د مسکو او کيېف د اوربند له وړانديزونو مخکې د روسیې بریدونو کې ۲۰ تنه وژل شوي

په کیېف کې يو ګادي سوځي

د عکس سرچینه، DSNS Ukraine

    • Author, لورا ګوزي
  • د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

په اوکرايين کې د دروسيې بریدونو له کبله له ۲۰ زيات کسان وژل شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې مسکو او کيېف په جلا توګه د یو اړخيزو اوربندونو وړانديزونه کړي دي.

په زپوريژيا کې چارواکو ويلي د روسیې په هوايي برید کې ۱۲ کسان وژل شوي. د اوکرايين ولسمشر ولودمير زيلېسنکي دا "بې رحمانه ترهګريز برید" بللی دی. نوموړي ويلي پنځه تنه په کراماتورسک او څلور په دنيپرو کې وژل شوي دي.

په روسيه کې د چواش جمهوريت چارواکو ویلي د سې شنبې په سهار د بې پيلوټه الوتکې برید له امله دوه کسان وژل شوي او ۳۲ نور ټپيان دي.

د دوشنبې په ورځ روسيې او اوکرايين د جرمني نازيانو پر وړاندې د شوري اتحاد د بریا لمانځې له مراسمو وړاندې یو اړخيز اوربندونه اعلان کړل. دغه مراسم هر کال په روسيه کې لمانځل کېږي.

روسيې ويلي چې د مې په اتمه او نهمه نېټه به اوربند وي او ګواښ یې کړی چې که اوکرايين اوربند مات کړي، په مرکزي کيېف به "ستر توغنديز برید" وکړي.

خو کيېف اعلان کړې چې د مې شپږمې نېټې د شپې له دوولسو بجو به یو نامحدود اوربند مراعات کوي او اوکرایین به له همغه وخته "په متقابل ډول عمل" کوي.

دا دواړه اوربندونه یو اړخيز ښکاري، یعنې دواړو خواوو د هغوی پر شرايطو، مودې یا څارنې هوکړه نه ده کړې.

د زيلېنسکي د دفتر مشر کیريليو بودانوف ويلي، که د اوکرايين ولسمشر له خوا د اعلان شوي اوربند احترام وشي، "موږ به یې هم عملي کړو... بل ګام د روسيې دی"

د اوکرايين نامحدود اوربند ښايي دا وښيي چې زيلېسنکي غواړي نړۍ ته ثابته کړي چې هېواد یې د سملاسي او تلپاتې اوربند لپاره چمتو دی او هر ډول سرغړونه به پر روسيې واچول شي.

ښاغلی زيلېنسکي پر ټېلېګرام ليکلي، "موږ باور لرو چې د انسان ژوند د هر ډول کليزې له لمانځنې په نه پرتله کېدونکي ډول ډېر ارزښت لري".

د چهارشنبې ماښام ناوخته له اوربند وړاندې اوکرايين پر روسيې یو لړ هوایي بریدونه وکړل چې په لېنېنګراد کې صنعتي سیمه او د چواش جمهوريت په چبکساري کې د پوځي وسایلو جوړولو فاریکه په نښه شوې ده.

زيلېنسکي ويلي، د پوځي وسايلو جوړولو فابريکه باندې د بريد لپاره یې په کور جوړ شوي فلمېنګو کروز توغندي کارولي.

وروسته د روسيې د دفاع وزارت تائید کړه چې دوی شپږ اوکراييني فلمينګو توغندي او ۶۰۱ بې پيلوټه الوتکې راغورځولې دي.

د سې شنبې په سهار په ټوله روسيه کې څو هوايي ډګرونه په لنډمهاله توګه تړل شوي وو. وروسته د مسکو ښاروال اعلان وکړ چې پلازمېنې ته نژدې یو شمېر ډرونونه نسکور کړل شوي دي.

کرميلن د بریا ورځې له لمانځلو مخکې ويلي چې سږ کال به اصلي مراسم د اوکرايين له خوا د "ترهګريز ګواښ" له کبله محدود وي او درانه پوځي وسايل به نندارې ته وړاندې کېږي.

د مسکو اوسېدونکو ته هم خبرداری ورکړل شوی چې د ګرځنده انټرنېټ لاسرسی به د مې تر ۹ پورې ګډوډ او یا بند شي.

اوکرايين په وروستيو اوونیو کې پر روسيې د ژورو بریدونو لپاره د ډرونونو کارول زيات کړي او په بریاليتوب سره یې د انرژۍ تاسيسات او د تېلو چاڼ ځايونه په نښه کړي او د روسيې د تېلو سوداګري یې ګډوډه کړې ده.

د دې هېواد ډرونونه اوس کولی شي د روسيې دننه سيمو ته ورسېږي. ډېری وخت د هوايي دفاع له سيستمونو هم تېرېږي. د دوشنبې په سهار یې یو په مسکو کې په یوه لوړ پوړيزه ودانۍ ولګېد.

په همدې مهال د اوکرايين پر ښارونو د مسکو بریدونه دوام لري چې ملکي وګړو ته په کې مرګژوبله اوړي. د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ له ۲۲ مې کله چې پر اوکرايين پراخ يرغل پیل شوی زرګونه کسان وژل شوي دي.