BBC News, پښتو - کور پاڼه

مهم خبرونه

  • جرګه

    د کونړ، باجوړ او مهمندو قومي مشرانو د سولې ګډ تړون وکړ

    د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو د کونړ ولایت او باجوړ او مهمند ضلعو یا ولسوالیو قومي مشرانو د سولې او امن ګډ ولسي تړون کړی او د دواړو خواوو له حکومتونو غوښتنه شوې چې خپل ځواکونه مخکنیو ځایونو ته په شا کړي. په دې تړون کې راغلي چې دواړو غاړو حکومتونه د خپلو سیمو د امنیت ساتلو مسؤولیت پر خپله غاړه لري او که جګړه کیږي نو ولسي خلک دې نه په نښه کوي.

  • هرمز تنګی

    ژوندۍ پاڼه, ټرمپ:‌ که پر امریکايي بېړیو برید وشي، ایران به 'د ځمکې له مخ ورک شي'

    په داسې حال کې چې کارپوهان د هرمز تنګي د وضعیت د خطرناکېدو په اړه خبرداری ورکوي، د ایران د بهرنیو چارو وزیر امریکا او عربي متحده اماراتو ته خبرداری ورکړی چې د "بد نیت لرونکو لورو" له امله یو ځل بیا "په دې ناورین کې راګیر نه شي". بله خوا، ټرمپ هغه امریکايي نظرپوښتنې رد کړې چې ښيي د جګړې لپاره د خلکو ملاتړ کم شوی دی او دغه سروېګانې یې "جعلي" بللې دي.

  • ملل متحد

    د هرمز تنګي تړل کېدو او له اوو هېوادونو د تېرېدو له کبله افغانستان ته د خوراکي مرستو د لېږد لګښت "دری برابره" زیات شوی

    د خوړو نړيوال پروګرام (ډبليو اېف پي) ويلي چې د هرمز تنګي له تړل کېدو او په نړيوال بازار کې د تېلو بيو لوړېدو له کبله افغاستان ته د مرستندويه خوراکي توکيو د لېږد لګښت دری برابره زيات شوی دی. د یادې ادارې مشر د بریتانيا ګارډين ورځپاڼې ته ويلي چې تعذيوي بېکېسټونه اوس د هرمز تنګي پر ځای له اوو هېوادونو تېرېږي او د دوبۍ له لارې افغانستان ته لېږدول کېږي.

  • د پاکستان پوځ

    په جنوبي وزيرستان کې له چاودېدونکو توکو ډک موټر چاودنه کې یو کس وژل شوی او ۱۴ ټپيان دي

    د خیبر پښتونخوا ایالت په جنوبي وزیرستان کې د چاودېدونکو توکو ډک موټر د چاودنې له کبله لږ تر لږه یو کس وژل شوی او ۱۴ تنه نور ټپیان دي. د جنوبي وزیرستان د پولیسو مشر طاهر شاه وزیر په وینا، چاودنه اعظم ورسک بازار ته نژدې شوې چې په وینا یې ګڼو ملکي وګړو ته پکې زیان رسېدلی دی.

  • د لبنان د روغتیا وزارت وايي تېرو څلورو ورځو کې اسرائیلي بریدونو کې ۶۰ کسان وژل شوي دي.

    لبنان کې اوربند سره سره "اسرائیلو لسګونه کسان وژلي" دي

    د لبنان د روغتیا وزارت وايي د یکشنبې په ورځ د لبنان جنوب کې اسرائیلو بریدونو کې ۲۰ کسان وژل شوي دي . لبنان کې دوه اونۍ وړاندې د اوربند له پیله راپدیخوا دا تر ټولو خونړۍ ورخ بلل شوې ده. د روغتیا وزارت د شمېرو ترمخه دې سره د پنج شنبې له ورځې اسرائیلي بریدونو کې د وژل شوو شمېر ۷۷ کسانو ته لوړ شوی دی. اسرائیل بیا ادعا لري چې د حزب الله ډلې غړي به نښه کوي.

لنډې ویډیوګانې

  • کابل
  • بحیراب
  • Keyframe #9
  • د یوه ماشوم انځور چې قد یې اندازه کوي.
  • افغان کډوال
  • ممدانئي او پاچا چارلز
  • ګلوبل صمود فلوټېلا
  • بدخشان نجونې
  • clouds
  • مهریه اشفته

بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته

په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.

ځانګړي مطالب

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۵ می ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه

  • واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۴ می ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده

    دا خپرونه له بي‌ بي سي پښتو اورئ

  • واورئ, پښتو تلویزیون, ۱۳:۳۰, ۴ می ۲۰۲۶, ۲۸،۰۰ موده

    دا خپرونه له بي‌ بي سي پښتو اورئ

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي