تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کوټه کې د تېزابو برید کې د ژوبلې ډاکټرې "حالت ښه دی" ؛ د پېښې د بې پرې پلټنې غوښتنه
خبرداری په دې رپوټ کې پر یوې ښځې د تېزابو شېندلو برید په هکله جزیات دي، چې د ځینو لوستونکو لپاره ځورونکي کېدای شي.
''د تېزابو شیندلو برید له کبله ښځینه ډاکتره دومره سخته ځورېده، چې د مرستې لپاره یې زه د ځان پر لور راکاږلم او له همدې کبله پر ما هم د تېزاب اغېز وشو او زه ټپي شوم.''
دا څرګندونې د کوټې ملکي روغتون یوه روغتیاپالا عبدالرزاق خلجي دي، چې پر شنبه په یاد روغتون کې پر ښځینه ډاکترې د تېزابو پاشلو له برید وروسته تر ټولو مخکې د مرستې لپاره هغې ته ورسېد. بلوچستان حکومت د نوموړي ستاینې لپاره هغه ته د جایزې ورکولو اعلان کړی.
ښاغلی خلجی وايي: ''له برید وروسته د مرستې لپاره ښځینه ډاکتره زما پر لور راغله او د درد له سختۍ یې زه د ځان پر لور راکاږلم.''
پر ښځینه ډاکترې د تېزابو شیندلو دا پېښه د شنبې پر ورځ د کوټې روغتون جراحۍ څانګې بهر وشوه. په دې برید کې ټپي شوې ډاکتره له ایم بي بي اېس طبي زدکړو وروسته د کوټې پوسټ ګرېجویټ مډیکل انسټیټیوټ محصله ده.
ځايي چارواکي وايي، د پېښې پر مهال یاده ډاکتره په جراحۍ څانګه کې پر دنده بوخته وه او له برید وروسته د هوايي امبولانس له لارې د کراچۍ ښار اغا خان روغتون ته د درملنې لپاره لېږدول شوې ده.
د دې ډاکترې تره چې په روغتون کې ورسره دی، بي بي سي اردو څانګې ته ویلي، د وریرې روغتیايي وضعیت یې اوس نسبتاً ښه دی او درملنه یې روانه ده. دی زیاتوي، ډاکترانو ورته ویلي، چې د وریرې د سترګو نظر یې خوندي دی، شکایت کوي، چې هر څه ډېر څرګند نه ویني.
دی زیاتوي، ډاکترانو ورته ویلي، چې کېدای شي د مخ زیات پړسوب له کبله یې نظر یو څه تت وي، خو د پړسوب له کمېدو وروسته به نهايي معلومات ترلاسه کېږي.
د دې ډاکترې تره وايي، د وریرې مخ، ښي لاس او پښه هم ټپي شوي دي. دی زیاتوي: ''اوس خو ډاکترانو وویل، چې یوه یا یوه نیمه میاشت به په روغتون کې وي، په دې موده کې به ګڼ شمېر جراحي عملیات کېږي او د درملنې بهیر ښايي وخت ونیسي.''
د یادونې ده، چې هغه کس چې پردې ډاکترې یې برید کړی، د همایون شاه په نامه پېژندل شوی، چې په همدې روغتون کې یې د لفټ اپریټر په توګه دنده درلوده.
په کوټه کې د بي بي سي خبریال محمد کاظم په خپل رپوټ کې د کوټې پولیسو مشر (ډي ای جي) عمران شوکت له قوله وايي، مشکوک بریدګر وروسته د پولیسو په ځوابي ډزو کې ووژل شو.
تر اوسه رسماً د برید د انګیزې په اړه څه نه دي ویل شوي.
بلخوا د دې برید په هکله پر خواله رسنیو بحثونه روان دي او د کوټې ځوانو ډاکترانو د پېښې خلاف د احتجاج په توګه دویمه ورځ هم اعتصاب وکړ.
له دې ډاکترې سره مرسته کوونکي عبدالرزاق خلجی وايي، ''د ډاکترې مخ سخت ټپي شوی و، کالي یې هم اغېزمن شوي وو، او ما پرې خپله چپنه وغوړوله. په لومړي سر کې زه نه پوهېدم، چې د تېزابو شیندلو برید پرې شوی.''
