تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د کنډوالو له خاورو د خښتو جوړول: د غزې دوو خویندو نړیواله جایزه وګټله
- Author, ډني ابرهارډ
- دنده, بيبيسي نړیوال سروېس
- Author, مایا دیویس
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۳ دقیقې
د غزې تړانګې دوو تنکیو خویندو د چاپېریال په برخه کې یوه نړیواله جایزه ګټلې ده، ځکه هغوی له کنډوالو د بیا کارېدونکو خښتو د جوړولو پروژه جوړه کړې ده او ویلي یې دي چې غواړي "ویجاړۍ پر یو ګټور شی واړوي".
فرح او تالا موسى، چې اوس په خېمه کې ژوند کوي او له هغه وروسته څو ځله بېکوره شوې دي چې کور یې بمبار شوی، د منځني ختیځ په کچه د ځوانانو لپاره د "ځمکې جایزې" ګټونکې اعلان شوې دي.
۱۷ کلنې تالا وویل: "کله چې زموږ ټول ښار په کنډوالو بدل شو، زموږ شاوخوا هر څه موږ دې ته وهڅولو چې د حل لاره پیدا کړو."
یادې خویندې پلان لري چې د ۱۲،۵۰۰ ډالرو جایزې پیسې پر دې ولګوي چې نورو ته هم د خښتو جوړولو روزنه ورکړي او هغوی د دې توان ولري چې "په بیا رغونه کې خپله برخه واخلي، نه دا چې یوازې د بهرنیو مرستو په تمه وي."
ملګري ملتونه اټکل کوي چې د ۲۰۲۳ کال له جګړې راهیسې په غزه کې شاوخوا ۱.۹ میلیونه خلک بېځایه شوي دي، چې د نفوس نږدې ۹۰ سلنه جوړوي.
د ۲۰۲۵ تر پیل پورې، د غزې په تړانګه کې د زیان کچه شاوخوا ۷۰ میلیارده ډالرو ته رسېدلې وه، او د ښار په کوڅو کې د ویجاړو شویو ودانیو میلیونونه ټنه امبارونه او کنډوالې پرتې وې.
فرح او تالا دغه خښتې د خپلې خېمې ترڅنګ جوړې کړې. دې ځای کې یې تېر کال اګست میاش کې کور ویجاړ شو او دوی همدلته خېمه کې اوسېږي.
دا خښتې د کنډوالو د ماتولو، چاڼولو او بیا له خټو، خاورو او ښیښه يي پوډر سره د ګډولو له لارې جوړې شوې دي. خویندو دا خښتې ازمویلې هم دي، مثلاً د خرابې هوا پر مهال یې د یوه ګاونډي د خېمې د ټینګولو لپاره کارولې دي.
دغه ارزانه او سپکې خښتې د داسې کارونو لپاره جوړې شوې دي چې وزن نه شي زغملای، لکه د پلې لارو، منځنیو دېوالونو او د باغچو جوړښتونه.
خویندو ویلي چې د دوی د هڅونې اصلي لامل د چاپېریال ویجاړتیا وه چې شاوخوا یې لیدله.
تالا وویل: "ان زموږ د خېمې د کړکۍ منظره زموږ لپاره د هڅونې اصلي سرچینه شوه."
هغې زیاته کړه: "موږ منفي شیان په مثبتو بدل کړل، ځکه موږ دا نه منله چې ګنې کنډوالې یوازې د ویجاړۍ او له لاسه ورکولو نښه وبولو."
هغې وویل: "د دې پر ځای چې دا د پای په توګه وګورو، هڅه مو وکړه چې دا د یو نوي پیل په توګه وګورو".
خویندې پلان لري چې د جایزې پیسې د روزنیزو ورکشاپونو لپاره وکاروي، چې شاوخوا ۱۰۰ ځوانان وروزي او دوی هم دا خښتې جوړې کړي - او هدف یې دا دی چې لږ تر لږه ۲۰۰ خښتې تولید کړي.
"د ځمکې جایزه"، چې د چاپېریالي ستونزو د حل لپاره ورکول کېږي، لا دمخه د اروپا او افریقا لپاره خپل سیمهییز ګټونکي اعلان کړي دي.
یو ۱۸ کلن ځوان په ایرلنډ کې د داسې بایوډیګریډېبل پلاستیک (داسې پلاستیک چې طبیعت کې حل کېږي) د جوړولو له امله ګټونکی شوی چې په خوندي ډول تجزیه.
څلور نورې سیمې لا پاتې دي چې اعلان شي. وروسته به عمومي رایو کې ټاکل کېږي چې وروستی نړیوال ګټونکی څوک دی.