تاسې د وېب‌سایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېب‌سایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.

د وېب‌سایټ اصلي بڼې ته مې وروله

د وېب‌سایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.

ژوندۍ پاڼه, امریکا او ایران دویمه پرلپسې ورځ په منځني ختیځ کې یو پر بل بریدونه کړي

د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) وايي، پر ایران یې د خپلو وروستیو بریدونو پړاو پای ته رسولی دی. دا اعلان څو دقیقې وروسته له هغه وشو چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له فاکس نیوز خبري شبکې سره په خبرو کې ادعا وکړه چې د ایران د ''مستقیمې غوښتنې'' پر بنسټ بریدونه درول کېږي.

لنډیز

  • د امریکا مرکزي قوماندانۍ 'سینټکام' ویلي، د چهارشنبې په ورځ یې په ایران کې د ''ګڼو هدفونو'' پر ضد د ''ځان‌ دفاع لپاره اضافي بریدونه'' پیل کړي دي
  • د وروستیو بریدونو په ځواب کې د ایران پوځي قوماندانۍ ویلي چې دوی به هره هغه بېړۍ په نښه کړي چې د هرمز تنګې له لارې تېرېږي.
  • د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي امریکا تورنه کړه چې ''د متضادو پیغامونو، دریځونو او غوښتنو د پرلپسې بدلون، او تر ټولو ناوړه دا چې د اوربند د پرلپسې سرغړونو له لارې یې دا دیپلوماتیک بهیر زیانمن کړی دی''
  • امریکا پر سې شنبه له هغه وروسته پر ایران بریدونه وکړل، چې ولسمشر ټرمپ وویل، ایران د امریکايي پوځ یوه چورلکه راغورځولې ده
  • د ایران سپاه پاسداران ځواک وروسته وویل، دوی په سیمه کې د امریکا پر اډو بریدونو سره ځواب ورکړی دی

ژوندی پوښښ

  1. کویت د ایران بریدونو له کبله په موقت ډول هوايي حریم تړلی

    د کویت ملکي هوايي چلند ادارې د ''ایراني یرغل'' له امله د احتیاطي تدابیرو په توګه د هېواد هوايي حریم په لنډمهاله توګه تړلو اعلان کړی.

    د ادارې لخوا په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې الوتنې به د تائید شویو موافقو او طرزالعملونو له مخې بدیلو هوايي ډګرونو ته واستول شي.

    دغه راز د کویت د دولتي اړیکو مرکز ویلي چې د هېواد هوايي دفاعي سیستم توانېدلی چې ''هوايي هدفونه'' په بریالیتوب سره په نښه او له منځه یې یوسي.

  2. سپاه پاسداران ځواک ادعا کوي، د اردن په هوايي اډه کې یې د امریکا جنګي الوتکې په نښه کړې

    د ایران سپاه پاسدران ځواکونو ادعا کړې چې د ۱۲بالسټیک توغندیو په کارولو سره یې په اردن کې د الأزرق هوايي اډه او کنټرول مرکز کې د امریکا پوځ مهم هدفونه ویشتلي دي.

    د سپاه په وینا، په دې برید کې د امریکا پرمختللې جنګي الوتکې هم په نښه شوي دي، چې پکې ایف-۳۵، ایف-۱۵ او ایف-۱۶ ډوله الوتکې هم شاملې دي.

    په اعلامیه کې ویل شوي چې دا عملیات د امریکا د پوځ تاسیساتو او عملیاتي جوړښت ته د زیان رسولو لپاره ترسره شوي دي.

    تر دې مهاله، د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) د دې ادعا په اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو مخکې یې هغه راپورونه رد کړي و چې ګواکې په ایران کې پر امریکايي جنګي الوتکه برید شوی او یا د هرمز تنګی په بشپړ ډول تړل شوی، او دا یې «ناسم» بللي دي.

  3. د ایران سپاه پاسداران سمندري ځواکونو ویلي، هېڅ بېړۍ دې له لنګرځایونو (بندرونو) نه خوځېږي

    دا خبرداری له هغه وروسته ورکړل شوی چې په ایران کې د ''خاتم الانبیاء قرارګاه'' له لوري د هرمز تنګې د ''بشپړ تړل کېدو'' اعلان خپور شو.

