تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ډاکټرې ماه نور باندې د تېزاب شیندونکي کس وژلو پوښتنې را ولاړې کړې دي
- Author, محمد کاظم
- دنده, بيبيسي اردو، کوټه
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۸ دقیقې
د بلوچستان حکومت د کوټې په یوه ملکي روغتون کې ډاکټرې ماه نور ناصر باندې د تېزاب شېندل کېدو له پېښې وروسته ۲۳ احتجاج کوونکي ډاکټران له دندو لرې کړي او له ۲۵ نورو یې کار ته د نه راتلو لامل غوښتی دی.
پر ډاکټرې تېزاب شیندونکی کس د همایون شاه په نوم پېژندل شوی چې له پېښې لږ وروسته د پولیسو په ډزو کې ووژل شو. ډاکټره ماه نور د درملنې لپاره کراچۍ ته لېږدول شوې خو ډاکټرانو په اعتراض لاس پورې او کاربندیز اعلان کړی دی.
اوس که یو خوا ځوان او مشران ډاکټران او ډاکټرانې په روغتونونو کې خپل خوندیتوب ته اندېښمنې دي نو بلخوا د پولیسو له لوري د تېزاب شیندونکي کس د وژلو په اړه هم پوښتنې کوي.
دوی وايي چې د تورن کس د وژل کېدو له امله د پېښې تر شا کیسه پټه پاتې شوه او معلومه نه شوه چې هغه دا کار په خپله خوښه و کړ او که کوم څوک یې تر شا وو.
نو ځکه ډاکټران اوس د دې پېښه په لوړه کچه قضايي پلټنه غواړي.
خو د کوټې د پولیسو مشر عمران شوکت بیا وايي چې تېزاب شیندل د تورن کس "فردي عمل و" او د پولیسو لخوا د هغه د وژل کېدو تر شا "کومه بله انګېزه نه شته".
د بلوچستان حکومت د کورنیو چارو ایالتي ادارې د رسنیو برخې مرستیال بابر یوسفزی وايي، په داسې حال کې چې تورن (همایون شاه) وژل شوی او د ډاکټرې درملنه هم په وخت پيل شوې نو له احتجاجونو او کاربندیز سره باید په روغتونونو کې ناروغانو ته ستونزې جوړې نه شي.
حکومت ولې ډاکټران له دندو لرې کړل؟
پر ډاکټرې ماه نور ناصر د برید په اعتراض کې ځوانو ډاکټرانو د کوټې په ملکي روغتون کې احتجاجي پرلت کړی او په دولتي شفاخانو کې یې بېړنۍ له څانګې پرته په نورو ټولو برخو کې کاربندیز اعلان کړی دی.
په غبرګون کې یې د بلوچستان حکومت د عامې روغتیا ادارې اړوند ۲۳ ډاکټران له دندو لرې کړي او ۲۵ نورو نه یې کار ته د نه حاضرېدو لامل او ځواب غوښتی دی. د دې ترڅنګ یې د هغو پنځو ډاکټرانو د ستاژ او تخصص دوره هم ځنډولې ده چې په خپله برخه کې یې عملي او تخصصي زدکړې کولې.
د بلوچستان د اعلی وزیر د رسنیو برخې مرستیال شاهد رند وايي چې د قضايي احکامو له مخې، د انسانانو په ژوند او روغتیا پورې تړلو ادارو کې احتجاجونه، کاربندیز او په عامه خدمتونو کې د ګډوډۍ رامنځته کول ناقانونه کار حسابېږي او په هېڅ حال کې د منلو نه دی. د ده په وینا، په همدې دلیل یې د دغو ډاکټرانو پر ضد قانوني ګام اخیستی دی.
د تېزاب شیندونکي کس پر وژلو نیوکې
ډاکټره ماه نور ناصر اوس د کراچۍ په یوه شخصي روغتون کې بستر ده او درملنه یې روانه ده او د پېښې د بېلابېلو اړخونو په اړه پلټنې روانې دي.
د ځايي پولیسو یوه مشر چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې پر ډاکټرې د تېزابو شیندونکي کس موبایل پولیسو ضبط کړی خو په هغه کې یې د بریدګر له لوري دې ښځې ته هېڅ کوم استول شوی پیغام نه دی موندلی. خو وايي چې د موبایل ژوره پلټنه روانه ده چې هسې نه پیغامونه یې ړنګ کړي وي.
