تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
عراق کې افغان کارګر له ناروښانه برخلیک سره مخ دي
- Author, سید عبدالله نظامي
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۳ دقیقې
بي بي سي موندلې چې د عراق په زندانونو کې ګڼ افغانان له نامعلوم برخلیک سره مخ دي او هغوی چې دغه هېواد ته په ناقانونه ډول تللي، ایران سره د امریکا او اسرائیلو د جګړې له امله یې حالت سخت شوی.
د لیاقت سالارزي په نوم یوه افغان وویل "زموږ لویه ستونزه د لارو بندښت دی، په مهران بندر کې د خلکو اړول بند شوي، له هغه وخت چې د امریکا او ایران جګړه پیل شوې څوک پر دغو لارو نه شي تللی." هغه وايي ګڼ افغانان د تېرې روژې میاشتې په موده کې زنداني شوي خو د بېرته لېږلو کومه هڅه یې نه تر سترګو کېږي. دغه افغان وايي، که یو څوک مړ شي " مړی یې له پنځوو تر شپږو زرو ډالرو په لګښت خپل هېواد ته لېږدول کېږي."
ښاغلی سالارزی وايي، عراق کې افغان سفارت د دوی ستونزې نه دي اورېدلي او داسې کوم درک نشته چې دوی د کړاو د حل غوښتنه ترې وکړي.
د ذبیح الله په نوم یو بل افغان چې د ننګرهار ولایت د خوګیاڼو ولسوالۍ اوسېدونکی دی او له تېرو څو میاشتو عراق کې په ناقانونه توګه اوسېږي وايي، په وېره او ډار کې ژوند کوي "که ناروغان شو، له دې وېرې دولتي روغتون ته نه ځو چې حکومت ته به مو وسپاري او په شخصي روغتونونو کې له ناقانونه کسانو زیاتې پیسې غوښتل کېږي چې ډېر یې وس نه لري."
دننه په زندانونو کې هم حالت ناوړه ښودل کېږي او بندي افغانان وايي ډوډۍ نه ورته رسېږي او دا چې د خلاصون لپاره ترې "۵۵۰ عراقي دینار غوښتل کېږي." یوه زنداني افغان وویل" څلور میاشتې کېږي چې بندي یم، سخت حالت دی، ډوډۍ سمه نه رارسېږي، غوښتنه مې دا ده چې د طالبانو حکومت باید زموږ د خوشې کېدو غم وخوري."
د عراق حکومت افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني او د دیپلوتیکو اړیکو دې تشې د افغان وګړو په اړه په حکومتي کچه د یوه حل شونتیا پېچلې کړې ده.
د طالبانو حکومت د بهرنیانو چارو وزارت سرچینو بي بي سي ته ویلي، د مولوي شفیق الله په نوم یو استازی یې دوه اوونۍ وړاندې بغداد ته رسېدلی خو "دا چې د عراق نوي حکومت تازه په کار پیل کړی دوی نه دي توانېدلي چې له عراقي چارواکو سره وګوري."
دغو سرچینو وویل، د طالبانو حکومت استازي د "۱۹۰ په شاخوا کې د هغو افغانانو نوملړ چمتو کړی چې د عراق زندانونو کې دي او دوی یې بېرته افغانستان ته د ستنولو هڅې کوي."
عراق کې یو شمېر افغانانو ویلي، د زنداني او هغه افغانانو چې ناقانونه ډول دغه هېواد کې مېشت دي شمېر سلګونو ته رسېږي.
افغانان ولې عراق ته ځي؟
له هغه راهیسې چې په ناقانونه لارو ترکیې ته تګ کې افغان له مرګونو پېښو سره مخ شول، ډېرو یې عراق د بدیل په توګه غوره کړی دی.
له ۲۰۰۳ کال وروسته چې عراق جګړو ځپلی، دا مهال په کې ودانیزي چارې ګړندۍ شوي او د کارګرو لپاره د کار موکې ډېرې دي. همدا لامل دی چې ډېر افغانان د بې کارۍ له امله هېواد پرېږدي، د سوېل لوېدیځ ولایت نیمروز له لارې ایران ته اوړي او بیا له هغه ځایه د عراق شمال ختیځې سیمې سلیمانیې ته ځي چې بیا نورو ښارونو ته د کار په لټه خوځېږي.
تر اوسه د دغو افغانانو کره شمېر نه دی روښانه خو ځايي کارګرو بي بي سي ته ویلي، سلګونه کسان بېلابېلو ښارونو کې مېشت دي. د دوی ډېره برخه یې پلازمېنه بغداد، کربلا او بصره کې دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالۍ ادارې په تېرو کلونو کې هغو افغانانو ته د مېشتېدا لنډ مهالي اسناد ورکړي وو چې په ناقانونه لارو عراق ته تللي خو ډېر کله عراقي پولیس له دغو پاڼو لروونکي افغانان هم نیسي.
د ۲۰۲۴ کال په اکټوبر او د ۲۰۲۵ کال په دسمبر کې د طالبانو حکومت اعلان کړی و چې یو شمېر افغانان د عراق له زندانونو ازاد او افغانستان ته سپارل شوي. دا چې د عراق دولت د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني او دیپلوماتیکې اړیکې ورسره نه لري، له زندانونو ازاد شوي افغانان ایران ته سپارل کېده او ایراني چارواکو افغانستان ته اړول.
په ټوله کې د افغانانو د کډوالۍ چاره نوې خبره نه ده خو عراق ته د تګ او هلته کړاونه د دوی د کډوالۍ د ژوند یو نوی داستان دی، یو داسې داستان چې ډېر کم عمره افغانان په کې پر خطرناکو لارو د مزل او ان زنداني کېدو تجربه ګوري.