    د پنجشنبې سهار په خپره شوې خبرپاڼه کې د سپاه سمندري ځواک ویلي:

    ''د امریکايي دښمن لخوا د اوربند د شرایطو له پرلپسې نقض وروسته، د هرمز تنګی تر بلې خبرتیا پورې تړل کېږي. موږ خبرداری ورکوو چې هېڅ بېړۍ دې په فارس خلیج او د عمان په سمندر کې له خپل لنګرځایه ونه خوځېږي. د هرمز تنګې ته نږدې کېدل به له دښمن سره د همکارۍ په توګه بلل کېږي.''

  4. وروستی, سنټکام وايي، پر ایران یې د تازه بریدونو لړۍ ودروله

    د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) وايي، پر ایران یې د خپلو وروستیو بریدونو پړاو پای ته رسولی دی. دا اعلان څو دقیقې وروسته له هغه وشو چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له فاکس نیوز خبري شبکې سره په خبرو کې ادعا وکړه چې د ایران د ''مستقیمې غوښتنې'' پر بنسټ بریدونه درول کېږي.

    خو ایران سملاسي دا ادعا رد کړه او وايي برعکس، د هغوی د وسلوالو ځواکونو د متقابلو بریدونو له امله امریکايي ځواکونه اړ شوي چې خپل بریدونه پای ته ورسوي.

    په ورته مهال ایران وايي، د سیمې په کچه یې پر امریکایي اډو د ډرون او توغندويي بریدونه کړي دي او د امریکا د نوو بریدونو په غبرګون کې یې د هرمز تنګی په بشپړ ډول تړلی دی.

  5. ایران وايي، په بحرین کې یې د امریکا پر پوځي اډې ډرون برید کړی

    د پنجشنبې پر سهار د امریکا له بریدونو څو ساعته وروسته، د ایران دولتي رسنیو د دغه هېواد د پوځ له قوله راپور ورکړ چې:

    ''په بحرین کې د امریکا پپنځمه بحري بېړۍ د پوځ ډرون بریدونو کې په نښه شوې ده. په دې بریدونو کې د اړیکو انتنونه او د پاټریوت دفاعي سیستم راډار تاسیسات په نښه شوي دي.''

    په ورته مهال سپاه پاسداران ځواک ادعا کړې چې په سیمه کې یې د امریکا ۱۸ مهم هدفونه ویشتلي دي.

    د سپاه نیوز ټیلیګرام کانال لیکلي:

    ''په دوو عملیاتي څپو کې، د امریکا پوځ اړوند ۱۸ مهم هدفونه په 'علي السالم'،'احمد الجابر' او دغه راز 'شیخ عیسی' هوایي اډو کې ویشتل شوي او له منځه وړل شوي دي.''

    بلخوا، د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) تر اوسه پورې د ایران د دې ادعاوو په اړه څه غبرګون نه دی ښودلی.

  6. وروستی, سپاه پاسداران ځواک د ایران له لوري له ټرمپ سره هر ډول اړیکه نیول رد کړل

    د فاکس نیوز د راپور له خپرېدو څو دقیقې وروسته، چې پکې د ډونلډ ټرمپ له قوله ویل شوي وو یو ''لوړپوړي ایراني چارواکي'' له ده سره مستقیمه اړیکه نیولې او د بریدونو درولو غوښتنه یې کړې ده، د ایران سپاه پاسداران ځواک اړوند رسنۍ سپاه نیوز دا ادعا رد کړه.

    تسنیم خبري اژانس هم د یوې پوځي سرچینې له قوله لیکلي:

    ''ایران به د امریکا هر ډول پوځي تېري ته پرېکنده پوځي ځواب ورکړي او هېڅکله به د امریکایانو د ګواښونو او پوځي حماقتونو پر وړاندې سر ټیټ نه کړي.''

    دغې پوځي سرچینې زیاته کړې:

    ''د امریکایانو هر ډول تېری به له غوڅ پوځي ځواب سره مخ شي، نه له سیاسي امتیاز ورکولو سره. دا چې هره ورځ وي، که سبا وي یا راتلونکې ورځې، موږ مخکې هم دا خبره ثابته کړې او بیا به یې هم ثابته کړو.''

