تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
تېرو دوو میاشتو کې ۷۵ افغانان چې له نیمايي زیات یې ماشومان دی په اوبو کې مړه شوي دي
- Author, ببرک احساس
- دنده, بيبيسي، کابل
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۳ دقیقې
په افغانستان کې د طالبانو حکومت چارواکي وايي، د روان لمریز کال له پیله تر اوسه لږ تر لږه ۷۵ کسان، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، په سیندونو، کانالونو او کاریزونو کې ډوب شوي او ژوند یې له لاسه ورکړی دی.
د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې د چارواکو په وینا، د هوا له تودېدو او د اوبو غاړو ته د خلکو د تګ راتګ له زیاتېدو سره د ډوبېدو پېښې هم ډېرې شوې دي. دغې ادارې له خلکو غوښتي، که لامبو وهل نه شي کولای، په سیندونو، کانالونو او کاریزونو کې له اوبوته له داخلېدو ډډه وکړي او د سېلابونو او سختو بارانونو پر مهال اوبو ته نږدې نه شي.
دا اداره وايي، د هوا په تودېدو سره ګڼ خلک د تفریح لپاره د سیندونو، بندونو او نورو تفریحي سیمو پر لور ځي، خو یو شمېر یې د خوندیتوب اصولو ته له پام پرته او په داسې حال کې چې لامبو نه شي کولی، خپل ژوند له خطر سره مخ کوي. دغه اداره وايي، د دغو پېښو ډېری قربانیان ماشومان دي.
د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې ویاند محمد یوسف حماد وايي:« د حمل له میاشتې راهیسې تر اوسه ۷۵ کسان په سیندونو، بندونو او نورو اوبو لرونکو سیمو کې د ډوبېدو له امله مړه شوي دي. د هغه په وینا، په قربانیانو کې ۲۷ نارینه، اووه ښځې او ۴۱ ماشومان شامل دي او درې نور کسان ټپیان شوي هم دي.»
د سیمې خلکو ته د چارواکو سپارښتنه
دا په داسې حال کې ده چې د ننګرهار ولایت چارواکي هم وايي، په همدې موده کې لږ تر لږه ۱۵ کسانو په سیندونو کې د اوبو کې د لامبو پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو آمر قریشي بدلون بی بی سی ته وویل ، ډېری قربانیان هغه ماشومان دي چې کورونه یې د سیندونو یا کاریزونو په شاوخوا کې موقعیت لري.هغه وايي:« په تېرو دوو میاشتو کې د جلالاباد ښار او د دغه ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې نږدې ۱۵ کسان په سیندونو کې د لامبو پر مهال مړه شوي دي چی دوی کی ۱۰ تنه تنکی ماشومان دی» نوموړي له هغو کورنیو غوښتي چې د سیندونو ترڅنګ ژوند کوي، د خپلو ماشومانو جدي څارنه وکړي او پرې نه ږدي چې سیندونو ته ښکته شي.
د سیمهییزو چارواکو په وینا، په ځینو مواردو کې د ماشومانو هڅه چې یو بل وژغوري، په تراژیدۍ بدله شوې ده. په یوه پېښه کې، وروسته له هغه چې یو ماشوم په اوبو کې ډوبېده، دوو نورو ماشومانو د هغه د ژغورلو لپاره ځانونه اوبو ته واچول، خو درې واړه مړه شول. د دغې پېښې قربانیان د یوې کورنۍ غړي وو.
افغانستان هر کال د اوړي او تودو میاشتو پر مهال په سیندونو، د اوبو لګولو کانالونو، کاریزونو او بندونو کې د ډوبېدو د پېښو د زیاتېدو شاهد وي. د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې چارواکي له کورنیو غواړي چې ماشومان د اوبو سرچینو ته نږدې بې څارنې پرې نه ږدي او هغه کسان چې د لامبو مهارت نه لري، له ژورو اوبو څخه لرې پاتې شي