د کوټې پولیسو مشر عمران شوکت رسنیو ته په خبرو کې ویلي، "د برید تر شا کومه بله انګېزه نه وه او له بریدګر سره وسله وه چې وروسته د تېښتې پرمهال د پولیسو په ځوابي ډزو کې ووژل شو".
خو د احتجاج کوونکو ډاکټرانو غوښتنه بیا دا ده چې باید قضايي ادارې دا پېښه سمه وڅېړي. دوی وايي چې که پولیسو د همایون شاه په نوم دغه بریدګر ژوندی نیولی وای نو پر ډاکټرې د تېزاب شیندلو تر شا ټوله کیسه به روښانه شوې وه.
د پاکستان د روغتیايي ټولنې د بلوچستان یوه چارواکې ډاکټره زینت شاهواني پوښتنه کوي چې "له دې سړي سره خو څه کلاشینکوف نه و چې پولیسو ډزې پرې وکړې او ویې واژه؟"
دا زیاتوي، "دولتي کسان وايي چې هغه سره یوه توپنګچه او څلور مرمۍ وې او ژوندی یې هم نیولی شوای".
ډاکټره زینت همداراز پوښتي چې، "تورن یې ولې وواژه؟ موږ د همدې لپاره غواړو چې په لوړه کچه باید د دې پېښې قضايي پلټنه وشي".
د بلوچستان د ځوانو ډاکټرانو ټولنې مرستیال ډاکټر بهار شاه پوښتنه کوي چې، "دا د هغه کس شخصي عمل و او که کومه مافیايي کړۍ یې تر شا ده؟ نو ځکه باید دا پېښه سمه وڅېړل شي".
دی زیاتوي، "موږ ته هېڅ کومه حکومتي پلټنه ډاډ نه شي راکولی بلکې یوازې په لویه کچه قضايي تحقیق مو ډاډمنولی شي چې د تېزاب شیندنې اصلي مسؤلان څوک دي".
ډاکټرانې وېرېدلې دي
که څه هم ډاکټرانو په ځانګړي ډول ښځينه هغو مخکې هم په خپله سیمه کې چندان د خوندیتوب احساس نه کاوه خو پر ډاکټرې ماه نور ناصر د تېزابو له دغه برید وروسته یې نورې هم اندېښمنې کړې دي.
ډاکټره زینت شاهواني وايي چې دې پېښې یې پر روح او روان ناوړه اغېز کړی او زیاتوي، "د بلوچستان په څېر دودیزه ټولنه کې پر یوې ښځې تېزاب شیندل زړهماتوونکې پېښه ده. اوس هېڅ ډاکټره ځان خوندي نه احساسوي".
د کوټې ملکي روغتون د زېږنتون په څانګه کې کارکوونکې ډاکټره شازیه خپلواک وايي، "دلته ډېر کم خلک خپلې لوڼې زدکړو ته پرېږدي چې ډاکټرانې شي. ځکه چې هغوی طب له درناوي او عزته ډک مسلک ګڼي".
اغلې خپلواک وايي، "ښايي دا په نړۍ کې لومړنۍ داسې پېښه وي چې په یوه روغتون کې دننه پر یوې ښځينه ډاکټرې تیزاب شیندل کېږي" او په وینا یې، "دلته ښځې ځورول کېږي، سپکېږي خو هغوی په پټه خوله دا هر څه زغمي او کورنۍ نه خبروي".
ډاکټره خپلواک زیاتوي، "۲۴ ساعته دا وېره راسره وي چې د چا د جنسي تېري ښکار نه شو، څوک ضرر را و نه رسوي، څوک تاوتریخوالی راسره ونه کړي. شپه او ورځ په ډار او بیم تېروو. خو موږ بیا هم روغتون ته راځو او خپله دنده ترسره کوو".
اغلې خپلواک پر ادارو او چارواکو نیوکه کوي چې د دوی د خوندیتوب ډاډمنولو پر ځای یې هغوی له دندو ګوښه کړې دي.
دا ډاکټره وايي، "له کومو چارواکو او ساتونکو مو چې موږ ته د خوندیتوب برابرولو تمه وه، هغوی زما حاضري تېره ورځ خپره کړې او په دغه کار یې نور خلک هم زموږ ځورولو ته را بللي دي. زه که له دندې ایستل کېږم نو و دې ایستل شم خو اوس که یوه ماه نور په کراچۍ کې په روغتون کې بستر ده نو زرګونه نورې ماه نورې لا هم په روغتونونو کې په کار لګیا دي. د هغوی خوندیتوب ته باید پام وشي او دا غږ باید موږ اوچت کړو".
