ژوره اندېښنه څرګندې کړې ده.
هدایتالله بدری: د عینک مسو کان قراردادي چینايي شرکت دې د استخراج عملي چارې پیل کړي
د طالبانو حکومت کې د کانونو او پټرولیم وزیر هدایتالله بدري د چین له سفیر او لوګر ولایت کې د عینک مسو کان د اړوندې کمپنۍ له مشره غوښتي چې له قرارداد سره سم دې د دې پروژې عملي کولو لپاره لاس په کار شي.
لنډې ویډیوګانې
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
ولې پر ټولنیزو رسنیو یو پوسټ په خلیجي هېوادونو کې د زندان یا ايستل کېدو لامل کېدی شي؟
په تېرو دوو مياشتو کې د ايران پر وړاندې د امریکا او اسرائیلو د جګړې له پيل راهيسې د خليج هېوادونو هغه کسان نيولی، محاکمه کړي او شړلي چې د ملي امنيت پر ضد د زيان رسوونکو مطالبو په خپرولو تورن شوي دي. چارواکو نوي فرمانونه صادر کړي، قضايي لارې یې محدودې کړې او شته قوانين لکه د تابعيت لغوه کول یې پلي کړي دي.
څنګه د انټرنېټ بندیز ماتولو لپاره د سټارلېنک ټېکنالوژي په پټه ایران ته قاچاقېږي؟
د بشري حقونو یوه سازمان د تېرې جنورۍ په میاشت کې اټکل کړی و چې په ایران کې د سټارلېنک بکسو شمېر ښايي پنځوس زرو ته رسېږي او داسې ښکاري چې له هغې وروسته به یې دا شمېر لا زیات شوی وي. تېر کال، د ایران حکومت داسې قانون تصویب کړ چې د سټارلېنک وسایلو کارول، پېرودل او پلورل تر دوو کلونو پورې د بند سزا لري.
مصر کې محکمې هغه سړي ته سزا ورکړه چې نجلۍ ته یې هوټل کې ځای نه و ورکړی
دغه مدیر یوې مصرۍ مېرمنې ته په هوټل کې د یوازې پاتې کېدو لپاره د کوټې له ورکولو ډډه کړې وه. محکمې دا عمل "تبعیض" او توپیري چلند بللی، چې دې پرېکړې یو ځل بیا په هوټلونو کې د ښځو د یوازې پاتې کېدو د حقونو په اړه بحثونه راپارولي دي.
د ازموینې موسم د بریا لارښود: بیا وګورئ، یاد کړئ او بیا ارام وکړئ
د ازموینې موسم را رسېدلی، مانا دا چې له میاشتو زدکړو، بیاکتنې او یادولو وروسته اوس د اصلي ازموینې وخت نژدې شوی دی. خو دا اړینه نه ده چې دا تجربه حتماً له فشار او اندېښنې ډکه وي.
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۷ می ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, د اوونۍ بحث, ۱۶:۳۰, ۶ می ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
د اوونۍ پر مهمو مسايلو تفصيلي بحث
واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۶ می ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۶ می ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.













































