تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
تاجکستان: هغه افغانان ایستل شوي چې جرمونو کې ښکېل وو
د یوې اوونۍ له تېرېدو وروسته، تاجکستاني چارواکو له دغه هېواده د لسګونو افغان کورنیو د ناڅاپي ایستلو په اړه له خپله اړخه سپیناوی وړاندې کړی دی.
د تاجکستان د ملي امنیت کمېټې ادعا کړې چې د یوشمېر کډوالو لخوا د جرمونو ډېرېدل د تاجکستان امنیت له خطر سره مخامخ کوي او د همدې ډول پېښو د مخنیوي په موخه یې یو شمېر افغان وګړي له خپل هېواده ایستلي دي.
شاوخوا ۱۰ ورځې وړاندې د تاجکستان په شمال کې د یوې تاجکستانۍ مېرمنې له وژل کېدو وروسته، تر ۲۵۰ ډېر افغان کډوال له تاجکستانه افغانستان ته په زوره ستانه کړل شوي دي.
دې پېښې سره هم مهاله د تاجکستان د مليامنیت دولتي کمېټې هلته مېشت یو شمېر افغان کډوال د بېلابېلو جرمونو په ترسره کولو تورن کړي دي.
په دغو تورونو کې د نشه يي توکو قاچاق، له ترهګرو او نورو ورانکارو ډلو سره اړیکې، او له ماشومانو سره د جنسي تاوتریخوالي ادعاوې ښودل شوې دي.
د دې ترڅنګ د پناه ترلاسه کولو لپاره د جعلي اسنادو کارونه، د قمار او نورو ورته ناقانونه کارونو مرکزونو جوړول او په کوربه هېواد کې د امنیتي وضعیت خرابول هغه جرمونه دي چې د یادې کمیټې د ادعا له مخې، کډوال پکې ښکېل بلل شوي دي.
دې اعلامېه کې نه دی ویل شوي چې افغانانو کومو "ترهګرو او ورانکارو ډلو" سره تړاو درلود.
د تاجکستان د ملي امنیت دولتي کمیټې په بیان کې د یوې مېرمنې د وژنې د پېښې یادونه هم شوې چې په دې ورستیو کې د دغه هېواد په شمال کې شوې ده. تاجکستاني حکومت ادعا کړې چې، شاوخوا ۱۰ ورځې وړاندې یوه افغان وګړي د چشمه شهر خوجند سیمې یوه اوسېدونکې په چړې وژلې وه.
د دغه تور په تړاو د تورن کس یا د هغه د مدافع وکیل نظر تر اوسه نه دی معلوم شوی.
تاجکستاني حکومت له دې سره هممهال ویلي، چې څه باندې ۱۰ زره افغانې کورنۍ چې په وینا یې، د کوربه هېواد قوانین او اصول په پام کې نیسي، هلته په کرارۍ ژوند کوي او له ټولو امکاناتو برخمن دي. خو په وینا یې، خبرداری یې د هغو کسانو په تړاو دی چې هلته په ورانکاریو تورن دي.
وړاندې په تاجکستان کې د افغان کډوالو د چارو کمېټې په دغه هېواد کې د افغان کډوالو شمېر شاوخوا ۹ زره ښودلی و.
تېره اونۍ د تاجکستان شمال کې د سغد ولایت ځینو اوسېدونکو د اسیا پلس خبري اژانس ته ویلي وو، شاوخوا ۲۵۰ افغانان د قتل په تور د یو افغان له نیول کېدو وروسته افغانستان ته اړول شوي دي.
په کندز کې سیمه ییزو سرچینو ویلي، هغه کډول چې شړل شوي دی "د خپلو توکو د وړلو اجازه هم نه وه ورکړل شوې".
د افغان کډوالو د یوې ډلې ایستلو د افغانستان او ځینو نورو هېوادونو په ټولنیزو شبکو کې پراخ غبرګونونه راپارولي وو. ځینو دا د یوه کس د جرم له کبله ټولو ته سزا بللې وه او غندلې یې وه. ځینو له تاجکستاني چارواکو غوښتي وو چې په دې اړه دې خلکو ته اړین سپیناوی وړاندې کړي.