"ډاکټرانې له وېرې دندې ته نه ځي"
د بلوچستان د ځوانو ډاکټرانو ټولنې مرستیال مشر ډاکټر بهار شاه وايي چې پر یوې ښځينه ډاکټرې د تېزاب شیندلو پېښه باید عادي جرم و نه ګڼل شي او په وینا یې، اوس له همدې وېرې ډاکټرانې دندې ته تګ ته زړه نه ښه کوي.
دی زیاتوي، "داسې برېښي چې د دې پېښې تر شا خلک غواړي چې زموږ ښځې په کورونو کې بندیوانې کېنول شي. دا کوم ساده جرم نه دی چې وشو او کیسه هېره شي. د دې تر شا چې هره کړۍ وي باید مخ یې ټولې نړۍ ته وښودل شي".
ډاکټره شازیه خپلواک هم وايي، "موږ دا نه غواړو چې خلک یو ځل بیا خپلې نجونې او ښځې په کورونو کې ایسارې کړي او ورته ووايي چې نه نه، بهر مه ځئ، ډاکټرانې نه شئ کنه نو څوک به سبا تېزاب در وشیندي".
ډاکټر بهار شاه وايي، حکومت ورته ویلي چې احتجاج دې نه کوي ځکه چې د هغوی په وینا، "روغتون ساتونکي لري او خوندي دی" خو دی پوښتي، "که تاسې وایئ چې ساتونکي شته او تاسې خوندي یئ او زه ستاسې دا خبره و هم منم نو دغه کس ته تېزاب په روغتون کې دننه چا ورکړي دي او که څنګه؟ بیا نو هغه کس را پيدا کړئ او موږ ته یې وښيئ".
زینت شاهواني هم وايي، "له دې پېښې وروسته اوس هره کورنۍ اندېښمنه ده چې خپله ډاکټره لور څنګه له کوره بهر پرېږدي. ډاکټرانې خو پرېږده، خلک به څنګه زړه ښه کړي چې ان خپلې ناروغې ښځې روغتون ته راولي؟ ځکه چې دلته خو په اصل کې هېڅ امنیت نه شته".
د بلوچستان د ځوانو ډاکټرانو ټولنې ویاند ډاکټر ثنا الله وايي، ډاکټران ملامت نه دي چې خپل خوندیتوب ته اندېښمن دي. دی زیاتوي، "لکه د پنجاب، سېند او خیبر پښتونخوا قامي اسمبلیو چې د ډاکټرانو د خوندیتوب لپاره امنیتي قوانین جوړ او عملي کړي دي، هماغسې قانون باید د بلوچستان حکومت هم دلته پلی کړی چې ډاکټران د خوندیتوب احساس وکړي او په ډاډه زړه په روغتونو کې د ناروغانو خدمت وکړای شي".
د بلوچستان حکومت څه وايي؟
د بلوچستان د اعلی وزیر د رسنیو برخې مرستیال شاهد رند وايي چې د ډاکټرانو وړاندیزونو او مشورو ته په کتو د بلوچستان حکومت د دغه ایالت د دولتي روغتیایي مرکزونو امنیتي وضعیت ته د یوې جامع بیاکتنې لپاره لوړپوړې کمېټه جوړه کړې.
د ده په وینا، په دې کمېټه کې به حکومتي چارواکي، مشران ډاکټران، د عامې روغتیا برخې استازي او امنیتي مسؤلان شامل وي او دوی به په روغتیايي ادارو کې شته امنیتي ستونزو ته کتنه کوي او د پلي کېدو وړ وړاندیزونه به شریکوي.
ښاغلی رند وايي چې که څه هم د ډاکټرانو ټولنې ته ورپېښې ستونزې مني او د حل هڅه یې روانه ده خو په وینا یې، د قانون او عدالتي احکامونو له پلي کېدا او خلکو ته د خدمتونو رسولو نه سرغړونه ورته د منلو نه ده.
د بلوچستان د کورنیو چارو ایالتي ادارې د رسنیو برخې مرستیال بابر یوسفزی وايي چې تېزاب شیندونکی کس ځکه ووژل شو چې د ده په وینا، "د تېښتې هڅه یې کوله" او په خبره یې، "حکومت به د ډاکټرانو ټولې د حلېدو وړو ستونزې حلوي خو هغوی باید په روغتونونو کې کاربندیز و نه کړي. ځکه چې ډاکټران د خلکو درملونکي دي، هغوی ته ستونزې جوړوونکي نه دي".