    دغه راز د سپاه نیوز ټیلیګرام چېنل د فاکس نیوز د راپور په غبرګون کې لیکلي:

    ''د ټرمپ دا ادعا چې ګواکې ایراني چارواکو ورسره تماس نیولی، په کلکه ردوو او دا یوازې له جګړې د تېښتې لپاره یوه پلمه ده.''

  7. وروستی, فاکس نیوز: ډونلډ ټرمپ وايي، ''د ایران په غوښتنه'' به بریدونه ژر پای ته ورسېږي

    د فاکس نیوز خبري شبکې د راپور له مخې، ټرمپ له دې شبکې سره په خبرو کې ویلي چې ''د ایران له مخامخ اړیکې'' او د دې هېواد د یوه لوړپوړي چارواکي له غوښتنې وروسته چې د بریدونو د درولو غوښتنه یې کړې وه، ده پر ایران د نویو بریدونو بندولو امر کړی دی.

    په ورته مهال د ایران دولتي رسنیو او هغو رسنیو چې سپاه پاسداران ځواک ته نژدېدي، دا ادعا رد کړې او د بریدونو د بندولو لپاره یې د ایران لخوا هر ډول اړیکه او غوښتنه ''دروغ'' بللې ده.

    د فاکس نیوز خبریال دغه راز ویلي، ټرمپ ورسره په ټیلیفوني خبرو کې د پنجشنبې سهار د بریدونو په ترڅ کې د ټاماهاک توغندیو په کارولو سره د ایران راډارونو، دفاعي تاسیساتواو د ډرونونو د کنټرول مرکزونوپه نښه کولو یادونه کړې.

    هغه زیاتوي، دغه بریدونه د ایران د خاورې ډېر دننه ته رسېدلي او ''له تهرانه څو کیلومتره لېرې'' سیمې یې هم په نښه کړې دي.

    ټرمپ د فاکس نیوز هغې پوښتنې په ځواب کې چې که ایران د امریکا وړاندیز شوې هوکړه رد کړي، وویل: ''په هغه صورت کې به بیا هم بمبار شي.''

  8. له هغه وروسته چې ټرمپ وویل، 'سخت' ګوزار به پرې وکړي، امریکا پر ایران نوي بریدونه پیل کړي

    له هغه وروسته چې د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ وویل، امریکايي ځواکونه به پر ایران سخت ګوزار وکړي، ځکه چې تهران ''د جګړې پای ته رسولو لپاره د هوکړې په کولو کې ډېر وخت واخیست''، پر ایران نوي بریدونه پیل کړي.

    د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) ویلي، د چهارشنبې په ورځ یې په ایران کې د ''ګڼو هدفونو'' پر ضد د ''ځان‌ دفاع لپاره اضافي بریدونه'' پیل کړي دي. سینټکام چارواکو زیاته کړه: ''دا بریدونه د ایران د بې ‌دلیله او پرلپسې یرغل په ځواب کې ترسره کېږي.''

    روانه اوونۍ دواړو خواوو پوځي او څارنیز مرکزونه په نښه کړي، چې دا د متقابلو هوايي بریدونو څرګند زیاتوالی ښيي.

    د سې شنبې پر ورځ یوه امریکايۍ چورلکه راغورځول شوی وه، چې پړه یې پر ایران اچول شوې ده. د ایران سپاه پاسداران ځواک وروسته وویل، د منځني ختیځ په کچه یې د امریکا پر اډو بریدونه وکړل.

    په خلیج کې د قشم په ټاپو کې او دغه راز په بندرعباس، سیریک او نورو ښارونو کې د چاودنو غږونه هم اورېدل شوي دي.

    د وروستیو بریدونو په ځواب کې د ایران پوځي قوماندانۍ ویلي چې دوی به هره هغه بېړۍ په نښه کړي چې د هرمز تنګې له لارې تېرېږي.

    په دې هکله یوه خبرپاڼه کې ویل شوي: ''د هرمز تنګی د هر ډول بېړیو، ان سوداګریزو بېړیو پر مخ په بشپړ ډول تړل شوې ده.''

    د بریدونو له پیل څو ساعته مخکې، ټرمپ خبرداری ورکړی و: ''موږ پرون پر هغوی سخت ګوزار وکړ او نن به بیا هم سخت ګوزار ورکړو .''