د کوټې ملکي روغتون یو مشر عبدالهادي کاکړ ځايي پولیسو ته د پېښې رپوټ ثبتولو په ترڅ کې ویلي، ''د امنیتي کمرو د تصویرونو پر مټ مشکوک بریدګر همایون شاه وپېژندل شو، چې په همدې روغتون کې یې له یوې شخصي شرکت سره د لفټ چلولو دنده درلوده.''
د بلوچستان د کورنیو چارو ایالتي وزیر میر ضیاالله لانګو د دې پېښې غندنه وکړه او په وینا یې د پېښې له رامنځته کېدو سملاسي وروسته پولیسو ته د مشکوک بریدګر د نیولو لپاره امر شوی و.
د نوموړي په وینا مشکوک بریدګر د بسونو یوې اډې ته نږدې وموندل شو، خو کله چې ترې د تسلمېدو غوښتنه وشوه، هغه پر پولیسو ډزې پیل کړې.
ښاغلی لانګو وايي، د پولیسو ځوابي ډزو پایله کې مشکوک بریدګر لومړی ټپي شو او وروسته یې ساه ورکړه. د نوموړي په خبره له یاد کس نه یوه تنفنګچه او یو شمېر مرمۍ هم ترلاسه شوي دي.
د یکشنبې پر ورځ (ځوانو ډاکټرانو) د ملکي روغتون کوټې له انګړه یو احتجاجي لاریون پیل کړ. د لاریون ګډونوال د بېلابېلو سړکونو له لارې د پریس کلب مخې ته ورسېدل او هلته یې مظاهره وکړه.
ډاکټرانو د دې پېښې غندنه وکړه او د روغتیا سکرتر، د ملکي روغتون مشر او د روغتون د امنیتي مسوول د دندو ځنډولو او پر ضد یې د قانوني اقدام او د پېښې د شفافو پلټنو غوښتنه وکړه.
د تېزابو ښکاره پیر او پلور په هکله پوښتنې
بل لور په ټولنیزو رسنیو کې خلکو په دې اړه هم خپل غوسه او خپګان څرګند کړی دی. خلک د پېښې د سملاسي پلټنې غوښتنه کوي او تر څنګ یې په ازادانه ډول د تېزابو پېر او پلور په هکله هم پوښتنې راپورته کړې دي.
د منها په نوم یوې کاروونکې لیکلي: ''پر ډاکټرې د تېزاب دا وحشیانه برید ډېر دردونکی او د منلو وړ نه دی. دا د انسانیت، خواخوږۍ او د هرې ښځې پر هغه حق برید دی چې له وېرې پرته کار او خدمت وکړي.''
ژورنالستې سدره ډار لیکلي: ''پاکستان کې د تېزاب پلور او پېر دومره اسانه دی چې هر څوک کولی شي بازار ته لاړ شي او د فاضله موادو نل لیکې پرانیستلو په پلمه تېزاب واخلي. څوک یې رانیسي، د څه لپاره یې وړي او څه به پرې کوي؟ هېڅ ریکارډ نه ساتل کېږي.''
د نذرانې یوسفزۍ په نوم یوې کاروونکې پر اېکس لیکلي: ''ما پر ډاکټرې د تېزاب برید یوه ډېره وېروونکې ویډیو ولیده. موږ اصلي ستونزه له پامه غورځوو، چې هغه زموږ په ټولنه کې د ښځو پر وړاندې ژوره کرکه او غیر انساني چلند دی. دا زموږ په کورونو، ادارو، خبرونو او چلند کې شته. تر هغه چې موږ د دې کرکې مقابله ونه کړو، نورې ښځې به هم د خپلې خونديتوب بیه پرې کوي.''
د ډاکټر رفیع په نوم یو کاروونکي هم دا پېښه غندلې او لیکي: ''که یوه ښځینه ډاکټره په روغتون کې خوندي نه وي، نو بیا به چېرې خوندي وي؟ ښځې لا له مخکې د ډاکټر، ښوونکې او مسلکي کېدو لپاره له ټولنیزو خنډونو سره مخ دي...''