تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د خیبر پښتونخوا لکي مروت ولسوالۍ کې چاودنې د دوو پولیسو په ګډون اوه کسان وژلي
د پاکستان خیبر پښتونخوا شمال لوېدیځ کې د سېشنبې په ورځ یوه بازار کې چاودنې اوه کسان، چې دوه پولیس او پنځه ولسي وګړي دي، وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان شوي دي.
پولیس وايي چاودنه لکي مروت کې شوې ده. دا په تېرو څو ورځو کې په دغه سیمه کې دویم خونړی برید دی.
د ژغورنې ادارې په یوه اعلامیه کې ویلي چې امبولانسونه او د اور وژنې ګاډي د پېښې ځای ته استول شوي دي.
دسراي نورنګ د پولیسو مرستیال مشر سعید خان وویل، هغه کسان چې سخت ټپیان شوي وو، د بنو روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
د ځايي روغتون مشر محمد اسحاق وویل تر اوسه ۳۷ ټپیان ور وړل شوي او د ځینو حالت سخت دی.
د چاودنې له ځایه خپرو شویو انځورونو کې ویجاړ دوکانونه او یو سخت زیانمن شوی موټر ښکاري.
په همدې سیمه کې دیکشنبې په ورځ هم د موټر بم برید او وروسته پر یوه پولیس پوسته برید کې ۱۵ پولیس وژل شوي وو. پاکستان د دغه برید پړه پر افغانستان کې مېشتو وسلهوالو اچولې او کابل ته یې سخت احتجاج کړی و.
د افغانستان د طالبانو حکومت د دوشنبې په ورځ ویلي و چې سملاسي په دې اړه څه نه وايي.
پاکستان پر کابل تور پورې کوي چې هغو وسلهوالو ته پناه ورکوي چې د افغانستان له خاورې په پاکستان کې بریدونه تنظیموي.
طالبانو دا تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې په پاکستان کې ناامني د هغه هېواد کورنۍ ستونزه ده.
تېره ورځ (دوشنبه) هم د خیبر پښتونخوا بنو کې د پولیسو پر پوستې د شوي برید پلټونکو ویلي چې دې برید کې له ۱۲۰۰ تر ۱۵۰۰ کېلوګرامه چاودېدونکي توکي کارول شوي وو.
د فتح خېل پولیسو په دې پوستې د یکشنبې د ورځې برید کې ۱۵ پولیس وژل شوي او درې ژوبل شوي وو.
د برید پړه د "اتحاد المجاهدین پاکستان" په نامه ډلې منلې ده، خو د پاکستان حکومت ادعا کوي چې دا برید په افغانستان کې طرحه شوی و. له همدې امله دوشنبې اسلام اباد کې د طالبانو حکومت شاژدافیر د بهرنېو چارو وزارت ته غوښتل شوی او ورته یو احتجاج لیک وسپارل شو.