ملګرملتونو د پاکستان بریدونو کې د ۱۳ ولسي افغانانو وژل کېده ثبت کړي

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) پر دغه هېواد د پاکستان وروستي بریدونه د اندېښنې وړ بللي او د کړکېچ ژر پای ته رسېدو غوښتنه یې کړې ده.

د پنجشنبې پر ورځ یوناما په یوه وینا پاڼه کې د جون د نهمې او ۱۰مې نېټو ترمنځ د شپې مهال د افغانستان سوېل ختیځ کې پر خوست او پکتیکا او ختیځ کې پر کونړ د پاکستان له لوري شويو هوايي بریدونو کې د ولسي مرګ ژوبلې پخلی کړی دی.

یوناما ویلي، د ۱۳ ولسي افغانانو د وژل کېدو او ۱۰ تنو نورو د ټپي کېدو پېښې یې ثبت کړې دي چې ډېر یې ماشومان او ښځې دي.

د ملګرو ملتونو دغه استازولۍ د کابل او اسلام اباد ترمنځ د شخړې پای ته رسولو غوښتنه کړې ده"یوناما یو ځل بیا د تاوتریخوالي د کمولو، دایمي اوربند، د ملکیانو د ساتنې، د پولو د تګ راتګ د بیا پرانیستلو (په ځانګړي ډول د بشري مرستو لپاره)، او د اختلافاتو د حل لپاره د خبرو اترو غوښتنه تکراروي."

افغانستان کې د طالبانو حکومت تېره ورځ وویل، چې د پاکستان هوايي بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۳ کسان وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي. دغو بریدونو کې د خوست سپېره، د پکتیکا برمل او د کونړ شلتن ولسوالۍ په نښه شوې وې. دغو سیمو کې پخوا هم دا ډول بریدونو کې د ولسي مرګ ژوبلې رپوټونه ورکړل شوي وو.

دغه درې واړه ولسوالۍ له ډیورنډ کرښې سره نږدې پرتې دي.

بي بي سي ته په رسېدلو انځورونو کې لیدل کېږي چې بریدونه په عامه مېشتځایونو شوي او د کوم پوځي مرکز ودانۍ په کې نه لیدل کېږي. د خوست د سپېرې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي شاخان بي بي سي ته ویلي " د مڼې په کلي کې د ببري په نوم د یوه سړي کور په نښه شوی چې ځايي اوسېدونکی و او یوه بې وزله کورنۍ وه."

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطا الله تارړ له دغو هوايي ګوزارونو څو ساعته وروسته وویل چې افغان خاوره کې یې د خپلې غلیمې وسله والې ډلې پټنځایونه په نښه کړي او د پاکستاني طالبانو غورځنګ (ټي ټي پي) "څلور مرکزونه یې په بشپړ ډول ویجاړ کړي دي." دغه پاکستاني چارواکي د یو شمېر قومندانانو نومونه هم یاد کړي چې وايي پاکستان کې یې وسله وال فعالیتونه کول. هغه ویلي دا عملیات د "کره استخباراتي معلوماتو پر بنسټ شوي."

ښاغلي تارړ ویلي و، دا د هغو وروستیو خونړیو پېښو ځواب و چې په دې وروستیو کې خیبر پښتونخوا ایالت کې شوي او د دوی خلکو ته یې زیان رسولی.

له بریدونو یوه ورځ وړاندې د پېښور حسن‌خېلو کې د پاکستاني امنیتي ځواکونو پر یوه څوکۍ د خرپ او ترپ یوه برید کې د شپږو وژلو شویو امنیتي کسانو د جنازې پر مهال، د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي وویل، دوی به "د ترهګرو پر وړاندې خپل عملیات جاري وساتي."

پاکستاني چارواکي په خپل هېواد کې د ډېرو امنیتي پېښو پر وخت د پړې ګوته افغانستان او هند ته نیسي او له تېرو څو کلونو راهیسې یې پر افغان خاوره هوايي بریدونه هم کړي چې د تېر کال اکټوبر کې افغانستان کې د طالبانو حکومت د "غچ له بریدونو" سره مخ شول او وروسته د پاکستان دفاع وزیر افغانستان سره "د مخامخ جګړې" اعلان وکړ.

د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمد الله فطرت بي بي سي سره خبرو کې ویلي، "پاکستان د خپلې ناکامۍ پړه پر افغانستان اچوي."

د سعودي، قطر، ترکیې او چین په منځګړيتوب له سوله ییزو لارو د دې شخړې د حل هڅه هم شوې خو لا یې کومه څرګنده پایله نه ده لرلې. هغسې چې د ملګرو ملتونو په رپوټ کې ویل شوي د کړکېچ درنه بیه ولسي افغانان پرې کوي.

دې کړکېچ د مرګ ژوبلې ترڅنګ د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو کې د پرتو ولسونو سوداګري او عامه ژوند هم ګډوډ کړی دی. په تېر مارچ میاشت کې د ملګرو ملتونو ادارو ویلي وو چې ګڼ ښونیز مرکزونو د دې شخړې له امله په دواړو غاړو کې زیانمن شوي او ښونیز بهیر یې ټکنی کړی دی. د کونړ او نورستان په ځینو سیمو کې د بریدونو له وېرې کورنیو خپلې مېنې هم پراېښي دي.