    ټرمپ په خپل ټولنیزه پاڼه ټروت سوشل ولیکل چې د ایران مشرانو ''د یوه توافق د خبرو لپاره ډېر وخت اخیستی''، په داسې حال کې چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت امریکا تورنه کړه چې ''د متضادو پیغامونو له لارې یې دیپلوماتیک بهیر زیانمن کړی دی''.

    د ټرمپ د څرګندونو په ځواب کې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وویل، ایران به ''د هر ډول فشار او ګواښ پر وړاندې ټینګ ودریږي''.

    وروسته د امریکا د دفاع وزیر پېټ هېګست وویل، په ایران کې ''پر مهمو تاسیساتو به بمبارۍ'' کېږي.

    هېګست زیاته کړه، ایران ته د هوکړې کولو فرصت ورکړل شوی و، خو هغوی ترې ګټه وانخیسته، او ټرمپ هم ویلي چې که د سولې هوکړه ونه شي، پر ایران به بیا هم بریدونه وشي.

    په اپرېل میاشت کې، امریکا او ایران د لنډمهاله اوربند موافقه کړې وه، چې د دوو اوونیو لپاره وه، خو له هغه وروسته، پرته له دې چې بشپړه جګړه بېرته پیل شي، دواړو خواوو څو ځله متقابل بریدونه کړي.

    د واشنګټن او تهران ترمنځ د خبرو د بیا پیل لپاره وروستي هڅې ټکنۍ شوې او بریدونه بیا ډېر شوي دي.

  9. په عمان سمندر کې پر یوې بېړۍ د امریکايي ځواکونو برید

    د چهارشنبې پر ورځ د امریکا پوځ وویل، عمان خلیج کې یې پر یوه نفت‌ وړونکي بېړۍ برید کړی چې ''له روان بندیزه یې سرغړونه کړې وه او هڅه یې کوله چې له ایرانه نفت ولېږدوي''.

    د رویټرز خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، امریکایي ځواکونو په عمان سمندر کې د دې بېړۍ پر ماشین خونې له ډزو وروسته بېړۍ غیر فعاله کړه.

    هند حکومت ویلي، د عمان سمندرغاړو ترڅنګ په 'سیټېبیلو' بېړۍ له برید وروسته درې هندي ماڼوګان ورک دي او د عملې ۲۱ نور کسان ژغورل شوي دي.

    له هغه وروسته، چې هرمز تنګی د ایران له لوري په بشپړه توګه وتړل شو، امریکا د ایران بندرونه کلابند کړي دي. دا اقدام د امریکا او اسرائیلو لخوا په فبرورۍ کې پر تهران د بریدونو په غبرګون کې شوی دی.

    سیټېبیلو اتمه بېړۍ ده چې امریکايي ځواکونو پرې ډزې کړې دي.

  10. امریکا وايي، د ایران دفاعي سیستمونه یې په نښه کړي، د ایران دولتي رسنیو وايي، د امریکا بریدونو په سیمه کې د اوبو زېرمتونونه ويشتلي

    د امریکا مرکزي قوماندې چارواکي وايي، د سې شنبې پر ورځ د امریکا بریدونو کې د ایران دفاعي سیستمونه، ځمکني کنټرول مرکزونه او د هرمز تنګې ته نږدې راډار مرکزونه په نښه شوي دي.

    د ایران دولتي رسنیو بیا وویل، د امریکا بریدونو په سیمه کې د اوبو دوه زېرمتونونه ويشتلي، چې له امله یې د سویلي بندري ښار سیریک زرګونه خلک د ۱۲ ساعتونو لپاره د څښاک له اوبو بې برخې شوي دي.

    د ایران سپاه پاسداران ځواک وايي، دوی د سیمې پر امریکایي پوځي اډو بریدونو کې ۲۱ هدفونه ویشتلي، چې یو یې په بحرین او بل یې په اردن کې و. بل لور د کویت پوځ ویلي، دوی هم یو برید شنډ کړی دی.

    رویټرز خبري اژانس د چهارشنبې پر ورځ د یوه امریکايي چارواکي له قوله راپور ورکړ چې په منځني ختیځ کې د امریکا پر اډو د ایران لخوا توغول شوي نژدې ټول توغندي او ډرونونه شنډ کړل شوي او د مرګژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی.