''په دوو عملیاتي څپو کې، د امریکا
پوځ اړوند ۱۸ مهم هدفونه په 'علي السالم'،'احمد الجابر' او دغه راز 'شیخ
عیسی' هوایي اډو کې ویشتل شوي او له منځه وړل شوي دي.''
بلخوا، د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) تر اوسه پورې
د ایران د دې ادعاوو په اړه څه غبرګون نه دی ښودلی.
وروستی, سپاه پاسداران ځواک د ایران له لوري له ټرمپ سره هر ډول اړیکه نیول رد کړل
د فاکس نیوز د راپور له خپرېدو څو دقیقې وروسته، چې پکې د
ډونلډ ټرمپ له قوله ویل شوي وو یو ''لوړپوړي ایراني چارواکي'' له ده سره مستقیمه اړیکه
نیولې او د بریدونو درولو غوښتنه یې کړې ده، د ایران سپاه پاسداران ځواک اړوند رسنۍ
سپاه نیوز دا ادعا رد کړه.
تسنیم خبري اژانس هم د یوې پوځي سرچینې له قوله لیکلي:
''ایران به د امریکا هر ډول پوځي
تېري ته پرېکنده پوځي ځواب ورکړي او هېڅکله به د امریکایانو د ګواښونو او پوځي حماقتونو
پر وړاندې سر ټیټ نه کړي.''
دغې پوځي سرچینې زیاته کړې:
''د امریکایانو هر ډول تېری به
له غوڅ پوځي ځواب سره مخ شي، نه له سیاسي امتیاز ورکولو سره. دا چې هره ورځ وي، که
سبا وي یا راتلونکې ورځې، موږ مخکې هم دا خبره ثابته کړې او بیا به یې هم ثابته کړو.''
''د ټرمپ دا ادعا چې ګواکې ایراني چارواکو ورسره تماس نیولی،
په کلکه ردوو او دا یوازې له جګړې د تېښتې لپاره یوه پلمه ده.''
وروستی, فاکس نیوز: ډونلډ ټرمپ وايي، ''د ایران په غوښتنه'' به بریدونه ژر پای ته ورسېږي
د فاکس
نیوز خبري شبکې د راپور له مخې، ټرمپ له دې شبکې سره په خبرو کې ویلي چې ''د ایران له مخامخ اړیکې'' او د دې هېواد د یوه لوړپوړي چارواکي له غوښتنې وروسته چې د بریدونو د درولو غوښتنه
یې کړې وه، ده پر ایران
د نویو
بریدونو بندولو امر کړی دی.
په ورته مهال د
ایران دولتي رسنیو او
هغو رسنیو چې سپاه پاسداران ځواک ته نژدېدي، دا
ادعا رد کړې او د بریدونو د بندولو لپاره یې د ایران لخوا هر ډول
اړیکه او غوښتنه ''دروغ'' بللې ده.
هغه زیاتوي، دغه بریدونه
د ایران د خاورې ډېر دننه ته
رسېدلي او ''له تهرانه څو کیلومتره
لېرې'' سیمې یې هم په نښه کړې دي.
ټرمپ د
فاکس نیوز هغې پوښتنې
په ځواب کې چې که ایران د امریکا وړاندیز شوې هوکړه رد کړي،
وویل: ''په هغه صورت کې
به بیا هم بمبار شي.''
له هغه وروسته چې ټرمپ وویل، 'سخت' ګوزار به پرې وکړي، امریکا پر ایران نوي بریدونه پیل کړي
د عکس سرچینه، EPA / Reuters
له هغه وروسته چې د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ وویل، امریکايي ځواکونه به پر ایران سخت ګوزار وکړي، ځکه چې تهران ''د جګړې پای ته رسولو لپاره د هوکړې په کولو کې ډېر وخت واخیست''، پر ایران نوي بریدونه پیل کړي.
د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) ویلي، د چهارشنبې په ورځ یې په ایران کې د ''ګڼو هدفونو'' پر ضد د ''ځان دفاع لپاره اضافي بریدونه'' پیل کړي دي. سینټکام چارواکو زیاته کړه: ''دا بریدونه د ایران د بې دلیله او پرلپسې یرغل په ځواب کې ترسره کېږي.''
روانه اوونۍ دواړو خواوو پوځي او څارنیز مرکزونه په نښه کړي، چې دا د متقابلو هوايي بریدونو څرګند زیاتوالی ښيي.
د سې شنبې پر ورځ یوه امریکايۍ چورلکه راغورځول شوی وه، چې پړه یې پر ایران اچول شوې ده. د ایران سپاه پاسداران ځواک وروسته وویل، د منځني ختیځ په کچه یې د امریکا پر اډو بریدونه وکړل.
په خلیج کې د قشم په ټاپو کې او دغه راز په بندرعباس، سیریک او نورو ښارونو کې د چاودنو غږونه هم اورېدل شوي دي.
د وروستیو بریدونو په ځواب کې د ایران پوځي قوماندانۍ ویلي چې دوی به هره هغه بېړۍ په نښه کړي چې د هرمز تنګې له لارې تېرېږي.
په دې هکله یوه خبرپاڼه کې ویل شوي: ''د هرمز تنګی د هر ډول بېړیو، ان سوداګریزو بېړیو پر مخ په بشپړ ډول تړل شوې ده.''
د بریدونو له پیل څو ساعته مخکې، ټرمپ خبرداری ورکړی و: ''موږ پرون پر هغوی سخت ګوزار وکړ او نن به بیا هم سخت ګوزار ورکړو .''
ټرمپ په خپل ټولنیزه پاڼه ټروت سوشل ولیکل چې د ایران مشرانو ''د یوه توافق د خبرو لپاره ډېر وخت اخیستی''، په داسې حال کې چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت امریکا تورنه کړه چې ''د متضادو پیغامونو له لارې یې دیپلوماتیک بهیر زیانمن کړی دی''.
د ټرمپ د څرګندونو په ځواب کې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وویل، ایران به ''د هر ډول فشار او ګواښ پر وړاندې ټینګ ودریږي''.
وروسته د امریکا د دفاع وزیر پېټ هېګست وویل، په ایران کې ''پر مهمو تاسیساتو به بمبارۍ'' کېږي.
هېګست زیاته کړه، ایران ته د هوکړې کولو فرصت ورکړل شوی و، خو هغوی ترې ګټه وانخیسته، او ټرمپ هم ویلي چې که د سولې هوکړه ونه شي، پر ایران به بیا هم بریدونه وشي.
په اپرېل میاشت کې، امریکا او ایران د لنډمهاله اوربند موافقه کړې وه، چې د دوو اوونیو لپاره وه، خو له هغه وروسته، پرته له دې چې بشپړه جګړه بېرته پیل شي، دواړو خواوو څو ځله متقابل بریدونه کړي.
د واشنګټن او تهران ترمنځ د خبرو د بیا پیل لپاره وروستي هڅې ټکنۍ شوې او بریدونه بیا ډېر شوي دي.
په عمان سمندر کې پر یوې بېړۍ د امریکايي ځواکونو برید