ایران ۵۷۳ افغان زندانیان افغانستان ته سپارلي، پر اعدام محکوم هم په کې دي

    • Author, سید عبد الله نظامي
    • دنده, بي بي سي-کابل
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

تهران کې د افغانستان سفارت چې اوس مهال یې چارې د طالبانو حکومت له لوري سمبالېږي پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، تازه ۱۶۵ افغان زندانیان له قانوني پړاونو وروسته افغانستان ته لېږدول شوي دي.

سپارل شویو زندانیانو کې یوه افغانه مېرمن او یو سړی هم شته چې ایران کې یوې محکمې وړاندې د مرګ سزا ور اورولې وه. سفارت دا نه ده روښانه کړې چې افغانستان ته په رسېدو به دوی له کوم قانوني او عدلي پړاونو تېرېږي او که به په عادي ډول خپلو کورنیو سره یو ځای شي.

د سفارت د معلوماتو له مخې، د زندانیانو د سپارلو بهیر کې افغانستان کې د طالبانو حکومت یوه ایرانۍ زندانۍ هم هغه هېواد ته سپارلې ده. د دغه ایرانۍ مېرمنې د جرم او د نیول کېدو کره نېټې په تړاو ډېر څه نه دي خپاره شوي.

افغان سفارت دا د دې بهیر ۱۲ پړاو بللی او هیله یې ښودلې چې په دوام به یې نور افغان زندانیان هم د ایران له بندخونو ازاد شي.

تېره ورځ ۴۰۸ نور افغان زندانیان هم د ایراني چارواکو له لوري د طالبانو حکومت ته سپارل شوي وو. کابل کې د زندانیانو چارو د تنظیم ادارې ویلي وو، دغه کسان د اسلام کلا بندر له لارې افغانستان ته رسېدلي دي.

د ایران په زندانونو کې ډېر شمېر افغانان د نشه يي توکو، ناقانونه مېشتېدا او نورو تورونو سره مخ دي. که څه هم د دغه هېواد زندانونو کې د بندي افغانانو کره شمېر نه دی معلوم، خو په تېر کې د طالبانو حکومت ویلي وو، په ګاونډیو هېوادونو کې څه د پاسه ۱۲زره افغانان زنداني دي چې ۸۰۰۰ یې په ایران کې دي.

تېر کال د بشري حقونو ادارو اندېښنه ښودلې وه چې د ایراني دولت له لوري له رڼه او شفاف عدلي بهیر پرته افغانان په مرګ محکومېږي.

د هنګاو په نوم د بشري حقونو یوه بنسټ ویلي وو، په تېر ۲۰۲۵ زېږدیز کال کې ۸۵ افغانان د ایران د محکمو له لوري په اعدام محکوم او په زندانونو کې په دار ځړول شوي دي.

هغه مهال د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمد الله فطرت ویلي وو ''زموږ غوښتنه دا ده، چې له افغان زندانیانو سره په احتیاط چلن وشي او دغه زندانیان د افغانستان عدلي او قضايي ادرو سره په همغږۍ هېواد ته واستول شي، چې د افغانستان له قوانینو سره سم مجازات شي.''

داسې برېښي چې له امریکا او اسرائیلو سره د ایران له جګړې وروسته د افغان کډوالو پر وړاندې سخت چلن کې یو څه نرمي راغلې ده.

ایراني چارواکو د دې جګړې پر مهال افغانستان کې د طالبانو حکومت "د بې پرېوالي دریځ" ستایلی و او په سوداګریزو چارو کې یې هم د پراخوالي خبره کړې وه، خو دا چې پر افغان کډوالو او زندانیانو به د تګلارو دا نرمي تر کومې مودې او کومه بریده پاتې شي شننه یې ګرانه ده.